
په بشري ټولنه کې د مېرمنو حقوق
درېيمه برخه: ژباړه – شريفه نرګس
له يونانيانو وروسته د روم ولس په نړۍ کې د عروج او سترو مرتبو ته ورسېد. دلته هم هماغسې د لوړتيا او ځوړتيا انځور زموږ مخې ته راځي چې د يوناني ټولنې په اړه مو ولوست. کله چې رومي ولس د وحشت له تيارو را ووت او د تاريخ په روښانه منظر راڅرګند شو،نو د هغوی د ټولنيز ژوند انځور دا و،چې نارينه د خپلې کورنۍ سردار دی، هغه پر خپلې ښځې او کوچنيانو د ملکيت پوره پوره حقوق لري،بلکې په ځينو وختونو کې د خپلې ښځې د وژلو واک هم لري.
خو کله چې وحشت يو څه راکم شو او په تمدن کې روميانو پرمختګ وکړ، نو که څه هم پخوانی کورنی نظام هماغسې پاتې و، د هغې په سختيو کې څه کمښتونه راغلل او تر يو ځايه پورې يې د اعتدال حالت وموند. د رومي سلطنت د عروج پر مهال که څه هم د يونان په څېر د پردې او حجاب رواج نه و،خو ښځه او ځوان نسل په کورني نظام پورې محدود کړای شوي وو. د ښځې لپاره عصمت او عفت يو ارزښتناکه څېز و او د شرافت ستر معيار ګڼل کېده. د اخلاقو معيار په يو نه يو ډول په کې پورته و.
د ښځې او نارينه ترمنځ د اړېکو شريفانه لاره نکاح ګڼل کېده. يوه ښځه هغه وخت د عزت وړ ګڼل کېده چې هغه د يوې کورنۍ مور (Matron) وي که څه هم هلته عصمت پلورونکو ښځو شتون درلود او يو شمېر نارينه وو له هغوی سره نامشروع اړيکې هم درلودلې خو د عامو روميانو په آند دا يوه ذليله طبقه وه او له هغوی سره د اړيکو ساتونکو نارينه وو ته هم په بده سترګه کتل کېدل.
د تهذيب او تمدن له پرمختګ سره سره د ښځې په هکله د روميانو په آند کې هم بدلونه راغلل او ورو ورو نکاح، کورنی نظام او د طلاقونو په قوانينو کې د پخوا پر خلاف دومره ډېر تغييرات رامنځته شول چې په رومي ټولنه کې يې پوره بدلون راوست.
نکاح يواځې د يوه قانوني تړون (Civil contract) په بڼه پاتې شوه او پايښت يې هم د دواړو لوريو ترمنځ په رضامندۍ پورې منحصر شو. د ازدواجي اړيکو مسؤليتونه ډېر ساده ګڼل کېدل، ښځو ته د وارثت او مال د ملکيت پوره حقوق ورکړل شول او قانون هغه د پلار او خاوند له واکمنۍ بلکل ازاده کړه.
رومي ښځې نه يوازې په اقتصادي توګه خپلواکې شوې،بلکې د ولسي دولت ډېره برخه د هغوی په واکمنۍ کې ورغله، هغوې به خپلو خاوندانو او نورو نارينه وو ته په زيات سود پورونه ورکول. د شتمنو ښځو مېړونه به په عملي توګه د هغوی غلامان ګرځېدل، طلاق دومره اسانه او ساده شو چې په وړو وړو خبرو به دا پيوند ماتېده.
يو مشهور رومي فيلسوف “سنيکا ۴ق م-۶۵ ق م” په ډېره کلکه توګه د روميانو ترمنځ د طلاقونو په زياتېدو اندېښنه ښکاره کوي. هغه وايي چې اوس د روم په ولس کې طلاق د شرم خبره نه ده. ښځو به د خپل عمر حساب د خپلو خاوندانو په شمېر کاوه، په هغه وخت کې به ښځو يو په بل پسې څو څو ودونه کول (مارشل ۴۳ز-۱۳۰ز) د يوې ښځې يادونه کوي چې لس مېړونه يې کړي وو. (جودنيل ۶۰ز-۱۳۰-ز) بيا د يوې ښځې يادونه کوي چې په پنځو کلونو کې يې اته مېړونه بدل کړل. (سنټ جروم۳۴۰ز-۴۲۰-ز) بيا د يوې ډېرې هنرمندې حالات څرګندونه کوي چې په وروستي ځل يې دېرشم مېړه کړی و او دا بيا د هغه د دېرشم مېړه يوويشتمه ښځه وه، په هغه وخت کې د ښځې او نارينه ترمنځ له نکاح پرته اړيکې ساتل شرم نه ګڼل کېده ان تر دې چې د اخلاقو سترو سترو مربيانو هم نامشروع اړيکې يو معمولي څېز ګاڼه.
(کاټو Cato) چې په (۱۸۴ز کال کې په روم کې د اخلاقو محتسب ټاکل شوی و په ښکاره توګه به يې د ځوانانو د بېلارېتوب هڅې کولې او په افتخار به يې ويل چې زما دغه ناوړه کړنې د رومي تهذيب د پرمختګ لامل ګرځي.
ان تر دې خبره خرابه وه چې د (Epictetus) فلسفيانو هم چې د سختو اخلاقي اصولو د سپارښتنو په تړاو يې ګڼ کتابونه ليکلي هم يې له دې وبا ځانونه ونه ساتلی شو او خپلو پيروانو ته يې اجازه ورکړه چې پرته له نکاح کولی شي غير مشروع اړيکې وساتي.
هغه وخت چې د اخلاقو او معاشرت اړيکې او بند دومره کمزوری شو نو بيا په روم کې د شهوانيت، لوڅوالي او فواحشو سيلاب راغی، په تياترونو کې بې حيايي او لوڅوالی پيل شو. لوڅ او بربنډ انځورونه د هر کور د ښايست لپاره اړين وګڼل شول. د غير مشروع اړيکو بازار دومره اوج ته ورسېد چې د قيصر (ټائبيزئس ۴۱ز-۳۷-ز) د واکمنۍ پر مهال د عزتمندو کورنيو ښځو ته له فحاشۍ د مخنيوي په موخه قوانين جوړ شول.
د (Flora) نومې لوبه د روميانو ترمنځ ډېره مشهوره وه، ځکه چې په دې لوبه کې به نيمه بر بنډو ښځو د څغاستې مقابله کوله، په رومي ورځپاڼو او مطبوعاتو کې به لوڅ انځورونه او د فحشاو په هکله ليکنې پرته له کومې ستونزې خپرېدې (کټ مټ لکه نن چې په غربي دنيا کې د مطبوعاتو ټوله هڅه داده چې څنګه خلک فحشا ته سوق کړي)
او په عوامو او خواصو کې به هماغه ادب ډېر مقبول و چې په کې د استعارې او کنايې پرده نه ساتل کېده.
د حيواني غوښتنو په مقابل کې د سر ټيټولو وروسته د روم د عظمت او لويۍ قصر داسې پر ځمکه را پرېوت چې يوه خښته يې هم پر ځای پاتې نه شوه.
مشهورو رومي فليسوفانو د رومي سلطنت د سقوط اصلي لامل بې حجابي، ښځو ته ډېره ازادي ورکول او اختلاط ګڼلي دي.
له بيلا بيلو ديني او تاريخي مراجعو په نقل
نور بيا ان شاءالله