ټولنه اوکلتور

په بشري ټولنه کې د مېرمنو حقوق

شلمه برخه
شريفه نرګس
ولسي ځان وژنه : نفس پالنه ، له ازدواجي مسئوليتونو څخه كركه او نفرت ، له كورني ژونده بېزاره كېدل او د ازدواجي اړيكو نه پايښت ، ښځه له خپلې فطري مورنۍ جذبې ډېره لرې كړې چې په نسواني جذباتو كې له ټولو اشرفه اواعلي روحانې جذبه ده او پايښت يې نه يوازې د تمدن او تهذيب لپاره اړين دی،بلكې دانسانيت پايښت هم په همدې جذبې كې را نغښتی دی.
د حمل منع كول ، د حمل اسقاط او دكوچنيانو وژل د همدغې جذبې له مړينې نه را پيدا كېږي. د حمل د منعې كولو معلومات له ټولو قانوني بنديزونو سره سره په امريكا كې د هر ځوان هلك او هرې ځوانې نجلۍ په واك كې شته.
د حمل د منع كولو درمل او وسايل په پوره آزادۍ سره په درمل پلورنځيو او دوكانونو كې پلورل كېږي . عامې ازادې ښځې خو پرېږده ، د لېسو او او پوهنتونو شاګردانې هم دغه الات او درمل تل له ځانه سره ساتي .قاضي ((لينډ سي)) په دې هكله ليكي،چې : د يوې ليسې ۴۹۵كمه عمره نجونو په خپله ماته اقرار وكړ چې هغوی له هلكانو سره جنسي اړيکې تجربه كړي دي. د هغوی له ډلې يوازې۲۵ نجونې داسې وې چې حمل يې په ګېډه شوی و. په پاتې نجونو كې ځينې اتفاقاً خوندي پاتې شوې وې . ليكن زياتو د حمل د منع كولو په هكله اغېزمن تدبيرونه نيولي وو. د حمل د منع كولو په هكله د هغوی پوهه دومره زياته ده چې عام خلك يې له پوهېدو عاجز دي
پېغلې يا ناواده شوې نجونې دا تدبيرونه په دې خاطر استعمالوي چې د هغوی په آزادۍ كې كوم خنډ پيدا نه شي. واده شوې ښځې په دې خاطر له هغې نه ګټه پورته كوي چې د كوچني د پيدا كېدو په خاطر نه يوازې پر هغوی د روزنې او ښوونې بار بارېږي،بلكې له مېړه څخه د طلاق او بېلتون د اخيستو په وخت كې هم دا لوی خنډ ګرځي . دې ډول ښځو په دې خاطر له موروالي نفرت پيدا كړی چې له ژونده د پوره خوند اخيستلو لپاره هغوی ته له جنجال نه د خوندي پاتې كېدو اړتيا ده او د دې تر څنګ دكوچني په پيدا كېدو سره د هغوی په ښايست كې هم توپير را پيدا كېږي.
په هر صورت لاملونه چې هر څه دي خو د ۹۰ سلنو ښځو او ميړونو ترمنځ اړيكې داسې دي چې د هغې فطري پايلې ( له حمل منع كول ) د همدې وقايوې تدابيرو له لارې صورت نيسي او پاتې ۵ سلنه بيا داسې پېښې دي چې هلته اتفاقاً حمل صورت نيسي د هغوی لپاره بيا د اسقاط او دكوچنيانو د وژلو لارې پرانيستي دي .
((لينډسي)) وايي چې: [ په امريكا كې لږ تر لږه هر كال۱۵لكه كوچنيان د حمل د اسقاط له لارې ضايع كېږي او په زرګونو نور كوچنيان له پيدا كېدو وروسته وژل كېږي]( ۲۲۰م مخ)
دانګلستان حالت : زه نه غواړم دغو غمناكو پېښو ته نور هم تفصيل وركړم خو مجبوريم چې په دغې برخه كې ((د جارج رائلي سكاټ)) د كتاب (A History of Prostitution )] د فحشاء له تاريخ ] نه څو اقتباسات را واخلم د دې كتاب ليكونكی په خپله انګليس دی. هغه د خپل هيواد د اخلاقي حالت انځور په دې ټكو كې وړاندې كوي [.يو ډول هغه ښځې دي چې ژوند يې په دې پورې تړلی چې د خپل وجود په كرايه وركولو سره ځانته روزي و ګټي.له دوی نه پرته زيات شمير نورې ښځې دي او شمېر يې ورځ په ورځ زياتېږي ، چې د ژوند د اړتياوو د لاس ته راوړلو په خاطر نورې لارې لټوي او تر څنګ يې فاحشه توب او زنا هم كوي، تر څو په خپل عايد كې ډېروالی راوړي . دا له كسبګرو فاحشو څخه څه ډېر توپير نه لري خو هغوی په دغو نومونو نه نومول كېږي ، موږ دا ډول ښځو ته غيركسبګرې فاحشې Prostitution Amateurويلی شو . د دغو شوقي يا غير كسبګرو فاحشو ډېرښت نن سبا دومره ډېر دی چې په تاريخ كې هېڅكله هم دومره نه و . د ټولنې له ښكته طبقې نيولې تر پورته طبقې پورې ټولې ښځې په كې شاملې دي . كه چېرې د غو معزوزو ښځو ته په كومه كنايه كې هم فاحشه وويل شي، نو دوی د اور سكروټه شي، خو د هغوی په دغه نارضايت باندې حقيقت نه شي بدلېدای . په هر حال حقيقت همدا دی چې د هغوی او نورو د فاحشو تر منځ په اخلاقي معيار كې هېڅ توپير نه شته . اوس د يوې ځوانې نجلۍ لپاره بد چلني او بې باكي د فيشن حيثيت لري او د سيګرټو څكول ، ترخه شراب استعمالول ،په شونډو سرخي لګول ، د جنسي اړيكو او د حمل د مخنيوي په هكله د خپلې پوهې څرګندول ،په فحش ليكنو بحث او خبرې كول دا ټول شيان د همغه فيشن له ډلې شمېرل كېږي . همدا راز د داسې ښځو او نجونو شمېره ورځ په ورځ زياتېږي چې له واده وړاندې، پرته له كومې ستونزې،صنفي اړيكې جوړوي او هغه نجونې ډېرې په سختۍموندل كېږي چې د كليسا په وړاندې د نكاح د وفا د تړون په وخت كې په سمه معنی پيغله پاتې شوې وي.
ليكوال لږ څه مخته ځي او ليكي چې [: له هر څه وړاندې د ارايش شوق ووينئ چې د هغه له امله په هره نجلۍ كې د نوي فيشن د قيمتي كاليو او ښايست د زياتوالي مختلف ډوله سامانونو د رانيولو حرص را پيدا شي دا د هغې بې بندو باره فاحشه ګرۍ په وسايلو كې له ټولو لوی لامل دی،هر هغه څوك چې ليدونكې سترګې ولري،نو په اسانۍ سره كتلی شي چې هغه په سلګونو او زرګونو نجونې چې هره ورځ د هغوی تر سترګو كېږي عموماً دومره قېمتي كالي اغوندي چې د هغې خپل جايز معاش او مزدوري په هېڅ صورت د هغې د دا ډول قېمتي لباس بار نه شي پورته كولی. نن دا خبره همدومره سمه ده څومره چې نيمه پېړۍ مخته سمه وه،چې نارينه د هغوی لپاره كالي اخلي، خو فرق يې دادی چې هغه وخت به هغه سړی، د هغوې پلار ، ورور يا مېړه و او اوس د هغې پر ځاې څه نور خلك دي. د دغه ډول حالاتو په را پيدا كېدو كې د ښځو ازادي هم پوره پوره دخيله ده ، له تېرو څو كالو راهيسې پر نجونو د والدينو كنترول تر دې حده كم شوی،چې ازادي يې۳۰ – ۴۰ كاله پخوا هلكانو ته هم ور په برخه نه وه،خو نن نجونو ته ورپه برخه شوې ده . يوبل مهم لامل چې په ټولنه كې په پراخه پېمانه د جنسي خپلسرۍ د خپرېدو سبب شو ، دادی چې ښځې په مخ په زياتېدونكې توګه په تجارتي كاروبار ، دفتری دندو او نورو ډول ډول كارونو كې ورننوځي او هلته شپه او ورځ له نارينه وو سره د خلط ملط كېدو موقع په لاس ورځي . دې كار د ښځو او نارينه وو اخلاقي معيار ډېر را ښكته كړی او تر څنګ يې د نارينه وو د اقدام په وړاندې د ښځو د مزاحمت ځواك هم ډېر را كم كړی او د دواړو صنفونو شهواني اړيكې يې له ټولو بنديزونو آزادې كړې دي . اوس د ځوانو نجونو په ذهن كې د واده او پاكيزه ژوند تصور هم نه شته . ازادانه خوشحاله وخت تېروي چې پخوا به يواځې خپلسري نارينه ورپسې ګرځېدل اوس هره نجلۍ په هغې پسې منډې ترړې وهي. پېغلتوب او بكارت ته د يو ارتجاعي آند په سترګو كتل كېږي او د نوې زمانې نجونې خو هغه يو مصيبت ګڼي . د هغوی په آند د ژوند خوند په دې كې را نغښتی چې د ځوانۍ په دوران كې د نفس د خوندونو جام ښه په ډك زړه وڅښل شي . د همدې شيانو د لټون په خاطر هغوی د نڅا ځايو د نائيټ كلبونو ، د هوټلونو او چای خوړلو د ځايونو شاوخوا ګرځي را ګرځي او په همدې ارزو هغوی له يوه ناپېژندل شوي سړي سره د هغه په موټر كې چكر وهلو ته هم تيارې وي . يا په بل عبارت هغوی په خپله د خپل نفس له غوښتنې سره سم خپل ځان داسې يو چاپېريال ته رسوي چې جنسي جذبه نوره هم را وپاروي او بيا چې د دوې كومې طبيعي زبيښې دي له هغو نه دوی وېرېږي هم نه، بلكې هغو ته ښه راغلاست هم وايي .
پرېكنده پوښتنه : زموږ د هېواد په ګډون په ګڼو نورو شرقي هېوادونو كې هم چې كوم وګړي د پردي ممانعت كوي، نو د هغوی په وړاندې په حقيقت كې د ژوند همدغه ياد شوی انځور موجود دی همدغو ژوند ځلاندو وړانګو د هغوى حواس اغېزمن كړي دي. د همدغو افكارو اخلاقي اصولو او مادي او حسي ګټو او خوندونو روښانو اړخونو د هغوی په زړه او دماغ پنجې خښې كړې دي . په دې خاطر هغوی له پردي نه كركه او نفرت كوي . سره له دې چې د دوی اخلاقي فلسفه له هغې غربي اخلاقي فلسفې سره توپير لري چې دوی پرې ايمان لري او عملاً د هغې ګټو او لذتونو د ترلاسه كولو په مخ كې خنډ وي چې دې وګړو د خپل ځان لپاره هدف ټاكلی.اوس دا پو ښتنه چې د ژوند د دغه انځور د تياره اړخ يعنې د هغه د عملي زبېښو د منلو لپاره هم دا وګړي تيار دي او كه نه ؟ نو په دې خبره كې د هغوی تر منځ يووالی نه شته ، يوه ډله په دغو زبېښو پوهېږي او د هغو منلو ته هم تيار دي. د هغوی په وړاندې په حقيقت كې دا د غربي ژوند يو روڼ اړخ دی نه تياره اړخ. يوه بله ډله دا تياره ګڼي او د هغې د پايلو منلو ته تيار نه دي. مګر د هغې په هغه ګټو يې زړونه له لاسه وركړي چې له دې ډول ژوند سره تړلي دي . درېيمه ډله بيا په دې افكارونه پوهېږي او نه يې له پايلو واقفيت لري او نه په دې خبره غور كوي چې د دې افكارو او د هغو د پايلو ترمنځ څه ډول اړيكې شتون لري.هغوی يوازې هماغه كار كوي چې په نړۍ كې يې رواج موندلی وي.دغه درې واړه ډلې په حقيقت كې دومره سره را نږدې شوې او را نښتې چې د خبرو او بحث په وخت كې ډېر وخت دا توپير نه شي كېدای چې زموږ مخاطب په كومې ډلې پورې تړلی دی. د همدغه اختلاط پر اساس غلطه څېړنه مخته راځي.په دې خاطر دې ته اړتيا ده چې دا درېواړه ډلې يوه له بلې جلاكړای شي او ورسره د هغوی د حيثيت په اندازه خبره وشي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *