ټولنه اوکلتور

په بشري ټولنه کې د مېرمنو حقوق

پنځمه برخه
شريفه نرګس
نوې اروپا: کله چې په ۱۸ مه پېړۍ کې د اروپا علماوو په ټولنه کې د خلکو د حقونو په ملاتړ غږ پورته کړ،نو د هغوی په وړاندې د تمدن هماغه ناوړه نظام و،چې د مسيحي اخلاقي نظام او د ژوند د فلسفې او فيوډالي سيستم له نا پاکه مثلثه را ټوکېدلی و. په دې مثلث کې انساني روح په غير فطري زنځيرونو کې بند او د پر مختګ ټولې دروازې يې پر وړاندې تړلې وې. د دې نظام ماتولو او د نوې نظام د جوړولو لپاره چې د نوې اروپا پوهانو کوم نظريات وړاندې کړل،د هغې په پايلو کې د فرانسې لوی انقلاب منځته راغی او له هغه وروسته د غرب تهذيب او تمدن په هغو لارو روان شو چې اغېز يې تر ننه په غربي ټولنه کې تر سترګو کېږي. د دغه نوي دور په پيل سره چې د ښځينه ټولنې د را پورته کولو لپاره چې څه وشول هغه په ټولنيز ژوند خورا ښه اغېز وکړ. د نکاح او طلاق د پخوانيو قوانينو سختۍ راکمې کړای شوې. د ښځو اقتصادي حقوق چې پخوا ترې اخيستل شوي وو تر ډېره بېرته ورکړل شول. او هغه معيارونه اصلاح کړای شول د کومو له مخې ښځه ذليله ګڼل کېده. د ټولنې په هغه قوانينو کې چې په کې ښځې يوازې د وينځې حيثيت درلود، اصلاح را وستل شوه. د لوړو ښوونو دروازې يې لکه د نارينه وو په څېر پر مخ پرانيستل شوې د دې تدابيرو له مخې د ښځو هغه وړتياوې چې د کليساګانو د غلطو قوانينو او د جاهلانه اخلاقي تصوراتو په واسطه تر فشار لاندې راغلې وې بېرته وغوړېدې. هغوې خپل کورونه ښايسته کړل، په ټولنه کې يې پاکيزه والی را پيدا کړ او د عمومي رفاه لپاره يې ډېر ګټور کارونه ترسره کړل. دا ټول د هغه بيدارۍ لومړۍ مېوه وه چې د نوي تهذيب په واسطه ښځو ته ور رسېدلې وه،خو د هغو نظرياتو له متنه چې دا نوی غورځنګ را ټوکېدلی و په هغه کې د هماغه لومړۍ ورځې د افراط پر لور ميلان موجود و. په ۱۹ مه پېړۍ کې دې ميلان په ډېره ګړندۍ توګه پر مختګ وکړ او ۲۰ مې پيړۍ ته په رسېدو سره غربي ټولنيز جوړښت د بې اعتدالۍ يوې بلې انتها ته ورسېد.
د نوې غربي ټولنې دری اصول: هغه ليد چې د غربي ټولنې بنسټ پرې ايښودل شوی د دې عنوانونو لاندې يې غواړم وڅېړم.
۱- د ښځو او نارينه وو ترمنځ برابروالی.
۲- د ښځو اقتصادي خپلواکي.
۳- په تعليمي ادارو کې د ښځو او نارينه وو ترمنځ اختلاط.
هغه پايلې چې د ټولنې د جوړښت لپاره له دغو دری اصولو د نوې اروپا بنسټګرانو يې ترلاسه کول غوښتل هغه بلاخره را څرګند شول. د برابرۍ له اصله دا موخې ترلاسه شوې چې نارينه او ښځينه نه يوازې دا چې په اخلاقي پولو او انساني حقوقو کې يو له بله سره برابر دي،بلکې د تمدن په پرمختګ کې هم ښځه بايد هماغسې رول ولوبوي لکه څنګه يې چې نارينه لوبوي. اخلاقي بنديزونه دې د ښځو لپاره هماغسې نرم کړای شي لکه څنګه چې د نارينه وو لپاره نرم کړای شوي دي. د مساوات او برابرۍ دا غلط آند، ښځه د خپلو هغو فطري دندو غافله کړه چې په پايښت پورې يې د انسانيت لړۍ تړلې ده. د اقتصادي، سياسي او ټولنيزو کړچارونو د هغې شخصيت په پوره توګه په خپل ځان کې جذب کړ، په ټاکنيزو منډو ترړو، په دفترونو، کار خانو کې ماموريت، په ازادو تجارتي معاملاتو کې له نارينه وو سره مقابله، په سپورتي مسابقو کې ګډون، د ټولنې په تفريحي کړو وړو کې فعاله ونډه، د کلب، سټيج، نڅا او سرود مصروفيتونه، دا او داسې نور، د نه ويلو شيان چې په هغې يې داسې اغېز کړی چې د هغې د ازدواجي ژوند فعاليتونه، د خپلو کوچنيانو روزنه، د کورنۍ خدمت، د کورنۍ نظم او نسق او… ټول د هغې د عمل له ساحې د باندې پاتې شول،بلکې په ذهني توګه يې د خپلو اصلي او فطري مصروفيتونو او وجايبو کرکه پيدا کړه.
اوس په غربي ټولنو کې کورنی نظام چې د تمدن د بنسټ په څېر دی په ډېره بده توګه د له منځته تللو په لور روان دی. کورنی ژوند چې په سکون سره يې د انسان کړه وړه تړلي، عملاً پای ته رسېدلی دی. د نکاح ريښې چې د تمدن په خدمت کې د ښځو او نارينه وو ترمنځ د اړيکو فطري لاره ده کمزورې شوې او ان له منځه تللې ده. د نفوسو د ډېرښت مخنيوی د ولادت کنټرول، د حمل د ضايع کولو او د مور په ((رحِم)) کې د ماشوم د وژلو لارې چارې او… د اخلاقي برابرۍ يادو غلطو خيالاتو د ښځو او نارينه وو ترمنځ د بد اخلاقۍ برابري را پيدا کړې. هغه بې حيايي چې کله به د نارينه وو لپاره هم د شرم وړ وه اوس د دوی (غربيانو) په خبره په دې پرمختللي زمانه کې د ښځو لپاره بلکل د شرم وړ نه بريښي.
د ښځو اقتصادي خپلواکي هغوی له نارينه وو بې پروا کړي دي، هغه پخواني اصول چې نارينه دې يې وګټي او ښځه دې د کور نظم جوړ کړي اوس په يوې نوې قاعدې اوښتي چې ښځه او نارينه يې دواړه بايد وګټي. له دې بدلون وروسته، د دواړو ترمنځ له ((شهواني)) اړيکو پرته نورې داسې کومې اړيکې نه پاتې کېږي چې د هغې له مخې دې دوی دواړه په يوځای اوسېدو مجبور کړي. او ښکاره ده چې يوازې يادې اړيکې داسې کوم کار نه دی چې د هغې لپاره نارينه او ښځه حتماً خپل ځانونه په تلپاتې اړيکو کې را ونغاړي او يا د يوې کورنۍ په جوړښت سره ګډ ژوند پيل کړي. هغه ښځه چې خپله روزي په خپله پيدا کوي او د خپلو ټولو اړتياوو کفالت په خپله کوي او په ژوند کې د نورو مرستې ته اړتيا ونه لري نو هغه به بيا ولې يوازې د خپل تسکين لپاره د يوه نارينه پورې ځان تړي او يا به ولې په خپل ځان اخلاقي بنديزونه لګوي او ولې به د يوې کورنۍ د مسؤليت بار په خپلو اوږو اچوي؟ په داسې حال کې چې د اخلاقي برابرۍ آند د هغې له مخې ټول هغه بنديزونه لرې کړي چې هغې ته د آزادۍ د لارو په غوره کولو کې خنډ واقع کېږي؟ هغه د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره اسانه، د مزو او چړچو ډکه لاره پرانيزي او مسؤليتونو، قربانيو د دروند باره ډکه زړه او پاتې لاره له خپلولو ځان ساتي. د ګناه خيال د مذهب سره يوځای له منځه تللی، ټولنيزه وېره هم په دې اساس چې ټولنه اوس هغه د فاحشې او بد لارې ښځې په نوم نه ملامتوي، له منځه تللې، وروستی خطر چې هغه د يو حرامي بچي پيدا کېدل وو نو له هغې د ځان ساتنې لارې، د حمل د منه کولو لارې او وسايل شته؛ خو که د دې وسايلو د استعمال سره سره بيا هم حمل صورت ونيسي نو د هغه د لرې کولو په هکله هم کومه ستونزه نه پيدا کېږي او که په هغې کې هم بريا تر لاسه نه کړي نو بيا په پټه د کوچني د وژلو کار هم په ډېره اسانه توګه کېدای شي او که چېرې د مورنۍ جذبې په اساس چې “تر اوسه لا په پوره توګه له منځه نه ده تللې” کوچني د وژلو خوندي شي نو د “حرامي” بچي په ساتلو او پاللو کې هم کوم شرم نه احساسېږي، ځکه چې اوس يوازې د پيغلې او نا جايز بچي په هکله دومره تبليغات شوي چې په غربي ټولنه کې هغې ته د کرکې په نظر د کتو جرئت هم نه شي کېدای او که څوک دا جرئت هم وکړي نو د “تيار فکري” د الزام لاندې مقدمې سره مخ کېدای او ان زنداني کېدای هم شي. دا ځينې هغه موارد دي چې د غربي ټولنې د کورني نظام بنسټ يې له بيخه نړولی. نن په هر هيواد کې په سلګونو زره ځوانې ښځې يوازې ژوند خوښوي، خپل ژوند د ازادۍ له لارې پر مخ بيايي، د دوی ترمنځ يو شمېر ښځې داسې هم دي چې په عارضي توګه واده کوي خو څرنګه چې له ش… اړيکو پرته د نارينه او ښځې ترمنځ داسې کومې اړيکې نه دي پاتې شوي چې هغوی په خپلو کې د ګډ ژوند په تېرولو مجبور کړي نو په دې موخه د نکاح په تړون کې اوس کوم پايښت نه موندل کېږي او ډېر ژر د نکاح تړون له منځه ځي. ښځه او خاوند چې اوس په غربي ټولنه کې يو له بله بلکل بې پروا شوي د خپلمنځي اړيکو د مراعاتولو په هدف هېڅ ډول جوړ جاړي ته نه دي تيار،ښکاره ده چې بيا لږ اختلاف د هغوی ترمنځ د بيلتون لپاره بسنه کوي همدا علت دی چې د ډېرو ودونو پای په تفريق تمامېږي. د حمل مخنيوی، اسقاط، د اولادونو وژنه، د پيدايښت په سلنه کې کمښت د ناروا بچيانو ورځ په ورځ زياتوالی تر ډېره پورې په همدې لامل پورې تړلي دي.
بدکاري، بې حيايي او د ايډز په څېر د ناوړو ناروغيو پراختيا کې هم همدغه حالت ډېر رول لري.
اختلاط:
چې په فطري توګه د نارينه او ښځې ترمنځ شتون لري او پوره ځواکمن هم دی د دواړو ترمنځ په تعليمي او يا نورو ادارو کې د آزادنه اختلاط د اسانتياوو په برابرولو سره چټک پرمختګ کوي او په داسې يوې مخلوطي ټولنه کې په فطري توګه دا جذبه په دواړو اړخونو کې ځواکمنه کېږي. په غربي ټولنه کې د اخلاقي نظرياتو تر بدلون وروسته اوس دا کار عيب هم نه ګڼل کېږي په غربي ټولنه کې اوس هم دا د بې حيايۍ او بر بنډتوب کيفيت په خپل اوج کې قرار لري او لا هم د پرمختګ په حال کې دي. غربيان هڅه کوي چې په يو نه يو ډول دغه ناوړه دود، دستور اسلامي هيوادونو ته هم را منتقل کړي چې متأسفانه د اسلامي هيوادونو د واکمنانو د بې پروايۍ له امله غربيان تر ډېره په خپل دغه ناوړه عمل کې بريالي هم ښکاري.
د اسلامي هيوادونو د واکمنانو د ويښتابه په هيله
له بېلا بېلو ديني او تاريخي مراجعو په نقل
نور بيا ان شاءالله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *