ټولنه اوکلتور

کومه ملګرتيا ښه ده؟

محمداكبر عمرزاده
هرانسان په نړۍ کې له ډېرو انسانانو سره د مختلفو لاملونو پر اساس ملګرتيا کوي؛ خو له ټولو اړينه او دوامداره ملګرتيا هغه ده چې د عقيدې او فکر پر اساس وي.
په فکري او عقيدوي ملګرتيا کې نه ناځواني راځي او نه هم بې وفايي، خو ددې برعکس د نورو شيانو لپاره ملګرتيا کول نه دوام لري او نه هم د پام وړ فايده.
له کوم چا سره چې د مال لپاره دوستي کوئ که يې مال در څخه بند کړ او يا يې هم مال له لاسه ولاړ نو ستاسو د ملګرتيا تړون ورسره پرې کيږي، له چا سره چې د دندې، وظيفې او منصب لپاره ملګرتيا کوئ که يې وظيفه او منصب زائل شول ملګرتيا هم ورسره له مينځه ځي، له چا سره چې د قوم او وطن په خاطر ملګرتيا کو‎ئ د نورو اسبابو تر څنګ چې دغه ملګرتيا ګواښي د قوم او وطن په له لاسه وتلو سره دا ملګرتيا هم له منځه ځي، له چا سره چې د نورو مادياتو پر اساس دوستي کوئ د مادياتو له نه شتون سره سم دغه ملګرتيا هم پای ته رسېږي او له چا سره چې د کوم شخصي منفعت او ګټې پر اساس ملګرتيا کو‎ئ هغه هم له ګټې سره پورته او کښته کيږي؛ که ګټه وه ملګرتيا به هم وي او که ګټه نه وه ملګرتيا به هم نه وي.
له ټولو مهمه دا ده چې تاسو لومړی خپل فکر سم کړئ او د ځان لپاره داسې ثابته تګلاره او پاليسي غوره کړئ چې محور يې د الله تعالی دين او اسلامي اخلاق وي وروسته بيا د همدغې تګلارې او پاليسۍ پر اساس د ځان لپاره ملګري غوره کړئ؛ دغه ملګرتيا نو په ژوند کې نه زوال مني او نه هم سستي؛ بلکې چې څومره ډېر وخت ورباندې تيريږي په هماغې اندازه نوره هم قوي کيږي.
فکري ملګري تاسو ته له هر څه تېريږي؛ که دې مال ته اړتيا شوه مال درکوي، که دې مادياتو ته اړتيا شوه ماديات درکوي او که دې اخلاقي او فزيکي ملاتړ ته اړتيا شوه فزيکي او اخلاقي ملاتړ دې کوي.
فکري ملګري له تاسو څخه هيڅ څه نه سپموي او په ظاهر او باطن کې ستاسو لپاره خيرخواه او مدافع وي.
فکري ملګري دې دښمنانو ته قوي معرفي کوي، بدخواهانو ته دې نېکمرغه معرفي کوي، حسد کوونکو ته دي بريالي معرفي کوي، د غيبت کوونکو مخ ته دې دفاع کوي او دوستانو ته دې غمخور او زړه سواندی معرفي کوي.
فکري ملګري تاسو ته د ځان حيثيت درکوي، ځکه نو ستاسو پر خوښۍ خوشحاله کېږي او ستاسو پر غم درسره غمجن کېږي.
فکري ملګري ستاسو په اړه يواځي ستاسو خبره مني، ستاسو په اړه د هيچا منفي خبرو ته غوږ نه نيسي او د هيچا مخ ته ستاسو پر ملګرتيا نه شرمېږي.
فکري ملګري تاسې د ځان لپاره لوی غر ګڼي او ځان ستاسو لپاره سپر جوړوي تر څو خپلې لاس ته راوړنې تاسو ته منسوبې کړي او له تاسو سره په لاس ته راوړنو کې پوره مرسته وکړي.
فکري ملګري تاسې نورو خلکو ته غټ او باحيثيته معرفي کوي، ځکه ستاسو غټوالی د ځان غټوالی بولي او ستاسو حيثيت ته د خپل حيثيت په سترګه ګوري.
فکري ملګري ستاسو له شخصيت او کړنو سره مينه لري، ځکه نو هيڅ وخت ستاسو پر ديدن او مجلس باندې نه مړيږي.
لکه ستاسو فکر چې څنګه دوامداره دی له فکري ملګري سره دي ملګرتيا هم بايد همداسې دوامداره وي، نو کوښښ وکړئ چې د ځان لپاره فکري ملګري غوره کړئ او فکري تړون په ملګرتوب کې د قبوليت معيار او محور وګرځوئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *