
پر کابل د طالبانو (د اسلامي امارت ) د لومړۍ دورې واکمنۍ په مناسبت په لومړۍ او دوهمه دواړو دورو کې د طالبانو واکمني يو تاريخي ضرورت و
حيات الله حليم
وموليدل چې ځينوله عقدوډکوعناصرو افغانان له ۱۳۷۱هجري کاله بيا تر ۱۳۷۵لکاله ، يا پربل عبارت د روسانو اوکمونستانوله ناکامۍ وروسته د خپلمنځي جګړوپه ترڅ کې برناحق دسرو وينوپه سمندرکې ولمبول ، حاجت نشته ووايو چې دوي څوک و؟ ځکه ثابت معلوم دي چې دوي هغه کسان وو چې ځانونه يې څه باندې يوه لسيزه د روسانود اشغال پر ضد دسپيڅلي جهاد علمبرداران ګڼل ، خوکله چې بريالي شول د خپلې داعيې خلاف يې د اسلام اوجهاد ترچپنې اولونګۍ لاندې داسې جنايتونه ترسره کړل چې شيطان ورته خندل ، بيګناه وژنې، غلاوې ، دلارې سرپټکان اوورته نورجاهلانه جنايات يې د ورځنيوعملکردونوزيوروګرځېدل او ترڅنګ يې داسې رزايلو اواخلاقي جرايموته هم ملا وتړله چې جزايې په اسلام کې په څرګنده سنګساراواعدام ده ، په پلازمېنه کابل کې د واک غاصبو مشرانو (!) د قدرت په سرد ټولوملي اونړيوالو ژمنو، ميثاقونواوتړونونوخلاف يوداسې فاسد حکومت جوړکړچې په مطلق ډول قومي بڼه يې درلوده اوبل چاته يې اجازه نه ورکوله چې له دوي سره په واک کې شريک اود جهادي مزاياووڅخه د خپلوجهادي زحماتو په اندازه برخمن شي، همدا وجه وه چې د نوروتنظيمونو مجاهدين پرې را وغورځېدل اوداسې بې مانا جنګونه يې پيل کړل چې کرۍ ورځ به د کابل ښارپه کوڅواوپس کوڅوکې د وينوسيلابونه روان وو ، د تاريخ په دې حساسوشيبوکې ديادوبېرحمو جنګ سالارانو پورتني اعمال په کلکه د عام ولس د کرکې اونفرت سبب وګرځېدل اوذهنيت يې د خپلې جهادي داعيې په اصولو برابرد يوه سوچه اسلامي نظام په لوروګرځېد ، څوپه نتيجه کې په ۱۳۷۳هجري شمسي کال د ميزان په مياشت کې د لومړي ځل لپاره دقندهار ولايت د سپين بولدک په ولسوالۍ کې دطالبانوداسلامي تحريک لومړني نجات بښونکي نظامي تحرکات را څرګند شول ، له دوي سره عام ولس د زړه له کومي ملګري شو ځکه دتنظيمونوله ټوپکيانواوبيباکو پاټکيانو نورترسپږمورا رسېدلي وو.
د کابل ادارې په پيل کې له طالبانونه د وسلواوامکاناتوپه ورکولوخپل ملاتړڅرګند کړ، ژمنه يې وکړه چې ددوي اوطالبانودښمن مشترک دي دوي به په يوه سنګرکې ګډ جنګېږي خودا نه وه معلومه چې دا مشترک دښمن څوک دي ؟
پورتنۍ يو اړخيزه لوظنامه هغه وخت د منافقت په بڼه را څرګنده شوه چې طالبان د کابل دروازو ته را ورسېدل خود کابل اداره په هېڅ قيمت نه د واک خوشي کولواويا هم د افغانانومصيبتونوته دپاي ټکي د اېښودلو لپاره کوم رغند جوړجاړي ته غاړه کښېنښوده په داسې حال کې چې په هماغه تودو شيبو کې د کابل ادارې په ټول ملک کې نه ، بلکې يوازې په کابل کې يې د امنيت را وستلوتوان هم نه درلود .
دا اداره نه يوازې له طالبانوسره مقابلې ته اړم شوه ، بلکې له دې دمخه يې له حکمتيارـ دوستم اوهزارګانو سره هم په خپلمنځي جګړو کې ځانونه ستړي کړي اوکابل ښاريان يې په سره طبخي کښېنولي وو، نه يوازې خپلمنځي جنګونه بلکې له نوروقومونوسره يې هم داسې تبعيضي چلند روان کړي وچې په هېڅ قيمت نه جوړجاړي ته حاضرېدل او نه يې په خپله خوا پورې بل څوک منل ، له نيکه مرغه چې په همدې حساسو شيبوکې د طالبانوفتوحات ورځ د بلې په پرتله پراخېدل اود کابل پر اداره ساحه را تنګېدله که څه هم يادې ادارې په پيل کې ډېره هڅه وکړه چې طالبان له حکمتيارسره وجنګوي خو هم طالبانواو هم حکمتيار دا وخت له هوښيارۍ کار واخيست اوحکمتيار له چارآسياب نه د هېواد دختيځ په لورپښې سپکې اوعقب نشيني يې وکړه ، ژريې خپل نظامي قدرت منحل اوپخپله د اېران په لوري ولاړ ، کله چې طالبانو ننګرهارونيو،نود کابل په لورد را دمخه کېدو پلان يې جوړکړ .که څه هم دا وخت د کابل د ادارې له خوا ورېښمين تنګي په مينونو داسې فرش شوي و چې لويشت مځکه هم بې ماينه نه وه پاتې شوې خوبيا هم طالبانوپه مصمم ډول خپل پرمختګ ته ادامه ورکوله ، سروبي ته چې را ورسېدل هلته يې د خپلو قواوو يوه برخه د بګرام د هوايي ډګرپه لورولېږله اوپاتې نورقوتونه يې هم په دوو برخو وويشل چې يوه برخه يې د ماهيپرله لارې په کابل را دمخه شوه اوبله يې د لته بند له لارې مخ په کابل را روانه شوه په ماهيپر اولته بند دواړوځايوکې د کابل ادارې د هوايي بمباردونوپه اعمال سخت مقاومت وکړخوګټه يې نه درلوده ځکه طالبان شيبه په شيبه د کابل په لور را لنډېدل ، څود ۱۹۹۶ميلادي کال د سپتمبرپه ۲۷ مه نېټه د شپې په يوه بجه کابل د طالبانو له خوا ونيول شو، پاتې دې نه وي چې طالبانوپه کابل د حملې پلان په داسې ماهرانه ډول طرح کړي وچې د کابل د ادارې د نظامي دوکتورينوله سويې ډېر لوړ و ، همدا وجه وه چې ددې ادارې مورال يې داسې کمزوري کړچې په همدې شپه [يا لنګيو] ټول د شمال په لوري وتښتېدل .
د طالبانولاسته د کابل لوېدل يوټولنيزاو تاريخي ضرورت و ځکه کابل ښاريان د جنګ سالارانو دراکټونود بې رحمه ګزارونوله امله نورترسپږمو را رسېدلي وو ، کله چې کابل د طالبانوپه لاس فتح شو هماغه شيبه آرامه آرامي شوه ځکه له طالبانوسره د مقابلې توان له کومې ډلې سره نورنه و موجود ، دا يو څرګند حقيقت و چئ طالبانو په افغانستان کې د پنځوکالولپاره ډاډمن امنيت تامين کړخوپه پاي کې امريکا او د ناټو غړو هېوادونو ديوې ظالمانه توطئې په ترڅ کې پر افغانستان حمله وکړه اويوځل بيا تښتېدليو عناصرو د امريکايانوپه مرسته پخوانی قومي حکومت له سره احيا کړ.