
ځينې شهادتونه په رښتيا هم بايد د انقلابونو پېلامه شي !!
محسن سعود
انقلاب اوښتون ته وايي: او اوس چې د يو خوځښت اړوند غړي د يوې ټولنې د شته پر ځای د بلې فضاء را منځته كولو هلې ځلې كوي؛ همدې سياسي حماسوي بدلونونو ته د انقلاب ټكی كارول كېږي. د لويو ناوړه پېښو له را منځته كېدو سره چې ټولنيزه فضاء او حالات پر كومه خوا روان شي، اړونده ټولنه يا د هغې له دننه ځينې خلك د يو خوځښت په بڼه د دغو پېښو او ورسره تړلې فضاء او شرايطو په وړاندې موقف نيسي، ترڅو هغه مثبت لوري ته تغير او روان كړي او د خپلې ځانگړې داعيې او پرې ولاړ ياد موقف له مخې يې د ښې راتلونكي لپاره له نوښتونو ډك بدلونونه را منځته كړي. له همدې ځايه نو د گران ولس او اسلامي امارت په كچه د لوی كاله د كليدي غړو شهادتونه هم ،چې د فضاء او حالاتو پر ناوړه لوري تللو عمده دليل دی؛ بايد د لويو ناوړه پېښو په لړ كې جدي ونيول شي، ولس او اسلامي امارت يې په وړاندې موقف ونيسي او له مخې يې د اداري او امنيتي ژورو بدلونونو، تصفيې او نوښتونو را منځته كولو لپاره د نظام او ولس د همغږۍ يو داسې خوځښت را پيل كړي چې په رښتونې مانا انقلاب وي او همدغه شهادتونه يې پېلامه شي. فكر كوم د شهيد محمد داؤود مزمل له شهادت سمدستي وروسته يې پر ځای د ښاغلي حاجي وفا لنډمهاله ټاكنه د همدغسې يو خوځښت پيل وي ،چې د خواله رسنيو له مخې بلخ ته له رسېدو سره يې سم هلته د كندهار ځانگړو امنيتي ځواكونو چاڼيز عمليات پيل كړي او د تېرو پينځو ورځو په موده كې يې د داعشي فتنه گرۍ او جبهيي بغاوتگرۍ گڼ مزدور جنگيالي ژوندي نيولي دي. خواله رسنيو ته را وتلي انځورونه د دغو نيول شويو تنانو د ناوړه فزيكي او رواني حالت په مرسته ښيي ،چې حاجي وفا او دغو عملياتو يې هغوی له بې ساري وارخطايۍ او بدې ورځې سره مخ كړي، چې په لاس كې يې پر شته وسلو او وسيلو چې هر وخت به يې پرې تر وروستۍ شېبې جگړه كوله؛ د مقاومت روحيه هم له لاسه ور كړې او د مېرمنو په جامو كې يواځې د ځان ژغورنې هڅې كوي.
په لومړيو كې د ښاغلي وفا ټاكنې ښايي يو ډول ابهام، پوښتنې، اندېښنې او سواليه نښې له ځان سره لرلي وي په ځانگړې توګه دا چې خدای مكړه اسلامي امارت د رجالو او د كار خلكو له كمۍ سره مخ دی او له امله يې د يو والي ټاكنه هم ډېر وخت نيسي او په لنډ وخت كې نشي ترسره كېدی، خو اوس هرڅوك پوهېږي او پوهېدلي به وي. دا چې نه شهيد مزمل كوم عادي چارواكی و او نه يې د شهادت غميزه كومه عادي پېښه وه، بلكې نوموړی چې د پخواني تحريك له وخت او بخته د مشرانو او مجاهدينو تر منځ ښه ځلېدلی، ورپسې د اشغال او د هغه يوې په بلې پسې د روزليو او پلي كړيو پروژو پر وړاندې يې جهاد او مبارزه كه مستند را ټول شي؛ د اسلامي امارت د تاريخ يو زرين باب دی او له هغه را په دېخوا د اسلامي امارت نوي واك په تېر څه باندې يو نيم كال كې بياهم د يادو پروژو په وړاندې او د هېواد دوو جلا سمتونو د ستراتېژيكو ولايتونو لپاره د والي په توگه په زړه پوري وځليد او بيا د ننگرهار په پرتله بلخ ولايت چې د شمال سمت مركزيت او ستراتېژيك موقعيت ور په برخه، په تېرو۲۰كلونو كې د اشغالگرو+اشغال تپلي رژيم-د شمال ټلوالې مخكښو څيرو او اوس د داعشي فتنه گرې پروژې د پام د تمركز له نقطو څخه دی؛ ورته په كتو يې شهيد مزمل د چارو د سمبالښت تر ټولو وړ او لوړ شخص و؛ د بلخ لپاره په موقت ډول د ښاغلي حاجي وفا چې د اسلامي امارت مشرتابه ته د تورې موټي او مزمل ته يې د ورور حيثيت درلود؛ انتخاب د شهيد مزمل د شهادت پېښې د ژورې پلټنې، كره سپيناوي او پكې د ښكيلو او هلته شته داعشيو او بغاوتگرو نيولو او وژلو په موخه و، چې روانه كړنلاره يې رښتياهم د اداري او امنيتي بشپړ بدلون خوځښت او انقلاب راوستلی او د مزمل د وينو رښتونی رنگ كېدلی شي.
د بلخ چاڼيزو عملياتو ښكار شويو تنانو پر تن د مېرمنو جامو او چادريو او همدا راز يو سپين روبی چې د خواله رسنيو له مخې د بلخ ولايت مقام په بريد كې په لاس لرلو تورن شوی؛ وښوده ،چې دښمن هر وخت له هغه څه ناوړه گټه اخيستې چې ديني رنگ او روی ولري، د اسلامي امارت مشران ورته په درنښت ټينگار كوي او مجاهدين ورته درناوی لري لكه؛ د حاجي، معذور، ليوني، سپين روبي، مېرمنې، پېرودونكي يا اړتيا لرونكي-مجاهد، عالم، صوفي، حافظ، قاري، جهاد-مجاهد پال او د هغوی د كورنۍ د غړي-ملگري-خواخوږي په جامه او موډ كې را وړاندې كېدل، ترڅو له تلاشۍـ پوښتنو گروېږنو-هويت پېژندنې-شكه ځان وژغوري چې د اشغال په لومړيو كې تر ډېره وخته او آن تر وروستيو شېبو يې جاسوسان هم په دغه تكتيك په مجاهدينو او مشرانو پسې رسېدل(إه دومره توپير چې هغوی جاسوسان وو او دغه بريدگر)او يوه لويه برخه يې په اړه د مجاهدينو د عام پوهاوي له لارې له پېژندنې وروسته له منځه هم يوړل شول، له دې ور هاخوا د غربي نړيوالتوب له مخې بشر پالنې او خواخوږۍ، د بشر او بيان ازادۍ، بشري مرستو د اصطلاحاتو او د پرديو استخباراتي پروژو په توگه د فتنه گرو او بغاوتگرو د يادو كړنو تر منځ له پرتلې په اسانۍ پوهېږو چې د غرب او دغو پروژو ترمنځ يې يو مشترك او گډ ټكی همدا له ديني او ملي نواميسو او شعائرو ناوړه گټه اخيستنه هم ده، نو پر وړاندې يې عام فكر را منځته كول، پوهاوی يې ترسره كول او ورته په پاملرنې د اداري او امنيتي بشپړ بدلون راوستل تر بسې اړين دي.