ټولنه اوکلتور

په روژه کې دې ماشومانو ته ځانګړې پاملرنه وشي!

روژه یوه له هغو میاشتو څخه ده چې د رحمت ،برکت او مغفرت  په درلودلو سره زموږ ورځنۍ چارې هم تغیر کوي ،ځينې بوختیاوې زیاتیږي ، ځينې نورې کمیږي، خو په هرحال په دې وخت کې ماشومانو ته پاملرنه کمیږي ،دا په داسې حال کې ده چې د اولاد د روزنې اړوند موږ په قرانکریم کې څرګند نصوص لرو او اسلامي روزنه ده چې موږ پرې مکلف ګرځول شوي یو.

روژه پر ماشومانو نشته ،اما د احکامو  زده کړه يې اړینه ده ،ځکه روژه د داسې عبادتونو سره مل ده لکه تراويح، افطار،سحور، صدقه او نور چې بل وخت نه ترسره کېږي، باید کوچنیان ورته تشویق شي،  اداب او مسنونه طريقې ورو ښودل شي ،ځکه دا د ماشومانو حق دی چې د خپل خواږه  اسلامي کلتور سره بلد شي.

همدا وخت د ماشومانو خوړو ته بايد زیات پام وشي ،ځکه ماشومان نسبتاً  لویانو ته ژر وږي کیږي ،انرژي ته زیاته اړتیا لري ،د غذا تنوع هم د ماشومانو د طبيعت ځانګړنه ده، باید د ماشومانو د خوړو ، کچه ،وخت او تنوع په پام کې ونيسئ.

همداشان په یو شمېر عبادتونو کې چې د دوی عمر يې وړ وي بايد ونډه ورکړ شي لکه د صدقاتو ورکړه ، مېلمه پالنه ،دغریبو وګړو لاسنيوی او نور چې د دوی اخلاقي شخصیت پياوړی کوي برخوال واوسي.

د کوچنیانو روزل یا د اولاد تربیه کول یو له هغو عبادتونو څخه دي چې له مرګه وروسته يې هم په پلار پسې ثواب  رسیږي په بله ژبه صدقه جاریه ده ،نو له همدې مخې اړینه ده چې د ماشومانو جسمي او روحي روزنې ته پام وکړو ،هر وخت دوی ته د  روزنې وخت ورکړو او خپل الهې رسالت پر ځای کړو.

 حبیب الرحمن رحیمي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *