لیکنې

کله چې مايوسه شم …

مولوي وقايت الله وقار
کله چې هم د تياره جهان په منځ کې د ځينو تياره کيو له تورتمه متاثير شم او يو دم راڅخه ځان ورک شي!
کله چې هم په دې پراخه نړۍ کې ځان بې څوکه ووينم او د ژوند هره شېبه او برخه راته د مصيبت او غم په توګه ښکاره شي!
کله چې له نورو خفه شم، له نورو جلا شم او آن له ځانه هم د خفګان او کرکې احساس وکړم.
کله چې د هغو ملګرو، دوستانو او خپلوانو له خوا مايوسه شم، چې مينه مې ورکړې، احساسات مې ورنه قربان کړي او خپل هر څه مې د هغوی مخې ته ايښي دي.
کله چې دردمن شم، ودردېږم، له ځانه مې زړه تور شي، د هيلو او اميدونو حوصله مې له لاسه ووځي، داسې شم، لکه نه چې يم، په خپل نه شتون پسې تلوسه کې شم او له خپل شتونه نه شتون راته غوره ښکاره شي.
انسان يم، کمزوری يم او زه هم بې حوصلې کېدای شم، دومره بې حوصلې چې له مبارزې، کار، زيار، هڅې، خدمت، دعوت، جهاد، سرښندنو او علم ټولو مې زړه موړ شي او دا هر څه راته بابيزه ښکاري.
پوهېږم چې دا هر څه عبث نه دي، خو زه په ځينو صحنو کې دې نتيجې ته رسېږم، ښه راته ځان په غلطه ښکاري؛ خو بيا هم ورته رسېږم او باور پرې اخلم.
ډېره سخته هلته شي چې نور راته راشي، له ژونده مرور وي او ما نه داسې تسلي غواړي ،چې زړه ته يې کوزه شي، زه نو په عين حال کې قرار لرم، خو دوی ته ځان ټينګ کړم، د ارواپوهنې، دين پوهنې او قرآن پوهنې څومره زرين لوري چې راته معلوم وي، په يوه سا يې ورته ووايم او هغه په يوه نه يوه ډول قانع کړم.
زه کله ځان ته هم حيران شم ،چې د ژوند دغه لوری ولې سخت وي، کله چې خپله بې حوصلې وې، مايوسه وې، نا ارامه وې او لګيا شې، بل ته حوصله ورکوې، په بل کې مړې هيلې را ژوندۍ کوې او بل ته آرام بښې.
د بل په خدمت کې که اجر شته؛ نو سکون هم شته او زما د کم عمر دا تجربه ده چې څومره دې په بل باندې خير ولوراوه، خدای پاک يې په تا لوروي، ځکه چې د نورو د زړونو خيرو ته به نه ګورې، تاته الله تعالی ستا د زړه پاکوالي هومره برخه درکوي.
کله چې له ژونده مايوس شم او سخت خفګان مې واخلي؛ نو د فکر په کښتۍ کې پنا اخلم، ګرځم، له دغه شته چاپېرياله بېخي ووځم او د کتابونو په ساحل کې ځغلنده نظر کوم، زه د قرآن کريم په سورة يوسف تېر شم ،چې هلته د نا اميدۍ څلی د اميد په څلي بدلېږي او د ژوند اخ او ډب يې دومره پخوي،چې له غلامۍ يې پاچايۍ ته رسوي.
کله چې مايوسه شم، د قرآنکريم په پاڼو کې د لويو انبياوو عليهم السلام يادونه ګورم، هلته چې ټول خلک يې په وړاندې درېږي، خو دوی لکه د غره مقاومت کوي او د خپلې مبارزې تر بريا پورې حوصله کوي.
کله چې مايوسه شم، د دې پر ځای چې له خلکو ګيلې وکړم، د خدای تعالی د دې کار فلسفې ته ځير شم ،چې هر څوک يې په جلا توګه مکلف کړی دی، زه نو بيا وايم: نور که هر څنګه وي؛ زه بايد يو ښه انسان (غوره مسلمان) شم، له ژونديو سره د ځان پرتله په کار نه ده او هغوی بايد ځان ته نمونه وټاکم چې د ناهيليو په توپان کې يې د اميد سيوري ته پنا وړې ده.
کله چې مايوسه شم، د عقيدې کتابونه را واخلم، هلته وينم چې مايوسي يوه ګناه ګڼل شوې او د قرآن په پاڼه کې خو د کافرانو خوی ياد شوی دی. زر خجالت شم او له دغې ګناه د توبې هڅه وکړم.
کله چې مايوسه شم، هغوی را ياد کړم، چې تر ما په ډېرو ستونزو کې ګير دي او په خپل حال شکر وباسم.
کله چې د کړاوونو ګڼوالي ته وګورم او ځان راته بې څوکه ښکاره شي؛ نو يو دم د کړاوونو تر شا فضيلتونو ته پام وکړم او په هغې ډاډه شم، هغوی چې الله تعالی منتخب کړي وو، له ټولو زيات په کړاوونو کې را لوی شوی دی او مبارزه يې کړې ده، زه نو ځان ته په دې ډاډ ورکوم ،چې شايد الله تعالی ته به نږدې يم چې له کړاوونو سره مې مخ کوي.
کله چې په کړاوونو کې ګير شم، په خپلو ګناهونو کې فکر وکړم او د دې پر ځای چې له الله تعالی ګيله مند شم، خپل حالت راته مخې ته ودرېږي او په ګناهونو د پښېمانتيا او د يوې واقعي توبې په هڅه خپله مايوسي پای ته ورسوم.
کله چې مايوسه شم او له هغو مې زړه تور شي چې زما ورسره سر او کار دی، ما ور باندې ډېر باور کړی او هغوی په کې خام ووتل، زه ترې ډېرې هيلې لرم؛ خو هغوی هغسې نه وه.
نو هغوی ته وګورم چې د مايوسۍ توپان يې په ما پيرزو نه دی او په خپلو معصومو لهجو يې دغه اعتراف د حال او قال په ژبه کړی دی.
زه که له سلو خفه شم؛ نو د يوه هغه په ياد زړه ته تسلي ورکوم چې زما په خفګان خفه کېږي، ماته هيلې لري او زه ورته ارزښتمن يم.
ژوند سره مايوسي راځي؛ خو دغه مايوسي بايد په يوه مثبت نظر تعقيب شي، د دغې مايوسۍ تر شا درسونه دي او هغه زده کول غواړي، د دې پر ځای چې د ژوند مايوسۍ ته تسليم شو، بايد چې د هيلو او امېدونو په سورلۍ سپاره شو، په دې سره به مو خپل مسؤليت اداء کړی وي، دوست به مو خوښ شوی وي او د دښمن په زړه به اور بل وي.
ښه داده چې مخلوق ته له بې ځايه شکايتونو تېر شو او د دې هرې وړې او غټې اجر له الله تعالی وغواړو، يقيناً چې موږ به له دغه در پالل کېږو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *