
علمي تشه
وقايت الله وقار
په ډېرو خلکو زموږ اټکل داوې، چې دوی به ډېر لوی علوم له ځان سره لري او زموږ په ملايي تعبير د نقلي او عقلي علومو ماهرين (جامع المنقول والمعقول) به وي؛ خو چې سړی ورسره لږ له نږدې پاتې شي؛ نو د هغوی کمزوري به ورته له ځان ډېره ځکه ښکاره شي، چې انسان ته خپل عيبونه په اسانۍ په نظر نه ورځي او د نورو عيبونو ته يې پام وي.
دا خبره زموږ د هغو علمي رجالو په اړه ده ،چې په عامه ټولنه کې په قوي علمي شخصيتونو باندې مشهور شوې او يا ورته په کومه تعليمي اداره کې شهرت ور په برخه شوی دی، په دې اړه به دومره استثاء هم ومنو، لکه په اوړو کې چې څومره مالګه ګډېږي؛ ولې دا نو زموږ د ټولنې په باريکه کتنه کې ښه را څرګندېدای شي ،چې مونږ او علوم لاهم بلا فاصله لرو.
هغوی چې موږ يې عوام ګڼو او بيا په عوامو کې ځينو ته د حاجي صاحب او ملک صاحب په نوم د مشرۍ وياړ ورکول شوی دی، هم په خواشينۍ سره چې علمي تشه يې ډېره ستره ده، که څه هم چې له دوی سره د علمي تشې خامۍ ډېرې بدې ،ځکه نه ښکاري چې د دوی په اړه عام باور دادی چې دوی ،خو هسې هم نه پوهېږي.
زموږ کشره طبقه چې تازه له اجتماعي علومو، آدابو، ساينس او ټيکنالوژۍ سره آشنا شي، داسې فکر کوي ،چې کورنۍ او ټولنه يې هم بايد په هغه معيارونو برابره وي، چې ده تازه زده کړي او دی بايد د يوې همداسې ماڼۍ يوه خښته اوسي چې څه يې اورېدلي دي، هغه پکې په پوره معنی عملي شي؛ خو کله چې په واقعي ژوند کې وګوري؛ نو خپل والدين يې هم په هغه تول برابر نه وي، په همدې بنياد سخت مايوسه شي او ډېر کله يې په نيمه کې د علمي مزل د پاتې کېدو لامل هم همدا وي.
موږ په عرفي اړخونو کې داسې موارد لرو ،چې زموږ ډېر پوه او مطرح کادرونه پکې داسې وياړنې(!) کوي چې په علمي لحاظ دا له يوه بانزاکته ماشوم سره هم نه ښايي؛ خو ولې د دې لوی لامل ناپوهي ده، علمي تشه ده او هغه کمی دی، چې موږ لاهم ورته متوجه نه يو، کېدای شي دلته به ځينې ووايي: کله چې يو څوک پوهاند او دکتور شي؛ نو آيا هغه هم موږ په علمي لحاظ کمزوری ګڼلی شو؟
د دې ځواب دادی ،چې د پوهاند او دکتور نوم ته خو زموږ په تمامه معنی احترام دی، ولې ددې نومونو مطلب دا نه دی، چې اړونده کس په هر علم کې د کمال تر اوجه رسېدلی دی، حقيقت دادی ،چې يو کس به د يوه علم دکتور وي؛ خو په بل علم کې به په مباديو هم نه پوهېږي او ددې نمونې ډېرې دي.
موږ که د طب، انجنيرۍ، تاريخ، جغرافيې، رياضي، فزيک، زراعت، وترنرۍ، کمپيوټر او… عصري ډګرونو له متخصصينو عادي کارونو کې ګيلې لرو او يا همدېته ورته ملاحظې مو د ديني علومو په فارغانو هم وي، لوی لامل يې بيا هم علمي تشه ده، يو سړی کېدای شي ،چې په يوه فن، علم او تخصص کې د اسمان ستوری وي، ولې دا چې ابتدايي زده کړې يې په ځانګړې توګه او ټول علمي مزل يې په عامه توګه د يوه منظم نصاب په رڼا کې نه دی کړی او له اجتماعياتو او آدابو څخه لرې پاتې شوی دی؛ نو هغه په دې اړخ کې ناپوه حسابېږي او په دې اساس موږ بايد له پيله دېته متوجه شو چې په يوه ډګر کې پرمختګ ددې په معنی نه دی چې دغه کس په ټولو ډګرونو کې وتلی دی.
کله چې د خپلې ټولنې په منځ کې په زرګونه مدرسې، لېسې، پوهنتونونه او عامې تعليمي ادارې وينو؛ نو د خوښۍ احساس کوو او داسې انګېرو ،چې که خېر وو، سبا به له نن څخه ډېر منور وي، خو په دغه اړه چې په روان بهير کې زموږ نظر په جعل، تزوير، خيانت او ټګۍ باندې پرېوځي؛ نو زړه مو له ګوګله ورته راووځي او د خفګان آخري حد ته ورسېږي، زموږ علمي قشر کې ښوونکو ته ډېرې سترګې ور اوړي چې د خپلې ټولنې دغه علمي تشه درک کړي او په يوه لوی احساس د تعليم او تربيې پروسه مخ په وړاندې بوځي، دا سمه ده ،چې (معلم) زموږ په ټولنه کې د (مظلوم) مرادف دی او دلته يې تل په حقوقو خېټې اچول شوې دي؛ خو کله چې د معلمينو په منځ کې د ځينو خود خوا او بې احساسه وګړو تعامل ته وکتل شي؛ نو له مکمل علم سره يې ورانه شي.
هغه علمي تشه چې نن زموږ په ټولنه کې احساسېږي، د ټولنې د هرې طبقې خلک ېې په اړه مسئول دي او بايد په ګډه يې په وړاندې مقابله وکړي؛ که داسې ونه شي؛ نو خدای مه کړه دنيا او آخرت دواړه به مو ضايع وي.