ټولنه اوکلتور

په بشري ټولنه کې د مېرمنو حقوق

دويمه برخه:
ژباړه : شريفه ـ نرګس
ښځه په بېلا بېلو وختونو کې، که څه هم دلته دومره ځای نشته چې موږ د تاريخ زيات مثالونه په تفصيل نقل کړو،خو د خپلې ادعا د ثبوت په موخه د درې څلورو مثالونو يادول اړين ګڼو.
((يونان))
په پخوانيو ولسونو کې چې کوم تهذيب او تمدن ډير ځلانده ښکاري هغه د يو ناني ولس تهذيب او تمدن دی. د دې قوم په لومړنيو وختونو کې هم د اخلاقي آند له مخې او هم د قانوني حقوقو او ټولنيزو اړيکو په اړوند، بلکې له هره اړخه د ښځې حيثيت يو لويدلې حيثيت و. په يوناني خرافاتو کې يوه خيالي ښځه پانډورا (pandora) همغسې د ټولو انساني بدبختيو بنسټ ګڼل کيده لکه څنګه چې په يهودي خرافاتو کې بي بي حوا “عليها السلام” ګڼل کېږي.
د انسانانو د مور بي بي حوا عليهاالسلام په هکله د عبثو او بې هوده افسانو د خپرولو پر بنسټ چې د يهودي او عيسوي ولسونو پر کړچار کومه زښته زياته اغېزه شوې او ترڅنګ يې قانون، اخلاق او ټولنيزې اړيکې تر کومې ناوړه اغېزې لاندې راوستي له هيچا څخه پټ نه دي پاتې. نږدې همداسې اغېزې د “پانډورا” کيسو او افسانو د يو ناني ولس پر افکارو هم کړی و. د هغوې په فکر کې ښځه يو ذليل مخلوق و.
د تمدن د پرمختګ په لومړيو وختونو کې دغه کړنلاره تر يوه وخته پورې پر خپل ځای وساتل شوه، د تهذيب او پوهې رڼا يوازې همدومره اغېزه وکړه، چې د ښځې قانوني حيثيت پر خپل ځای پاتې شو، البته په ټولنه کې ورته يو څه لوړه درجه ورکړل شوه. هغه د يوناني کور نيمه ملکه وه، د هغې د کړنو دايره يوازې د کور تر ديوالونو محدوده پاتې شوه او په دې پولو کې هغې ته که څه هم بيا پوره اختيار ور نکړل شو؛ خو د هغې ابرو او عصمت ته ډير د قدر په سترګه کتل کيدل. د عزتمندو يونانيانو د کورونو په ښځو کې د پردې کولو رواج دود شو، د هغوې ښځې به د ښځو او سړيو په ګډو محفلونو کې نه راټوليدلې او نه به د خلکو ترمخ د ځان ښودنې په پار د باندې راوتلې. د نکاح په واسطه له يوه نر سره د ښځې يوځاي کيدل د ښځې لپاره د شرافت او عزت مقام و. برعکس د يوې نا پاکې ښځې په توګه اوسيدل ورته د ذلت او رسوايۍ موجب ښکاريدل. دا د هغه وخت حال دی چې يوناني ولس پوره ځواکمن و او په پوره ځواک سره يې د پرمختګ پر لور ګامونه اخيستل.
که څه هم په هغه وخت کې اخلاقي نيمګړتياوو شتون درلود خو هغه ټولې په خپلو حدودو کې را نغښتې وې. له ښځو څخه چې د اخلاقي پاکوالي او عصمت ساتلو کومه غوښتنه په يوناني ټولنه کې کېدله،بالعکس له نارينه وو څخه بيا نه کيدله. نه له نارينه وو څخه دغسې غوښتنه کيده او نه له هغوی څخه لږ تر لږه د غسې هيله کيدله چې هغوی دې هم پاک ژوند ترسره کړي. بې عصمته ښځې د يوناني ټولنې يوه نه جلا کيدونکې برخه وه او له داسې ښځو سره د نارينه وو اړيکې ساتل کوم بد کار نه ګڼل کېده. بالاخره د يونان پر ولس د نفسي خواهشاتو، عيش او شهوانيت غلبه پيل شوه او په هغه دور کې بې پت پلورونکو ښځو ته هغه مقام ورکړل شو چې تر اوسه يې په انساني تاريخ کې نمونه نه ليدل کيږي. د عصمت پلورلو مرکزونه د ټولنې د ښکته او پورته طبقو د خلکو د راټوليدو ځايونه وګرځيدل. فلسفيان، شاعران، تاريخپوهان، د ادب او د علم د محفلونو ستوري شول،بلکې ډير ستر ستر سياسي معاملات او راکړه ورکړه هم د همدوی په شتون کې ترسره کيدله.
د ولس د ژوند او مړينې تر پريکړو پورې د تړلو مهمو مسائلو د حل له پاره د هغو ښځو رايو ته ډير زيات اهميت ورکول کيده چې دوه شپې يې هم له يوه نارينه سره په وفادارۍ نه ترسره کولې. د ښايست او حسن پالنې شوق او ذوق په يوناني ولس کې د شهوانيت اور نور هم تازه کړ. هغوي چې د خپل دې ذوق څرګندونه په کومو مجسمو يا د هنر په بربنډو او لوڅو نمونو کې کوله همغې د هغوي شهوانيت ته نوره هم هوا ورکوله. ان تر دې چې د هغوی له افکارو څخه دا خبره بالکل ووتله چې شهوانيت او شهوت پالنه هم کوم بد کار ګڼل کيږي. د هغوي اخلاقي معيار دومره را ولويده چې د هغوی لوی لوی فلاسفه وو او د اخلاقو مربيانو هم زنا او فحش کوم خراب کار نه باله. په عامه توګه په يوناني ولس کې نکاح غير ضروري مسئله وګرځيده. او له نکاح پرته د نر او ښځې اړيکې ساتل يو معقول کار ګڼل کيده چې د پټو لو له پاره يې هيڅ اړتيا نه ليدل کيده. د هغوي مذهب هم د هغوي د حيواني غوښتنو په مقابل کې ماته وخوړه.
د (کام ديوي Aphrodite) پالنه او بندګي په ټول يونان کې پيل شوه او د هغې داستان يې په خپلو خرافاتو کې داسې جوړ کړې و چې: کام ديوي په داسې حال کې چې يوه ديوه “ديوتا” ښځه وه له نورو درې ديوتاګانو سره يې هم اشنايي کړې وه. ترڅنګ يې يو فاني انسان هم له دې سره “روحاً” په يوځاي کيدو کې برخمن و. د دې له نس څخه د محبت “ديوتا” (کيوپډ) را پيدا شو چې پيدايښت يې د دې ښځې او د هغې د عاشقانو د عشق پايلې وې. دا ښځه د دې قوم معبوده وګرځېده.
نو تاسې اوس ووينئ چې يو ولس چې دغه ډول فاحشه او بدکاره ښځه نه يواځې د خپل ځان لپاره معيار او نمونه وګرځوي بلکې د معبوديت او پالنې تر پوړيو يې هم ورسوي،نو د هغه قوم اخلاقي معيار او پستي به تر کومو پولو رسېږي.
دا د اخلاقي زوال هغه اندازه ده چې په کې له ورغورځېدو وروسته يې هېڅ قوم بيا سر نه شي را پورته کولای. په هندوستان کې ((بام مارګ)) او په ايران کې د ((مزدوکيت)) راڅرګنديدل د همداسې انحطاط په وخت کې شوي. په بابل کې فحاشۍ ته د مذهبي تقدس درجه په همداسې حالاتو کې ورکړل شوه چې له هغې وروسته په نړۍ کې د ((بابل)) نوم د تيرې زمانې له افسانې پرته په بل کوم حيثيت باندې نه اورېدل کېږي کله چې په يونان کې د ((کام ديوي)) عبادت پيل شو،نو قحبه ((زنا)) ځايونه په عبادتخانو بدل شول.
فاحشې ښځې معبودانې وګرځيدلې او زنا پرمختګ وکړ او د يوه مقدس مذهبي فعل پوړۍ ته ورسيده. د همدې شهوت پالنې يو بل اثر دا و چې په يوناني ولس کې د (حضرت لوط عليه السلام) د قوم په څېر وبا خپره شوه. او مذهب او اخلاقو ورته ښه راغلاست ووايه. د “هومر او هيلوډ” په وخت کې د دې فعل نوم هم نه و،خو د تمدن او پرمختګ ترڅنګ چې کله د هنر او د جمال د ذوق (Aesthetics) تر نامه لاندې د بې حجابۍ، بربنډتوب او د نفس د خوندونو د بندګۍ ستايل پيل شول نو شهواني جذبې تر دې پولو پورې ورسيدلې چې له فطري لارې نه په اوښتلو سره يې يو ناني ولس په غير فطري لاره د خپل شهواني سکون پوره کولو ته وهڅاوه.
هنر پوهانو خپله دغه جذبه د لوڅو مجسمو په جوړولو راښکاره کړه. د اخلاقو مربيانو ورته (( د دوو وګړو ترمنځ د دوستۍ د ټينګولو)) نوم ورکړ. له ټولو د مخه هغه دوه يونانيان چې د دې وړ وبلل شول چې هيوادوالو ته يې يادې مجسمې جوړې کړې ((هر موډليس او ار سټوګيټين)) و،چې ترمنځ يې د مينې په نامه غير فطري اړيکو شتون درلود. د تاريخ له مخې له دې دورې څخه وروسته يوناني ولس ته بل کوم داسې دوران بيا نه دی ور په برخه شوی.
دلته بايد يوه کوچنۍ تبصره وکړم هغه دا چې د يونان په ګډون په زيات شمېر اروپايي هيوادونو کې د نارينه وو ترمنځ د غير فطري اړيکو شتون اوس قانوني بڼه نيولې ده او غربيان هڅه کوي چې په يو نه يو ډول دغه مرداره لړۍ اسلامي هيوادونو ته هم را وغځوي او دلته هم دغه غير فطري دود ((لواطت)) عام او مسلمان ځوانان بې لارې کړي زموږ حکومتونه، داعيان او په ټوله کې د مسلمانې ټولنې هر غړي مکلفيت لري چې د غربيانو شومو دسيسو ته متوجه و اوسي او پرې نږدي چې غربي رسنۍ چې د خپلو هيوادونو هر اړخيز ملاتړ ورسره دي مسلمان ځوانان او پيغلې بې لارې کړي.
له مختلفو ديني او تاريخي منابعو څخه…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *