کالمونه

ادبي طنز ډوله ټوټه !

شبير « راحل »
يارانو !
څوک خپه نشئ !
او که بيا خپه کېږئ ، نو ستاسو خپله خوښه او اختيار دی او زموږ له خوا درته د خپه کېدلو په پروسه کې کوم مزاحمت او اجباري غوښتنه هم نشته !
دا ځينې ياران خو “دوستان” او “دښمنان” يو خېل ښکنځي او کفر او ګناه په يوه تله تلي .
معنی دا شوه چې دوی خو نه د دوستۍ شعور او نرتوب لري او نه هم د دښمنۍ :
د دوست له دسترخوان څخه د ډوډۍ خوړلو لپاره دښمنان ښکنځي
– او د دښمن له دسترخوان څخه د ډوډۍ خوړلو لپاره بيا هم دوستان داړي او ښکنځي !!
او د ټول ژوند آرمان يې دا دی چې :
– بس آرامه ډوډۍ و خوري ،
– له ډوډۍ خوړلو نيم ساعت وروسته په آرامۍ کې هم تشناب ته لاړ شي
– او له تشنابه هم مع الخير و العاقبت صحيح او سلامت او په بشپړ مسالمت آميز حالت کې راستون شي !!!
مهمه نه ده چې دغه آرامي :
– شرقي وي
– غربي وي
– او يا هم خاور ميانه يي !!!
مغزونه يې کاملا تش وي
او د روزګار له هر شمال سره د ځمکې په طول البلدونو او عرض البلدونو کې شرق او غرب او شمال او جنوب لور ته اوړي را اوړي :
– کله د کمونيزم
” تز”
او ” انتي تز ”
او “سنتز” ګردانوي
او کله خو د کاپيتاليزم د ځنګلي آزادۍ او سيکولريزم قرون وسطايي نسخو ته د “نظام نوين ” پرداسونه ورکوي .
د خپل تفکر الفبا خو يې اصلا په مغز کې نه وي ،
ځکه ،
هغوی په پرديو نصابونو کې لوی شوي
او کله يې هم مغزونه د دې انکشاف استعداد نه لري چې د يو عظيم تمدن ( 622 – 1924ميلادي ) د حقيقي تاريخ او فرهنګ ديوان را وسپړي .
بس هماغه د (( ياکلون و يتمتعون کما تاکل الانعام ))
مشهود انځور وي
او ټول ژوند يې د غرايزو
( خوراک ، څښاک او توليد نسل ) په اشباع کې تېر شي
او يوه ورځ مع الخير و العاقبت ، درب را پرېوزي او د ځمکې تل ته يې ور ټېل وهي ،
هلته بيا نو د ده خداي وهلي نور ياران او درجن درجن مداحان او په اصطلاح د سلطان محمود لټان د هغه پر ټغر را شېوه او راټول شي
او د مړي په کور کې د پوره دري ورځو پرلپسې ،:
چای ،
خشتي قند
او خرما
او څاښت کې هم د : غوښو او وريجو خوړلو لپاره ،
فلسفې شروع کړي :
– يو يې وايي نېکبخت و ، د مبارکې جمعې په شپه مړ شو ، د ځمکې له عذابه خلاص شو او ډايرکټ به جنت ته لاړ شي .
– بل وايي رنګ يې جنتيانو ته ورته شوی و !
– بل وايي نيک سړی و ، ما يې په ټول ژوند دروغ نه دي اورېدلي او سخت غريبنواز سړی و .
– بل وايي بيګاه مې ډېر عجيبه شان په خوب وليد !
– بل وايي ښه سړي و ،
نه يې د چا په ښه کار غرض درلود او نه هم په بد کار ، بس له هر چا سره يې خپله ورځ تېروله :
– له ماشوم سره ماشوم و او له غټ سره غټ،
– له ملا سره ملا و او ډېر ژبغړاندی هم و او
له چرسي سره بيا چرسي او له مکتبي سره مکتبي و !
خدای تالا دې و بښي .
– بل په دروغو وايي ښه سړی و ، خدای بښلي ، زما يو دوه زره روپۍ قرضدار هم و ، مگر هغه مې هم في الحلال ور بښلي دي ، بيا نو تکيه ورکړي ، چې ګواکې خيبر يې فتحه کړ !
او بيا نو د يوې خرما پر ځای ، درې دانې خرماوې او ورپسې د يو خشتي قند پر ځای څلور دانې په يو وار خولې ته کړي او بوغبند ته تکيه شي !
(و کذالک الحيات و الممات!)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close