
په بشري ټولنه کې د مېرمنو حقوق
یولسمه برخه
شريفه نرکس
صنعتي انقلابونه او اغېزې يې: په زړه پورې داوه چې په همغه وخت کې چې صنعتي انقلاب (Industrial Revolution) منځته راغي، ګڼ شمېر نور تمدني وسايل هم برابر شول. دغه انقلاب چې په ټولنيز او اقتصادي ژوند کې يې په مدني ژوند، د ګڼو بدلونونو په راوړلو سره، کوم اغير و شيند، د همدې اغيز له امله د ټولو حالاتو مخه هماغه لوري ته وړل کيده کوم لوري ته چې انقلابي ليکنو د هغې بوتلل غوښتل. د خلکو د ازادۍ په آند ولاړ پانګه وال نظام ته د ماشينونو ايجاد او د توليد (Mass Production) امکاناتو ډير ځواک ور بښلې و. پانګه والو طبقو ستر ستر صنعتي او تجارتي مرکزونه جوړ کړل او دغه مرکزونه بالاخره په لويو لويو ښارونو بدل شول. له کليو او بانډو څخه په سلګونو زره او يا په ميليونونو انسانان دغه لوري ته د کار موندلو له پاره ور وهڅول شول او هملته راټول او ځاې پر ځاې شول. ژوند کول تر ډيره حده پورې سخت شول. کور، کالي، خوراک او څښاک او د ژوند په ټولو نورو اړتياوو باندې اور لګيدل پيل شول. او دا ټول، څه د تمدن په برکت او څه د پانګه والو په هڅه ترسره شول. د عيش او عشرت بې شمېره نور وسايل هم د ژوندانه په اړتياوو کې ور داخل کړای شول. خو پانګه وال نظام د دولت ويش په داسې ډول ونه کړ چې د هغه په واسطه د دغو ټولو اسانتياوو د لاسته راوړلو وسايل هم په همدغې کچه خلکو ته ورسيږي. پانګه وال نظام هومره اقتصادي وسايل د عام ولس په واک کې ور نه کړل د کومو د لاس ته راوړلو لپاره چې هغوې کلي پريښي او ښارونو ته راغلي وو، ترڅو د ژوند لومړنۍ اړتياوې لکه (کور، کالي او ډوډۍ) پرې په اساني سره تر لاسه کړي، د هغه زبيښاک پايله دا شوه چې په ميړه باندې ښځه او په پلار باندې خپل بچيان يو دروند بار وګرځيدل. هر چاته د خپل ځان ساتل ستونزمن شول. اقتصادي حالات تر دې ځايه خراب شول چې هر وګړي پخپله خپل ځان وساتي. ځوانو، واده شويو او کونډو ښځو ته په خپله د رزق د پيدا کولو له پاره له کوره وتل ور پيښ شول. او بيا چې کله د دواړو صنفونو ترمنځ د اختلاط فرصتونه نور هم زيات شول او د هغوي فطري زبيښې هم رامنځته شوې، نو د همدغې وګړيزې ازادۍ تصور او د اخلاقو نوې فلسفې، پلرونو، لوڼو، خويندو، وروڼو، ميړونو او ښځو ته دا ډاډينه ورکړه چې د ويرې او خوف کومه پروا ونه ساتي. څه چې کيږي ډېر ښه کيږي. دا را پرزيدل نه دي بلکې پورته والي (Emancipation) دي، دا بد اخلاقي نه بلکې له ژوندانه خوند اخيستل دي. په کومه کنده کې چې پانګه وال تاسې ور غورځوي هغه دوزخ نه دې جنت دې جنت.
پانګه واله ځان غوښتنه: بيا خبره په دې پولو کې هم را تاوه نه شوه، د وګړيزې ازادۍ په کوم آند چې ددې پانګه وال نظام بنسټ ايښودل شوې و هغه نظام وګړو ته د هرې شونې لارې څخه د پانګې د پيدا کولو بې قيد او شرطه اجازه ورکړه. د اخلاقو دې نوې فلسفې هره هغه طريقه حلاله او پاکيزه وګرځوله چې د هغې په واسطه پانګه او شتمني تر لاسه کړای شي که څه هم له دې لارې د هغوي شتمنيدل د نورو ډيرو وګړو په له منځه تللو منتج شي. په همدې ډول د تمدن ټول نظام په داسې يوې لارې جوړښت وموند چې د ټولنې له خوا وګړي له هره اړخه ساتل کيدل؛ خو بر عکس د وګړي له خپل غرضيونه ټولنه په هيڅ ډول خوندي نه وه. خپل غرضه وګړو ته په ټولنې د سپريدو ټولې لارې پرانيستې وې. هغوې ټولې انسانې بې بسۍ نا بسامانۍ راټولې او هغه يې د خپلو شومو اغراضو (Exploit) استثمارولو له پاره د نورو لارو په څېر استعمالولې. د بيلګې په توګه: يو سړي را پورته کيږي او د خپل جيب د ډکولو په موخه يو زيات شمېر وګړي د شرابو په تلپاتې ناروغۍ ککړوي، هيڅوک نه شته چې ټولنه ددغې ساري ناروغۍ له جراثيمو څخه وژغوري.
بل را پورته کيږي او په نړۍ کې د سود خوړلو جال خپروي، هيڅوک نه شته چې دغه وينې زبيښونکې “ژوره” د خلکو د وينې د څښلو څخه لرې کړي. بلکې بر عکس ټول قوانين د همدغه وينې څښونکې ژورې/ حشرې د ګټو د ساتنې په موخه جوړيږي ترڅو هيڅوک ورڅخه يو څاڅکي وينه هم خوندې نه کړاې شي.
درېيم را پورته کيږي او هغه بيا د قمار او جوارۍ عجيبې لارې پرانيزي. ان تر دې چې د تجارت هيڅ يوه څانګه هم د قمار او جوارۍ له اغيزو څخه خالي نه پريږدي. هيڅوک نه شته چې له دې وبايي خپريدونکې ناروغۍ څخه د انسان اقتصادي ژوند خوندي وساتي. د وګړيزي ازادۍ، سرکښۍ، بغاوت او دښمنۍ په دې کرغيړن وخت کې دا شونې نه وه چې د خپل غرضو او ګټه پالو انسانانو نظر د انسان په دې سترې او ډيرې زياتې ناتوانۍ “شهوت”…… باندې پرې نه وځي، د کومې د را پارولو له لارې يې چې ډيرې ګټې تر لاسه کولاې شوي. په دې توګه د انسان له دې کمزورتيا څخه ګټه پورته کړای شوه. د تياتر، نڅا او ګډا پر ځايونو د فلم جوړونې په مرکزونو او…. کې د ټولې راکړې ورکړې اساس همدا “شهوانيت” وګرځيد. له ښايسته ښځو څخه کار اخيستل پيل شول. هغوې بايد زياتې يا نيمه لوڅې او په زياته را پاروونکې توګه د خلکو مخته را وړاندې کړي. او په همدې توګه د خلکو شهواني ځواک څومره چې کولاې شي را وپاروي او د هغوي په جيبونو ډاکه واچوي. ځينو نورو خلکو بيا ښځې په کرايه د چلولو تجارت پيل کړ او د قهوه ځايونو دندې ته يې توجه وکړه او دا کار يې د يوې منظمې بين المللي دندې تر پولو پورې ورساوه، ځينو نورو وګړو بيا د ښکلا او آرايش عجيب عجيب سامانونه را وويستل او هغه يې ښه خپاره کړل ترڅو د ښځو پيدايښتي ښايست ته نوره هم وده ورکړي او د ليونتوب تر پولو يې واړوي او په دې ترتيب په دواړو لاسو د خلکو جيبونه لوټ او د هغوي دولت راټول کړي.
ځينو نورو بيا د لباس نوي شهوت پاروونکې او لوڅ فيشن راوويست. ښځې يې په دې موخه وګمارلې چې دغه راپاروونکې لباس واغوندي او په ټولنه کې وګرځي ترڅو له يوه اړخه ځوان کول ځانته متوجه کړي او ترڅنګ يې په نورو ځوانو نجونو کې ددې لباس د اغوستنې شوق را پيدا کړي او په دې ترتيب د نويو فيشني کاليو جوړوونکو د تجارت له پاره د ودې ښه زمينه برابره شي. ځينو بيا د لوڅو عکسونو خپرول او د فحش مضامينو ليکل ځانته د پيسو د پيدا کيدو وسيله جوړه کړه او په دې ترتيب يې عام ولس د اخلاقي جذام او ناسور په ناروغتيا ککړ او د خپلو جيبونو ډکول يې پيل کړل.
په ورو ورور نوبت تر دې ځايه را ورسيد چې د تجارت هيڅ کومه څانګه د “شهوانيت” له دې عنصر څخه خالي پاتې نه شوه. که د تجارتي راکړې ورکړې، اعلاناتو ته ځير شئ نو و به وينئ چې د ښځې نيمه لوڅ انځور د هغې يوه نه بيليدونکې برخه ګرځيدلې. ان تر دې چې له ښځې پرته اعلان، اعلان نه ګڼل کيږي. هوټل، رسټورانټ، شوروم او هيڅ ځاي به داسې پيدا نه کړئ چې هلته ښځه ددې غرض په موخه نه وي ساتل شوې چې نارينه دې د هغې په لور را جذب کړای شي.
بې وزله ټولنه چې هيڅ ساتونکي نه لري يوازې له يوې لارې څخه د خپل عزت ساتنه کولاې شي او هغه د هغوې خپل اخلاقي آند دې. کولاې شي د همدې آند په واسطه دغه حملې په شا وتمبوي. او له دغه شهوانيت څخه ځان وژغوري. خو پانګه وال نظام په داسې خامو بنسټونو نه دې ولاړ چې په دې اسانۍ به د هغه د حملو مقابله وکړای شي. هغه له خپل ځان سره يوه مکمله فلسفه او يو شيطاني لښکر لري چې د اخلاقي نظرياتو په ويجاړتيا او له منځه وړلو کې پوره پوره اغيزه ولري. د قاتل کمال همدا دې چې کله د چا په وژلو پسې ځي، نو هغه په خپله خوښه او رغبت سره وژلو ته تيار کړي. نور بيا ان شاءالله