ټولنه اوکلتور

په بشري ټولنه کې د مېرمنو حقوق

ژباړه : شريفه نرګس
د انساني فکر دردونکې سرغړونه: د درې زره کلن تاريخي لوړتياوو او ځوړتياوو، لوړو او ژورو دغه پر له پسې داستان د ځمکې د يوې سترې برخې پورې اړه لري چې پخوا د دوو سترو تهذيبونو زانګو شمېرل کېږي او اوس هم د هغه د تهذيب ډونډورې په نړۍ کې وهل کېږي. همدا ډول افسانې په مصر، بابل، ايران او څو نورو هيوادونو کې هم شتون لري او په خپله زموږ په سيمو لکه افغانستان، پاکستان او هندوستان کې هم له پېړيو پېړيو راهيسې په همدغه ډول افراط او تفريط سره شتون لري او دغه سيمې يې هم په خپل ځان کې رانغاړلې دي.
له يوه اړخه ښځه ختدمتګاره او نارينه د هغې مالک او بادار دی، هغه په کوچنيوالي کې د پلار په ځوانۍ کې د مېړه او په کونډتون کې د اولاد مملوکه وي. هغه په هندوستان کې د خاوند په خاطر د هغه له مړي سره يوځای په اور کې سوځول کېږي، د وارثت او ملکيت د حقوقو نه بې برخې شوې، په هغې د نکاح داسې سخت قوانين ور تپل شوي،چې د هغې له مخې هغه د خپلې خوښې او رغبت پرته يو نارينه ته ور حواله کېږي او بيا د خپلې اخري سلګۍ پورې د هغې له ملکيته نه شي وتلای. همدا راز هغه د يهودو او يونانيانو د ګروهو په څېر د ګناه، اخلاقي او روحاني ذلت مجسمه ګڼل کېږي او د هغې د ځانګړي شخصيت له منلو انکار کېږي،خو له بل اړخه کله چې د هغې په لور د محبت په نظر کتل کېږي نو بيا د حيواني غوښتنو لپاره د لوبو آله ګرځي. هغه د نارينه په اعصابو سپرېږي، داسې سپرېږي چې په خپله هم ډوبېږي او ټوله ټولنه له ځانه سره ډوبوي. دا د شرم د ځای عبادت کول او په عبادت ځايونو کې لوڅې مجسمې درول، دا مذهبي فحاشي (Religious Prostitutes) دا د هولي لوبې ( Holly Play) د هندوانو د رسم رواج يوه لوبه ده چې ښځې او نارينه په کې يو له بل سره يوځای نڅاوې کوي او يو په بل رنګونه شيندي او….. د دريابونو نيمې لوڅې او يا پوره لوڅې لامبوګانې آخر د کوم شي يادونه ده.؟
که چېرې دا ټول داستان په غور سره وکتل شي نو معلومه به شي چې د ښځو په هکله په غير اسلامي ټولنو کې د عدل ټکی پيداکول،هغه پوهېدل او په هغه ټينګ درېدل د انسان لپاره څومره ستونزمن ثابتېږي. د عدل نقطه دا هم کېدای شي چې له يوه اړخه ښځې ته د خپل شخصيت او وړتياوو د ودې پوره فرصت په لاس ورشي او د د دې وړ وګرځي چې د ډېرو پر مختللو صلاحيتونو سره يوځای د انساني تمدن په ارتقاء او پرمختګ کې خپله ونډه ادا کړي او له بله اړخه د اخلاقي تنزل او انحطاط ذريعه ونه ګرځي او نه د انساني تنزل لپاره د تباهۍ آله جوړه شي. بلکې له نارينه سره يوځای ورته د مرستې او بسپنې داسې لارې چارې وټاکل شي چې د دواړو ګډ عمل د تمدن لپاره ګټور ثابت شي. د عدل همدغه نقطه ده چې نړۍ يې د موندلو پسې د پېړيو پېړيو راهيسې سرګردانه ده، خو تر اوسه پورې په موندلو نه دی بريالی شوی. کله د يوې انتها په لور درومي او د انسانيت پوره نيمه برخه بېکاره، په تورو ترږميو کې پرېږدي او کله بيا د بلې انتها په لور درومي او د انسانيت دواړه برخې را يوځای کوي چې (په اصل کې يې د پرځېدو او ډوبېدو په لوري بيا يي).
اما د عدل نقطه نا پيدا نه ده او نه شتون لري، خو د زرګونو کلونو د افراط او تفريط ترمنځ د ګردش کولو په اساس د خلکو سرونه دومره ګنګس شوي چې د دې نقطې په مخته راتلو کې يې هم نه شي پيژندلای او نه په دې پوهېدلای شي چې ((اسلام)) دا هماغه مطلوب شی دی چې زموږ فطرت يې د مندلو په لټه کې و. کله چې دغه رښتيا او حقيقت ورته مخته راځي نو مخ ترې اړوي په هغې ډول ډول اوازونه کوي او د چا سره چې هغه په نظر راشي نو بيا د هغې د شرمولو هڅې کوي. د دې مثال د هغه کوچني په څېر دي چې د ډبرو د سکرو په کوم کان کې پيدا شوی وي، هملته د ځوانۍ عمر ته رسېدلی وي نو څرګنده ده چې هغه ته هماغه اوبه او هوا او هماغه توره تياره فضا يو فطري شي ښکاري؛ خو کله چې هغه له کانه د باندې را وايستل شي نو د طبيعت په پاکيزه فضا کې چې هر شي ويني،نو خامخا به يې د لومړي ځل لپاره په ليدلو له حيرانتيا سره مخ کېږي. خو انسان اخر انسان دی د هغه سترګې به د سکرو د کان د چت او له ستورو د ډک اسمان ترمنځ د توپير له محسوسولو تر کومه وخته انکار وکړای شي. د هغه سږي به تر کومه د ناولې او چټلې او د پاکې او صافې هوا ترمنځ توپير نه کوي؟
له ځينو ديني او تاريخي منابعو په نقل
نور بيا ان شاءالله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *