لیکنې

کفري نړۍ ولې قرآن سوځوي؟

خالق يار احمدزي
له لسيزو را په دېخوا هر کال او يا هم په څوکلونو کې يو ځل له کفري نړۍ کې يو ځل داسې پېښيږي، چې اسلامي مقدساتو، په ځانګړې توګه قرآنکريم او حضرت محمد (ص) ته په کې سپکاوی شوی وي، يا يې کوم توهين آميزه کاريکاتور جوړ کړی وي او يا يې هم د قرآنکريم مقدسې پاڼې په اورونو سوځولې وي.
دغه شياطين کومې موخې لري، مخنيوی يې څنګه شونی دی او پر وړاندې يې بايد څه غبرګون وښوودل شي، په تړاو يې څو خبرې لرم، هيله ده ترپايه ليکنه ولولئ….!
داچې دغه متعصبه کړۍ په دې توګه کوم هدف ته ځان رسول غواړي، په هکله يې د ((تيري جونز)) په نامه د امريكا د فلوريډا آيالت د كليسا يو پادري ،چې د ۲۰۱۰ م کال د مارچ په ۲۰مه يې د قرآنکريم يوه نسخه وسوځوله، د سي اين اين تلوېزيوني چينل سره هغه موارد په ګوته کړل، چې له امله يې دی ذهناً دې ته چمتو شوې وه، چې د قرآنکريم په سوځولو خپله غوسه سړه کړي.
ده په خپله مرکه کې وويل، چې (( په دغه کار خلکو ته دا پيغام ورکوي ،چې اسلام بايد موږ ودروو، موږ د مسلمانانو خلاف نه يوو، دوی دې زموږ هېواد ته راشي عبادت او په خبرو کولو کې آزادي لري، له کومو شيانو چې زموږ نفرت دی هغه اسلامي قوانين دي او د قرآن په سوځېدلو سره خلکو ته دا پيغام ورکوو، چې موږ اسلامي قوانين نشو زغملی .))
دی زياتوي، چې مسلمانان په قرآنکريم ايمان لري او شرعي قانون مني او شرعي قانون زموږ د قتل فتوا ورکوي، نو موږ بايد له دې کتابه د خلکو زړونه تور کړو.
دا د دغه متعصب کافر خبرې وې، خو که نورو مواردو ته يې راشو، نو څرګنده به شي چې کفري نړۍ د ګڼو نورو لاملونو له امله هم وخت ناوخت داسې پاروونکي اقدامات ترسره کوي.
د بېلګې په توګه، دا هڅې تر ډېره په اروپا او نوره کفري نړۍ کې د اسلامي دعوت پر وړاندې د خنډونو په نيت هم ترسره کېږي، داچې اسلام د منطق او استدلال دين دی، د غرب د ډېرو انسانانو عقلانيت ته هم د منلو وړ دی او د وخت ستونزو ته حللارې لري؛ چې له دې امله په اروپا او نوره کفري نړۍ کې کليساوې تړل کېږي او جوماتونه ابادېږي ، نو د دوی دا معاندانه کړنې د اسلامي دعوت د مخنيوي لپاره روانې دي.
فرضاً دوی وايي، چې په قرآن کريم کې کفار په بده ياد شوي، له هغوی سره د جنګ حکم شوی؛ دوی دا فکر هم کوي ،چې که مسلمانان کامياب شي، په واقعي مانا خپل شريعت پلي کړي، نو به له دوی څخه جزيه ،ټيکس اخلي.
ډېر نا اميده کفار په دې توګه ځان ته د مسلمانانو د پرمختګ په غبرګون کې يو ذهني سکون او ډاډ ورکوي؛ دغه راز دا په ډاګه کوي،چې په اوسنۍ نړۍ کې بايد مسلمانان د غرب د سيکولر نظام تابع وي، اسلام بايد د يوه نظام په توګه سياسي وجاهت ونه لري، د دې ترڅنګ دوی په دې کار سره د مسلمانانو ايماني جذبه او له شريعت سره يې د مينې کچه هم معلوموي.

موږ بايد څه وکړو؟ لويديځې نړۍ چې دامهال د اسلام او اسلامي لارښوونو څرګند مخالفت کوي؛ د قرآنکريم د سوځولو، د توهين آميزه کاريکاتورونو جوړولو، پر اسلامي حجاب بنديز، د مسلمانو پوهانو څار، مختلفو اسلامي خوځښتونو ته د تروريزم د نوم ورکولو او نورو له سپکاوي ډکو اعمالو يې لاس پورې کړی ، موږ يې بايد پر وړاندې چوپ پاتې نه شو.
که څه هم دا چلند په خپله الله (ج) رسول الله ته ښودلی، کله به چې د هغه سپکاوي ترسره کېده او د هغوی په سپکاوي او ملنډو به د ده طبيعت خرابېده او سينه به يې تنګېده، نو الله (ج) هغه ته وفرمايل : ستا سپکاوي کوونکو ته موږ کافي يو، هغوی چې له الله سره بل ملګرې اله جوړه کړې هغوی به ژر پوه شي، موږ پوهېږو چې د دوی په خبرو ستا سينه تنګېږي، نو د خپل رب تسبيح وايه، او الله ته له سجده کوونکو نه اوسه او تر مرګه د الله عبادت کوه. (الحجر: 95-99.)
خو لږ تر لږه بايد پر خپلو مقدساتو تر بل هر څه زيات غيرتي و اوسېږو.
حسن البنا وايي: د خپل وس مطابق اوبه راواخله او په اور يې ور واچوه، که موږ دا کار ونه کړو، الله په قرآنکريم کې وايي، چې زه به بله ډله پيدا کړم، څو زما له دين نه ساتنه وکړي.
استاد حامد وايي: په هر مسلمان لازمه ده، چې د خپل وس په اندازه، د دې کار سخت مخالفت وکړي، د اسلامي دولتونو د واکمنو مخالفت ډېر مهم او اغېزمن دی؛ له اړوند غربي هېوادونو سره بايد د سفارتونو او نورو لارو اړيکې ونيول شي، خپله غوسه او خپګان ورته ښکاره او د دې کار په بدو پايلو يې سم وپوهوي؛ کفري هېوادونه دې معذرت غوښتلو ته اړ اېستل شي او د اړيکو په پرېکون دې وګواښل شي.
د دې لپاره چې بنسټيز کار مو کړی وي، ښه داده چې د نبوي سيرت کتابونه او قرآنکريم، د نړۍ مختلفو ژبو ته وژباړل شي، ځکه کله هم چې د رسول الله (ص) د سپکاوي موضوع رسنيزه او نړيواله شي نو زيات ناخبره خلک طبعاً د اسلام او د اسلام د پيغمبر(ص) په اړه معلوماتو ترلاسه کولو په لټه کې وي ، نو په دې برخه کې ،چې مختلفو ژبو کې د نبوي سيرت کتابونه شتون ولري ، الله (ج) به په دې ظاهري شر کې د خير لوري راښکاره کوي او داسې څه به رامنځته کېږي چې د مسلمانانو سينې پرې يخې شي.
خواله رسنيو او د غرب په مختلفو رسنيزو وسايلو کې پر نبوي سيرت او نبوي اخلاقو په مختلفو ژبو ليکنې او موضوعات خپرول هم په دې وخت کې مهم او خورا ګټور کار دی، په دې توګه که موږ نبوي سيرت عام کړو نو دا به مو د رسول الله (ص) ښه دفاع کړې وي.
د اعتراضيه غونډو جوړښت او ولسي ځواګ راپورته کول هم د دې لړۍ يوه برخه ده چې کولای شي په اړوندو هيوادونو ټولنيز فشار راوړي.
سيرت ليکي ،چې د حضرت عمر (رض) د خلافت پرمهال له دوو مسلمانانو ماشومانو د يوه عيسوي سړي پر وړاندې يوه غلطي وشوه، هغه سړي ته يې ډېر عذرونه وکړل، خو هغه د دوی معذرت ونه مانه؛ بالأخره يادو ماشومانو ورته وويل ،چې د رسول الله ص په خاطر يې پرېږدئ، خو هغه رسول الله ص ته له سپکاوي ډک کلمات وکارول، چې په غبرګون کې يې ماشومان په قهر شول او ياد عيسوی يې ځای پر ځای وواژه.
کله چې ياد ماشومان محکمې ته راوستل شول، هغوی حضرت عمر رض ته دغه کيسه وکړه، ده يې په هکله وويل: زه د چا په مرګ خوشحاله نه وم لکه څنګه چې د ده نفر په قتل خوشحاله شوم؛ ده زياته کړه: ((نن اسلام ته د دغو دوو ماشومانو په واسطه عزت نصيب شو))
بيا يې هغه دوه ماشومان خوشي کړل. الحروف الذيبية.
بايد په ډاګه کړو چې دا د کفري متعصبينو لومړی ځل نه دی او ښايي نه يې وروستۍ هڅه وي.
په ۲۰۰۴ م کال کې د ډنمارک په يوه ورځپاڼه (Jylland Posten ) کې په لومړي ځل د رسول الله (ص) کاريکاتور نشر شو، نشر کوونکي يې بدبخت (جان هينس) و ، همدارنګه په ۲۰۰۵ م کال کې د ډنمارک((ملکي مارګريټ)) وويل: موږ ته اسلام يو لوی خطر دی موږ ډېره حوصله وکړه اوس وخت راغی چې موږ بايد هغه نفرت چې اسلام سره په زړونو کې لرو راښکاره کړو.
په ۲۰۰۶ م کال کې دا ډول کاريکاتور د ناروې په يوې ورځپاڼې (کرسټين) او د ياد هيواد په يوې مشهورې مجلې(راګ بلاوت ) کې هم نشر شو.
په ۲۰۱۱م کې په يوې فرانسوي مجلې (چارلي بيب دو) او ورځپاڼي (ساير فرانس) کې هم کاريکاتور نشر شو ، په ۲۰۰۶ م کال کې همدا کار د امريکا غړو هر يو لکه (فلاډيلفيا انکواير) او (نيويارک سن) له خوا ترسره شو او نورو اروپايي هېوادونو هم دا کار تعقيب کړ. همداراز د هالينډ د پارلمان غړي (Wilders geert) په نوم يوه کس د (فتنه) په نوم يو ۱۵ دقيقي فلم د اسلام په ضد خپور کړ، خو له ښه مرغه د ياد فلم جوړونکي thevon gov د يو مسلمان لخوا ووژل شو.
په ۲۰۱۰ م کال په لومړيو کې دوی يوځل بيا قرانکريم په سپک انداز خپور کړ او د ياد کال په وروستيو کې (( تيري جونز)) قرآنکريم وسوځاوه، دغه په ۲۰۱۵م کال د چارلي ايبدو فرانسوۍ مجلې هم د رسوالله (ص) توهين آميزه کاريکاتور خپور کړی وه.
وروستۍ خبره….!
دا د حق او باطل جګړه به ترقيامته وي، موږ به له مبارزې او له حقې داعيې نه ستړي کېږو، دوی که هرڅومره هڅې وکړي، موږ به يې هم غبرګون ته چمتو اوسېږو او د مقدساتو سپکاوي ته به هېڅ اجازه نه ورکوو. قرآنکريم يواځې پاڼې نه دي چې معاند کفار يې په سوځولو سره له منځه يوسي، بلکې په دې کار سره دوی له اسلام او مسلمانانو سره د جنګ اعلان کوي، چې بېرته يې خطر دوی ته مفضي دي. انشاءالله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *