ټولنه اوکلتور

په بشري ټولنه کې د مېرمنو حقوق

شريفه نرګس
شپاړسمه برخمه
د جسماني ځواكونو ځوړتيا : د شهوانيت د دې تسلط لومړنۍ پايلې دا شوې چې د فرانسويانو جسماني قوتونه ورو ورو د تنزل او ځوړتيا په لور روان شول . د فرانسې د ولس اعصاب د تلپاتې هيجانونو په پايلو كې كمزوري شول . د بدني غوښتنو غلامي په هغوی كې د زغم ځواك ډېر زيات كمزوری كړ او د خبيثه ناروغيو توپان د هغوی په روغتيايي حالت ډېر بد اغېز وكړ. د شلمې پېړۍ په پيل كې يې حال دا و چې د فرانسې عسكري قومندانانو هر كال د نوي عسكرى خدمت كوونكو د غوره كولو لپاره د وضع كړای شويو جسماني شرايطو كې كمښت راوست . ځكه چې په ځوانانو كې د اهليت هغه لومړني معيارونه ورو ورو كمېدل . دا د ترماميټر په تو ګه يوه ښه پيمانه ده چې موږ ته څرګندوي چې د فرانسوي ولس بدني ځواكونه په تدريجي ډول د ځوړتيا او تنزل په لور روان دي او خبيثه ناروغتياوې د دې تنزل يو مهم سبب دې
د لومړنۍ سترې جګړې په لومړنيو دوو كلونو كې چې يوازې د سوزاك د ناروغۍ له امله چې كومو عسكرو ته په شفاخانو كې د داخلېدو لپاره پاڼې وركړل شوې وې د هغوی شمېره ۷۵۰۰۰ كسانو ته رسېده . يوازې په يوه منځنۍ درجه عسكري قشله كې نژدې ۲۴۲ تنه عسكرو په دغه خبيثه ناروغۍ ككړ وو. اوس يوې خواته د وخت دا حساس پړاو ووينئ چې د فرانسې ولس د ژوند او مرګ په كشمكش كې اخته و او د خپل وجود د پايښت لپاره يې د دې عسكرو په خپله خاوره ځارېدو ته اړتيا درلوده، يوې يوې روپۍ دعوت د خپلواكو رسنيو مركز ډېر ارزښت درلود . د وخت ، ځواك او وسايلو ډېره برخه بايد له هيواد څخه په دفاع كې مصرف شوې وای خو له بله اړخه د دې ولس ځوانانو ته وګورئ چې څومره زره وګړي د دې عياشۍ پر اساس نه يوازې دا چې څو څو مياشتې بېكاره پراته وو،بلكې د خپل قوم دولت او وسايل يې په دغه ارزښتناكه وخت كې په خپل علاج لګول.د يو فرانسوي ډاكټر وينا ده چې په فرانسه كې هر كال د سوزاك او د هغې نه د را پيدا شويو ناروغيو له امله ۳۰ زره تنه مړه كېږي . دا يوازې د يوې خبيثه ناروغۍ حال دی په داسې حال كې چې د خبيثه ناروغيو لړليك په يوه ناروغۍ نه را لنډېږي.
د كورني ژوند بربادېدل : د دې كاواكه شهوانيت او خپلسرۍ د عام رواج موندلو پر بنسټ د فرانسې په ولس يو بل مصيبت راغی او هغه د كورني نظام بربادېدل و . كورنی نظام د ښځې او نارينه تر منځ د هغو تلپاتې اړيكو له مخې جوړښت مومي چې نوم يې نكاح ده . د دې اړيكو پر بنسټ د وګړو په ژوند كې سكون ، ارامتيا ، استقلال او ثبات را پيدا كېږي او همدغه نكاح د هغوی وګړيز ژوند په ټولنيز ژوند تبديلوي . د انتشار او ګډوډيو ميلان تر پښو لاندې كوي او انسان د تمدن لپاره د يوه ښه خدمتګار په څېر وړاندې كوي . د همدغې نظام په چاپېريال كې د مينې ، محبت ، امن او ايثار پاكه او پاكيزه فضا را پيدا كېږي چې په هغې كې په نويو نسلونو كې سم اخلاق ، سمه روزنه، ښې تعميري خونې او خاصيت وده كوي،خو كله چې د نارينه او ښځې د ذهن او فكره د نكاح آند او فكر بلكل لرې كړل شي او د هغوی تر منځ جنسي اړيكې يوازې او يوازې د شهوانيت د جذبې د مړه كولو اخوا بله كومه موخه او هدف و نه لري،نو بيا هلته داسې نظام جوړښت نه شي موندلی او كه جوړ هم شي پايښت نه مومي . ځكه چې هلته په ښځو او نارينه و كې دا صلاحيت بلكل پاتې كېدای نه شي چې د ازدواج د مسئوليتونو ، حقوقو او فرايضو د اخلاقي پولو بار په خپلو اوږو پورته كړي. د هغوى د ذهني او اخلاقي كيفيت او څرنګوالي اغېز داسې وي چې د هر نسل روزنه له بله خرابه پر مخ ولاړه شي . په وګړو كې ځان غوښتنه او خپلسري تر دې ځايه وي چې د تمدن شيرازه د يوې مخې خوره وره كړي په خلكو كې تلون او ښكته پورته كېدل دومره ډېر شي چې په كورني سياست او بين المللي اړيكو كې هم ثبات له لاسه وركړي . دكورني سكون د نه پيدا كېدو له امله د وګړو ژوند ورځ په ورځ تريخېږي او يو تلپاتې اندېښنې د هغوی ارامتيا او سكون د تل لپاره له منځه وړي دا د نړيوال جهنم هغه عذاب دی چې انسان د خپلو احمقانه او بې عقله لذت غوښتنو پر اساس په كې ځان پخپله را نغاړي. په فرانسه كې هر كال په منځنۍ توګه په زرو كې يوازې اووه يا آته ښځې او نارينه د واده له لارې خپلې اړيكې جوړوي . دا سلنه دومره كمه ده چې هر څوك ترې دا اندازه كولای شي چې څومره خلك له واده نه پرته په خپلو كې سره ژوند كوي . بيا نو دومره كوچنی شمېر چې نكاح كوي له هغوی ډېر لږ داسې خلك دي چې په پاكلمنۍ سره ژوند تېروي.او د پاك اخلاقي ژوند په نيت نكاح كوي،خو د همدې يوې موخې نه خو نورې شونې موخې هم د هغې مخې ته پرتې وي . آن تردې چې له همدې موخو يو دا وي چې له واده وړاندې چې كومې ښځې كوم ناجايز كوچنی زېږولی وي هغه هم د نكاح په كولو سره جايز وګڼل شي لكه چې پول بيرو ليكي : [د فرانسې دكار ګرانو د طبقي يا (Class Working ) حال دا دی چې له نكاح نه مخكې ښځه له خپل مېړه دا وعده اخلي چې د هغې(پخوانې نا جايز اولاد به) خپل اولاد ګڼي. ] په ۱۹۱۷ كې د(Seine ) په محكمه كې يوې ښځې دا وينا وكړه چې ((ما د وادوه په وخت كې خپل مېړه په دې خبر كړی و چې له دې واده څخه زما موخه دا ده چې د نكاح تر مخه چې د ازادانه اړيكو له شتون له مخې زما څه كوچنيان پيدا شوي هغه ټول حلال او جايز و ګڼل شي . پاتې شوه دا چې زه له هغې سره كورنی ژوند وكړم، نو دا كار هغه وخت زما په ذهن كې و او نه اوس شته . پر دې اساس په كومه ورځ چې موږ واده وكړ په همغه ورځ په پنځه نيمو بجو زه له خپل خاونده بېرته جلا شوم او تر نن ورځې پورې مې بيا ورسره نه دي كتلي،ؤدا ځكه چې زه د واده د مسئوليتونو د پورته كولو نيت او اراده نه لرم. د فرانسې د يوې مشهور پوهنځي مدير د پول بيرو په حواله ويلي چې عموماً ځوانان په نكاح كولو كې يوه موخه لري،هغه دا چې په كور كې دې هم يوه وينځه خادمه ولري . لس دوولس كاله هغوی هر لوري ته د مزو او عياشيو ستومانه را ګرځي بيا داسې يو وخت راځي چې د دې بې بندوباره او خپلسري ژونده ستړتيا احساسوي نو بيا له يوې ښځې سره واده وكړي تر څو د كور سكون او ارام هم تر يوه حده پورې تر لاسه كړای شي او تر څنګ يې زادنه شوق هم له لاسه ورنه كړي. په فرانسه كې له واده شويو ښځو سره زناكول كوم ناوړه او كركجن عمل نه دی. كه څوك د نكاح كړې ښځې تر څنګ بله ملګرې ( معشوقه ) هم ولري نو هغه ته د دې خبرې د پټولو اړتيا نه شته او ټولنه دغه كار يو معمولي او متوقع كار ګڼي . په دې حالاتو كې نكاح دومره كمزورې ده چې په وړو وړو خبرو ماتېږي او له منځه ځي . ډېر وختونه د هغې عمر له څو ګړيو ډېر نه وي لكه چې د فرانسې يو معزز وګړى چې څو ځله يې د وزارت منصب هم سنبال كړي د خپل واده پنځه ساعته وروسته يې له خپلې ښځې طلاق واخيست . داسې كوچنۍ كوچنۍ خبرې د طلاق او جدا كېدو سبب كېږي چې په اورېدو يې انسان ته خندا ورځي . د نمونې په توګه كه د دواړو څخه يو په خوب كې خراټې كوي يا يو د بل سپې نه خوښوي [او يا يو د بل د تلويزيون پروګرام نه مراعاتوي ] نو دا هم د طلاقو سبب كيدای شي . د سين (Seine ) محكمې يوځل په يوه وار او په يوه تاريخ ( ۲۹۴ ) نكاح ګانې ماتې كړې كله چې په ( ۱۸۴۴ ز ) كال كې د طلاقو نوې قانون جوړ شو ( ۴۰۰۰ ) جوړې طلاقي شوې په (۱۹۰۰ ز ) كال كې د اشمېره تر اووه نيم زرو او په ۱۹۱۳( ز كې ۱۶ ) زرو ) او په (۱۹۳۱) كې ۲۱ زرو جوړو ته ورسېده .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *