ټولنه اوکلتور

له سون توکو ناسمه استفاده مو ژوند له خطر سره مخ کوي

افغانستان کې هر کال د ژمي موسم په رارسېدو سره ګڼو ولايتونو کې کورنۍ د خپلو کورونو د تودولو لپاره له سونتوکو په ځانګړې توګه د ډبرو له سکرو استفاده کوي.د پروان اوسېدونکي هم د نورو ولايتونو د اوسېدونکو په څېر ژمي کې د ډبرو له سکرو استفاده کوي چې وخت ناوخت دغه ولايت کې له خلکو قرباني اخلي.په دې وروستيو کې د ياد ولايت مرکز چاريکارو ښار کې د ډبرو سکرو د ((ګاز نيونې)) له امله يو ۲۱کلن ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړ.د ياد ځوان پلار محمدصابر وايي: (( د ډبرو سکاره يې تشناب ته وړي وو، تشناب هواکش نه‌درلود او د ډبرو سکرو ګازو نيولی و. د تشناب دروازه مو چې خلاصه کړه، ومې ليدل چې زوی مې پر ځمکه لوېدلي و. د پروان پوهنتون د درېيم کال محصل و.))د چاريکارو ښار اوسېدونکې شهلا بيا د دې ولايت د عامې روغتيا رياست، چاپېريال ساتنې اداره او د چاريکارو ښاروال غواړي ، چې د ډبرو سکرو په څېر د نورو ګازلرونکو سونتوکو د کارونې په اړه عامه پوهاوی ورکړي.په همدې حال کې ډاکټران وايي ،چې د ډبرو سکرو د ګاز نيونې ښکاره نښې، (( سا لنډي، د زړه درزا زياتوالي، دسر درد او خوا ګرځول ((استفراق)) دي.د پروان ۱۰۰بستريز روغتون کې د عمومي داخلې متخصص مزمل ازاد وايي: (( موږ يې وينو، چې بېړنۍ څانګې ته يې راوړي. د اکسېجن په پرتله د کاربن مونو اکسيايد ترکيبي ميل څو برابره لوړ دی. که د نښو په اړه ووايو، له يوه عادي ګنګسيته پيلېږي، د کوما تر وضعيته رسېږي، ښايي د مړينې لامل شي. داسې کس بايد آزادې فضا ته ولېږدول شي اومصنوعي تنفس ورکړ شي. کوښښ وکړئ چې نږدې روغتيايي مرکز ته يې ولېږدوئ.))د پروان ملکي روغتون سرطبيب عبدالخليل حيدري که څه هم دغه روغتون ته د ګازنيونې له امله د مراجعه‌کوونکو شمېر نه‌ په ډاګه کوي، خو وايي چې د ژمي پر مهال د ورته ناروغانو شمېر زياتېږي.ده وويل ،چې د کورنۍ دکمزوري اقتصاد او د ګاز لرونکو سونتوکو د کارونې په اړه د عامه پوهاوي نشتون، له هغو لاملونو ګڼو چې له کبله يې خلک نيسي.د پروان د چاپېريال ساتنې رئيس حفيظ‌الله منصور وايي ،چې دوی د جوماتونو او منبرونو له لارې د هوا ککړتيا څخه د مخنيوي لپار خلکو ته عامه پوهاوي ورکړی، خو په وينا يې، خلک دې سپارښتنو ته پام نه‌کوي.افغانستان کې د کورنيو اقتصادي ستونزې او له سونتوکو ناسمه استفاده، لامل کېږي چې ځينې هيواد‌وال خپل ژوند له لاسه ورکړی او ځينې نور بيا تر کوما ورسېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *