ټولنه اوکلتور

په بشري ټولنه کې د مېرمنو حقوق

لسمه برخه: شریفه نرګس

آندونه :
دكومو لامولونو په بنسټ چې د پردې مخالفت كيږي هغه يوازې په سلبي توګه ، بلكه پر يو ايجابي بنسټ بنا شوې دې . دهغې اساس يوازې دا نه دې چې خلك ښځه په كور كې پاته كيدل او د نقاب سره بيرون ته تلل يو ناروا قيد وبند ګڼي او دهغې له منځه تلل غواړي بلكه د هغوې له آنده ژوند د ښځې له پاره يوه بله نقشه ده. دښځې او نارينه تر منځ د اړيكو په هكله هغوې خپل يو ازاد ليد لري . هغوې غواړى چې ښځې دې داسې نه ك وي بلكه څه نور دې وكړي او په پردې باندې نيوكې ېي څه داسې دې چې ګويا ښځه په كور كې په ناسته (او يا په بهر كې په ) مخپټونې سره نه دخپل ژوند نقشه بدلولې شي او نه نور څه كولې شي .
اوس مونږ وينو چې دا نور څه، څه دي ؟ او دهغې تر شا كوم ليد او اصول شتون لري؟ او هغه تر كومه ځايه درست او معقول دي او ؟ په عملي توګه دهغه څخه كومې زبيښې تر لاسه شوي دي ؟ ښكاره ده چې كه دهغوې آندونه لكه څنګه چې دي همغسې و منل شي نو بيا به پرده او هغه ټولنيز نظام چې پرده يې يو برخه جوړوي له يوه سره غلط و ګرځي خو مونږ پرته له كوم تنقيد ، او عقلي او عملي ازموينې ولې دهغوې آند ومنو؟ آيا يوازې نوښت ، يا يوازې دا چې يوه پيښه په نړۍ كې په زوږ او شور سره روانه وي ددې خبره له پاره بسنه كوي چې انسان د پلټننې او تحقيق پرته دهغې منلو ته سر ټيټ كړي ؟
داتلسمي پيړۍ د ازادۍ آند :لكه څنګه چې مخته مور ورته اشاره وكړه په اتلسمې پيړۍ كې چې كومو فيلسوفانو ، طبيعت پوهانو او د ادب خاوندانو د اصلاح اواز پورته كړې و هغوې د تمدن د داسې يوه نظام سره په مقابله كې وو چې په ډول ډول بنديزونو رانغښتې پ. و ه هغې نظام كې هيڅ ډول نرمي نه ليدل كيده ، د نامعقوله رواجونو ، جامدو اساساتو او د عقل او فطر ت پر خلاف د څرګندو تناقضاتو څخه ډ ك و .
د پيړيو پيړيو پر لپسې انحطاط هر لورې ته دهغوې پر مختګ ستونزمن كړې و ، د يوه اړخه نه عقلي او علمي بيدار ۍد ټولنې په منځۍ طبقه كې ، په ذاتي كوښښونو ولاړه ، د پرمختګ جذبه را پاروله او د بله اړخه د اميرانو او مذهبي مشرانو طبقه وه چې د ځواك په چوكيو ناست د رواجى بنديزونو غوټي يې نورې هم وركلكولې . دكليسا ،پوځ ، محكمو ، د كرڼې او مالي را كړې وركړې ادارو ، ټولنيزو ارګانونو بلكه دژوند ټولو شعبو په داسې ډول كار كاوه چې د نوي را پورته شوې زيارايستونكې ګارګرې طبقې دكار او كو كښښ ټول محصول او ګټه د يوې ځانګړې طبقې لاس ته ورشي . هر هغه هڅه به چې ددې حالت د اصلاح له پاره كيده د ځواكمنې طبقې د غرور ، جهالت او خپل غرضۍ په اساس به د ناكامۍ سره مخ كيدله . دهمدې لاملونوپه اساس په اصلاح او بدلون غوښتونكوكې ورځ په ورځ يو ړوند انقلابي جوش را پيدا كيده. ان تردې چې د دغه ټول ټولنيز نظام او د هغې د هرې څانګې او هر اړخ پر خلاف د بغاوت او تيري جذبه خپره شوه او د شخصي ازادۍ داسې افراطي غوښتنې عوامي مقبوليت پيدا كړ چې د ټولنې په مقابل كې يې وګړي ته مطلق خپلواكي وركوله . غوښتنه كيدله چې بايد وګړي ته د پوره خپلواكۍ سره دا حق ور په برخه وي تر څو هر كار يې چې زړه و غواړى ويې كړي او كوم كار يې چې زړه و نه غواړې پريږدي يې . ټولنې ته دهغه وګړي د شخصي ازداۍ د سلب كولو هيڅ حق نه شته .
د ازادۍ دغه افراطي آند چې په حقيقت كې د يوه ظالمانه ټولنيز نظام پر خلاف د قهر او غضب پايلې وې ، پخپله پخپل ځان كې د ډير ستر فساد جراثيم او مكروبونه درلودل ، كومو خلكو چې د ا فكر راوړاندې كړې و هغوې پخپله هم د هغې د منطقي پايلو څخه بې خبره نه وو او كه چيرې دهغې پايلې ورته له مخكې نه په تمثيلي ډول تر مخ ايښودل شوې وا ې دكومو پ ه نتيجه كې چې داسې بې قيده ازداياو داسې خپل سرې انفراديت منځ ته راته ، نو روح به يې په جسم كې په لړزه راغلي واې . هغوې د ازادۍ دا شعار د هماغه ناروا ستونزو او دغير معقولو بنديزونو د ماتولو له پاره د يوې آلې په توګه استعالوو چې په هغه وخت كې دهغوې په ټولنه كې موجود وو خو با لاخره دغې آند دغربي ولس په ذهنونون كې ريښې ټينګې كړې او وده يې په كې پيلكړه .
دنولسمې پيړۍ بدلونونه :
1 دفرانسې انقلاب د ازادۍ دهمدغې فكر تر اغيز لاندې منځته راغې . په دې انقلاب كې پخواني ډير اخلاقي آندونه او دتمدن او مذهبي ضوابطو ريښې را وويستې شوې او كله چې ددې ريښو له د منځه تلل د پرمختګ اساس و ګر زيد نو انقلابي دماغونو دهغې څخه دا پايلې را وويستې چې ګويا هره هغه نظريه او يا تګلاره چې د پخوا څخه را روانه ده د پرمختګ په لار كې خنډ جوړوي او دهغې د له منځه وړلو پرته مخ په وړاندې قدم نه شي اخيستل كيداې .په دې توګه چې د مسيحې اخلاقو د غلطو اصولو دماتولو نه وروسته ډير ژر دهغوې تنقيد د انساني اخلاقو د بنسټيزو آندونو په لور متوج ه شو . ويل يې دا عصمت او پاك لمني څه بلا ده ؟ په ځوانۍ باندې د تقوې مصيبت ولې را نازل شوې دې ؟ د نكاح نه مخكې كه څوك د چا سره محبت كوي نو څه بده به پيښ ه شي ؟ او د نكاح نه وروسته ايا د انسان زړه د سينې نه بهر كيږي چې د ميني او محبت حق ترې وا خيستل شي؟
دا او دا ډول نورې پوښتنې په دغه انقلاي ټولنه كې هرې لورې ته خپرې شوې او په ځانګړې توګه ورته درومانتك ادب د ښوونځې پلويانو (School Romantic ( زياته هوا وركړه .
د نولسمې پيړۍ په پيل كې جيورج سانډ(Sand George (نومې ښځه ددې ډلې مشره وه . دې ښځې ټول هغه اخلاقي اصول ورمات كړل چې تل پرې د انساني شرافت او په ځانګړې توګه د ښځې د عزت حساب كيده.
هغې په داسې حال كې چې ميړه هم درلودتر څنګ يې د نكاح ددايرې څخه بهر هم ازد اړيكي درلودل .
بالاخره د ميړه نه جدا شوه او دهغې وروسته يې دوست په دوست بدلاوه . دهيچا سره يې دد هو كالو نه زيات وخت تير نشو كړاې . دهغې د ژوند په لنډ تاريخ كې د شپږو داسې كسانو نومونه شته چې ورسره يې تل پ ټه او ښكاره دوستي او اشنايې درلوده . دهغې دهمدې دوستانو څخه يوه دهغې په هلكه ليكلي دي چې :«جورج سانډ لمړۍ يوه پروانه (پتنګ ) ر انيسي او هغه د ګلونو په پنجره كې بندوي . دا دهغې د محبت وخت وى . بيا هغه دهغې به زبيښلو پيل كوي او دهغې د پړتكو څخه خوند اخلي ، دا دهغې د سوړتيا او مخ اړونې وخت وې . ژر يا وروسته داسې وخت هم راځې چې بيا دهغه وزرونه كاږي او ټوټه ټوټه كوي يې او دهغې پروانو (پتنګانو ) په ډله كې يې ور واچوي د كومو نه چې هغه دخپلو داستانونو د قهرمان په څير كار اخلي ».فرانسوي شاعر الفردو موس (musse do Alfred (هم د هغې د عاشقانو څخه و خو دهغې د بې وفاتوب څخه دومره زړه ماتې شو چې د مړيني په وخت كې يې وصيت وكړ چې جورج سانډ دهغې د جنازې ليدلو ته پرينښول شي، داد هغې ښځې ذاتي كړچار او كريكټر و چې ليكنو يې لږ تر لږه تر ديرشو كالو پورې د فرانسوي ځوان نسل په ذهنونو اغيز كړې و .
[)1 )دوګړيزې ازدۍ د تخيل څخه ، اوسنې پانګه وال نظام او د جمهوري تمدن نظام او اخلاقي بې لاريتوب را پيدا شو . او نژدې يوه نيمه پيړۍ يې په اروپا او امريكا كې دومره تير ېوكړ چې انسانيت دهغې پر خلاف بعاوت ته اړ شو . ځكه چې دې نظام وګړي ته د ټولنيزو ګټو پر خلاف دخپل و نفساني غوښتنو د پوره كولو واك وركړ ېو او ټولنيزې ښيګړې يې د هغې تر مخ حلالې او قربان كړي وې او د ټولنيز نظام شيرازه يې خوروره كړې وه ، سوسياليزم او فاشيزم دواړه دهمدې بغاوت نښې دې خو په دې نوي جوړښت كې هم دهماغه لومړۍ ورځې څخه داخرابوالي يو په ه بڼه كې پټ پروت دې . او دا ځكه چې دا د يوه انتها علاج به بلې انتها باندې كول دي . د اتلسمې پيړۍ د وګړيزې ازادۍ كمښت دا و چې ټولنه يې په وګړى ځاروله او د شلمېپيړۍ د ټولنيز فكر كمښت دادې چې وګړې د ټولنې څخه ځاروې . ددوېتر مخه د انسان دژغورني له هرپا يوه متوازنه لار لا تر اوسه هم هماغسې وركه ده لك ه څنګه چې په اتلسمه پيړۍ كې وركه وه .] جيورج سانډ(Sand George(په خپل يوه ناول ( Lelia ليليا) كې د ليليا له اړخه استينو ته ليكي چې :« څومره ډير چې ماته د نړۍ د كتلو فرصت تر لاسه كيږي نو زه احساسوم چې د محبت په هكله زمونږ د ځوانانو افكار ډير زيات په غلط ه دي . دا ډير غلط فكر دې چې يوازي د يوه كس سره دې محبت او مينه وكړل شي او دهغې په زړه د ېپوره تسلط پيدا كړل شي اودا تسلط دې بيا د تل له پاره شتون ولري. بې له شكه ټول مختلف فكرونه بايد وزغمل شي زه ددې خبرې منلو ته تياره يم چې ځينې ځانګړې روحونه په ازدواجي ژوند كې د وفادار پاته كيدو حق لري خو زيات يې نورې اړتياوې لرى . دې ته اړتيا ده چې دواړه خواوې يو بل ته ازادي وركړي ، يو بل وزغمي او دغه خپل غرضي د زړه نه وكاږي چې دهغې له مخې د رقابت اوبدنيتۍ لړۍ پيل كيږى ، ټول محبتونه سهي دي ، كه هغه تيز او تند دى او كه ارام ، شهوانې دي يا روحاني، پايښت لرونك وي اوې كه بدلون مندونكې وي ، خلك دځان وژنې په لور بوځي او يا دخوند او لذت په لور ».په خپل يوه بل ناول (Jaccuse ژاك ) كې دهغه ميړه كريكټر او كړچار وړاندى كوي چې دهغ پ ې ه وړاندې د ښه ميړه نمونه او مثال دې . دهغې هيرو د « ژاك » ښځه د يوه پردي سړي په غيږ كې ځان ور اچوي خو هغه د پراخ زړه خاوند ميړه دهغه نه نفرت نه كوي. بيا د نفرت د نه كولو لامولونه بيانوي او وايې «: كوم ګل چې زما پر ځاې بل چاته خوشبويي وركول غواړى نو ماته ددې څه حق دې چې هغه تر پښو لاندې و مروړم ». او بيا مخكې د ژاك د ژبې نه راوتلي الفاظ داسې وړاندې كوي :
«ما خپل فكر نه دې بدل كړې ، د ټولنې سره مې سوله نه ده كړې ، زما له آنده نكاح په ټولو ټولنيزو اړيكو كې يوازې هغه وحشيانه لاره او طريقه ده چې تصور يې كيداې شى . زه باورلرم چې با لاخره به دا طريقه له منځه ولاړه شي ، كه چيرې انسانى نسل په ريښتوني توګه د انصاف او عقل په لور قدم پورته كړي بيا به ددې ځاې يو بل رواج و نيسي او هغه به دنكاح څخه لږ څّه هم مقدس نه وي خو دهغې څخه به ډيره انساني طريقه او لاره وې . په هغه وخت كې به انساني نسل دداسې ښځو او ن را ينه و څخه جوړښت موندلې وې چې يو دبل په ازدۍ به هيڅ ډول بنديزونه نه لګوي . اوس خو ن را ينه دومره خپل غرضې او ښځې دومره بې زړه دي چې دهغوې څخه يو هم د موجوده قانون نه د بل ډير شريفانه قانون غوښتنه نه شى كول . ې بلې ! په هغوې كې چې د ضمير او نيكۍ كمښت وي نو هغوې بايد په درنو زنځيرونو كې و تړل شى ».دا هغه آندونه دي چې د 1833 زيږديز كال په شاوخوا وختونو كې بيانيدل او جيورج سانډ(Sand George (هم يواځې تر همدې ځايه ولاړه او خپل دغه افكار يې اخري منطقي تومنې ته و نه شورسولاې . ددې ټولې ازاد فكرۍ او روڼ پالنې سره سره پخوانيۍ رواجي او اخلاقي تيار ې دهغې په ذهن كې څه نا څه پاتې وي . نژدې ديرش يا پنځه دريرش كاله وروسته په فرانسه كې د اديبانو ، فيلسوفانو ، ډرامه ليكونكو يو بل لښكر راپورته شو چې مشري يې الكزانډر ډوماس (Dumas Alexander (او الفريد ناكې (Nquet Alfred (كوله .
دې خلكو خپل ټول ځواك ددې فكر په خپرولو تير كړ چې «: ازادي او د ژوند نه خوند اخيستل د انسان فطري حق دې او په دې حق باندې د تهذيب او اخلاقو قيود او بنديزونه لګول په وګړي باندې دټولني تيرې دې . » ددې نه مخته د وګړي له پاره دعمل د ازادۍ غوښتنه دمحبت په نامه كيدله خو ووروسته خلكو ته يوازې دا عاطفي او جذباتي غوښتنه يوه كمزورۍ ښكاره شو. په دېخاطر هغوې د وګړيزې خپل سرۍ ، بې قيدو بنده ازادۍ او اواره ګۍ ، دعشق ، فلسفي او حكمت او تدبير د ټينګو بنسټونو د جوړولو هڅې پيل كړې . ددې د پاره چې ښځې او ن را ينه په پوره ازدۍ ، ډاډ او احساس سره هر هغه څه چې و غواړى ويې كړي اودهغوې هر كار د ټولنې له اړخه يو روا او نيك عمل و ګڼل شې .
د اتلسمې پيړۍ په اخري وختو كې پاول آدم (Adam Paul (او هنري بتايلا (Bataille Henry (پير لويې (Louis Pierne (او نورو زيات شمير اديبانو خپله ډيره ځواكمني په ځوانانو كې د جرأت په پيدا كولو كې صرف كړه تر څو پخواني اخلاقي اغيز كه لږ څه پاته هم وي په مكمله توګه له منځه يوسي .
پولي اوان په خپل كتاب (Lamour De Lamorale (كې ځوانان په دې حماقت او بې عقلۍ دزړه دخلاصه ملامتوي او وايې چې «: كله چې هغوى ( هلك يا نجلۍ ) په خپلو منځو كې د محبت اړيكې پيدا كوى نو يو دبل د قانع كولو په خاطر درواغ وايې چې ګويا دهغه په خاطر ځان وژلو ته هم تيار دې او دهغې سره د زړه نه غواړى مينه وكړي او د تل له پاره غواړي دهغه يا هغې په څنګ كې واوسي » بيا وايې :
«دا ټولې خبرې په دې خاطر كيږي چې د جسماني خوندونو دغه غوښتنه چې په فطري توګه د هريوه كس سره شتون لري پاو ه كې د ګناه يابدۍ كومه خبره هم نشته پد خو خوانيو فكرونو په بنسټ هغه معيوب ګڼل كيږي نو دهغې له پاره انسان خامخا ددرواغو د پردې تر شا دپټيدو هڅه كوي . دا د لاتيني ولسونو ستره كمزورتيا ده چې په هغې كې محبت كونكي جوړې يو بل ته په ډاګه دا څرګندول شرم بولې چې ووايې چې :
د ملاقات او ليدنو څخه ددوې موخې يوازې جسمانى غوښتنې پوره كول او خوند اخيستل دي .»
ددې نه وروسته ځوانانو ته مشوره وركوي او ورته وايې «:چې ښه پوه او معقول انسانان شي ، دخپلو غوښتنو او خوندنو د خادمانو څخه خپل معبودان مه جوړوئ ، هغه خلك ډير بې عقله او ناپوه دي چې د محبت بوت خانه جوړه كړى او بياپه هغې بت خانې كې يوازي د يوه بت عبادت كوي ، د لطف او خوند په هره ګړۍ كې د يوه نوى ميلمه انتخابول په كار دى ».
پيرلويې ( Louis Pierne ( ددې ټولو نه څلور قدمه مخته ځې او اعلان كوي چې اخلاقي بنديزونه په حقيقت كې د انساني ذهن او دماغي ځواكونو د ودي په وړاند ېخنډ جوړوي. تر څو چې هغه په مكمله توګه مات نه كړل شي او انسان د پوره ازادۍ سره د جسماني لذتونو څخه خوند وانخلي ، هيڅ ډول عقلي ، مادي ، علمي او روحاني ارتقاء شونې نه بريښې (. Louis Pierne پ ) ه خپل كتاب افروديت (Afrodite (كې په ډير كوښښ سره دد ېخبرې د ثابتولو هڅه كوې چې بابل ، اسكندريه ، روم او د تهذيب او تمدن د ټولو مركزونو د بهار ،
عروج او شباب وخت هماغه و چ ې هلته عشق ، اواره ګي او نفس غوښتنې( Licentiousness ( په خپل اوج كې وې . خو كله چې هلته اخلاقي او قانوني بنديزونه د انسان په نفسي غوښتنو باندې و لګيدل نو د غو ښتنو سره سر ه د انسان روح هم همدې بنديزونو كې را و نغښت .
پيرلويې ( Louis Pierne ( همغه وګړي دې چې په خپل وخت كې دفرانسي يو نامتو اديب ، ليكوال او د ادب د يوه ازاد مكتب لارښود و . هغه د خپل قلم ټول ځواك د لوڅوالي ، بربنډتوب اود ښځې او نارينه دازادۍ په صفت كې تير كړې .په خپل دغه كتاب كې هغه د يونان په ستانيه كې ليكي چې :
« لكه د لوڅ انسان …. پوره صورت چې مونږ يې په خپل مخكې انځورولې شو … د چا په هكله چې مذهب مونږ په دېډاډمن كړي يو چ ې هغه په خپله االله جل جلاله په خپل صورت كې پيدا كړې دې …. د يوې مقدس عصمت پلورونكي په بڼه د ټولو نازو نخرو سره يو ځاې د شل زره نندارچيانو تر مخ خپل عصمت را ښكاره كوي چ ې د شهوانى محبت اخري مرتبه ده … دا هماغه بختور اسماني محبت دېچې مونږ ټول ترې پيدا شوې … يو نه ګناه وه ، نه د شرم كوم شې و نه ناپاكه او نجسه ».و كار [)1 )ددې لفظ په پوهيدو كې غلطي و نه كړئ ددې څخه هدف هغه ښځې او نارينه دى څوك چې يو سړې يا يوه ښځه دخپلو نفسي غوښتنو د سړښت له پاره استعمالوي ] او وروسته بيا په داسې حال كې چې ټولې شاعرانه پردې او رموز يوې لورې ته ږدې او په پوره بې باكۍ سره په ډانګ پيلې توګه ليكې چې «: د يوه ځواكمن اخلاقي تعليم په واسطه ددغه مكروه فكر له منځه وړل اړين دي چې ښځې د مور په څير په هرې بڼه د شرم نه ډك ، ذليل او د شرف او عزت نه لويدلي كارهم ګڼل كيداې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *