
ګرانه ليکواله او قدرمن شاعره!!
خالق يار احمدزی
زما ګران ليکوال او قدرمن شاعره! غواړم نن دې په څو کرښو کې خپلو مسئوليتونو ته متوجه کړم او خپلې ماتې ګوډې کرښې دې مخې ته کېږدم، خو هيله ده، زما دا کړنه بې ادبي تعبير نه کړې او ترپايه يې په سړه سينه ولولې.قدرمن قلمواله! الله (ج) پر تا زياته پيرزوينه کړې ،چې ته يې د ادب په ستوري بدل کړی يې او ولسونو ته د ليکنو له لارې د خپل فکر ښه درسونه او ترجماني کوې.ته بايد د دې کار د لاښه مخته بېولو لپاره ځينې کړنلارې په پام کې ونيسې،تر څو ادبي ډګر دې په خدماتو لا ښکلی او رنګين شي.له هر څه وړاندې د خپلو کرښو په ترسيم کې د الله (ج) رضاء او د ولسونو پوهاوی خپله موخه وګرځوه او له ناوړو افکارو، عقايدو او خيالاتو د هغوی د مخ اوښتو پلانونه وسنجوه.
په خپلو کرښو کې دې د اسلامي عنعناتو او رواجونو ښه ځلونه کوه، د مشرانو تاريخونه راسپړه، د خپلې جغرافيې په هکله ولسونو ته معلومات ورکوه، د ساينس او ټکنالوژۍ له مهمو پېښو يې خبروه، د پښتو ادبي ژانر په هکله ورته څېړنيز توکي برابروه،د خاورې د مالکيت او له دين، ناموس او مقدساتو د دفاع احساس ورکوه.هڅه کوه، هره کرښه دې د خپلو همفکرو لپاره رغوونکې، مثبته او اصلاحي بڼه ولري او د دې ترڅنګ د دين او وطن د پټو او ښکاره دښمنانو تخريب هم په کې نغښتی وي.
په ټولنه کې هغه ناخوالې، ستونزې تل را برسېره کوه، چې خلک ورسره لاس او ګرېوان دي او ترڅنګ يې د مسئولينو او مشرانو د تشويق او هڅونې لپاره د ځينو رغوونکو چارو خبرونه هم رسنيز کوه.د روانو ناخوالو رسنيز کول او د تاريخ حافظې ته سپارل ستا مسئوليت دی، چې بايد ترسره يې کړې.که د سياسي ليکنو ترڅنګ، مهمې ديني ليکنې درته ارزښت لري، نو هڅه کوه ديني مطالعه دې پراخه وي او يواځې په کاپي پيسټ ګوزاره مه کوه.پر دې وپوهېږه! هر شعر، نثر، کيسه او نورو ليکلي توکو کې چې د خدمت، ثواب او اصلاح موخه نه وي، نيت صفاء نه وي او د پيسو، شهرت او نورو امتيازاتو د ترلاسه کېدو لپاره کښل شوی وي، بې ګټې خواري ده او نتيجه ترې لاسته نه راځي.کوښښ کوه هره ليکنه له بشپړې څېړنې او ارزونې وروسته خپره کړې، ځکه د هرې ليکنې کره والی ستا د اصليت او اعتماد برخليک ټاکي.که طنزيه توکي ليکې، هيله ده د يوه انسان انساني کرامت درڅخه تر پښو لاندې نه شي او دا د يوه متدين کس ځانګړنه ده چې بايد ويې لري.په سياسي سوژو کې ليکنيزې کرښې بايد په دروغو، عوام فريبي او د مقابل لوري په توهين او تحقير ورټولې نه وي، حقيقت ليکه که څه هم د خلکو د پام وړ نه ګرځي.کوښښ کوه په خپلو کرښو کې د اسلام، هېواد او مقدساتو دښمنان وخت پر وخت افشاء او خلکو ته وښايي.له هر لوري پورې چې ځان تړلی بولې، په ملاتړ کې يې تر حده زياته غلوه او بيباکي مه کوه ستاينه يې همدومره په کار ده، چې په کې موجوده وي.د احساساتو پرمهال هېڅ هم مه ليکه، کله دې ،چې فکر او دماغ آرام وو او له تشويشونو، اندېښنو او غمونو لرې وې، نو قلم دې څرخوه.هڅه کوه خپل مهم کالمونه، ليکنې، شعرونه او ټول ليکنيز مواد جمعه بندي کړې او که اړينې وې، نو تر هر اړخيزې بيا ارزونې وروسته يې چاپ کړه.د ټولنيزو رسنيو لپاره لنډې ليکنې تياروه، ځکه اوږدې ليکنې د خلکو د پام وړ نه وي؛ هو! که اوږده ليکنه هم وه، نو بايد دومره جالبه وي، چې لوستونکی په کې ترپايه د ستړيا احساس ونه کړي. د هرې ليکنې په تړاو فکر، لټون او پراخ پوښښ کوه او د خپلو خيالاتو له مخې يې مه ليکه؛ ښه به وي چې مهمې ليکنې دې مأخذونه له ځانه سره ولري.د ټولنيزو رسنيو څارونکی نه؛ ليکوال له ځانه جوړ کړه، که د نورو کرښې لولې نو په دې فکر يې هم لوله چې ترې د دغه هنر ((ليکوالي)) زده کړه وکړې.په غونډو کې د علماوو له خوا مهمو مسايلو، د سپين ږيرو تاريخي او ارزښتناکو خبرو او د برجسته شخصيتونو مهمو ويناوو ته په خپلو ليکنو کې ځای ورکوه.په ليکنو، شعرونو او نورو ادبي پنځونو کې له غلا، نقل او نورو هغو اقداماتو ډډه کوه چې سبا دې له اصليت خدشه دار کېږي؛ دومره وليکه څومره دې چې زده وي، د پرديو کرښو پټول له سړي ليکوال نه شي جوړولای.شاعرانو ته: شاعران د شعر ليکل تر الهام او تخيل پورې تړلي بولي، خو که تاته دا تعريف د منلو نه و او په خپل عزم دې کړۍ سره نښلولې،نو بايد د قافيو جوړښت، شعري وزن، روانتيا او جالبيت ته يې ښه پام وکړې او ترڅنګ يې بايد ستا شعر يو روښانه پيغام له ځانه سره ولري.د شعر ليکلو لپاره له سندرو او بيباکه سرودونو اورېدو ډډه وکړه ،ځکه دا کار دې ټولې هڅې بې برکته او بې اغېزې کوي.هر شعر دې له هر څومره ښه جوړښت سره هغه مهال د تقدير وړ دی، چې په يوه سپېڅلې روحيه او مثبت فکر ليکل شوی وي، د سترګو، قد او خال او ښايستونو په هکله ننني او پروني شعرونه دې نه يواځې داچې د سختې غندنې وړ دي، بلکې د ولسونو په ځانګړې توګه، تنکيو ځوانانو د بېلارۍ او بې بندوباريو ته د هغوی د هڅولو لامل هم جوړېږي.