ټولنه اوکلتور

روزلي ځوانان ټولنه ځوانوي

ابو احسان عامر
د دنيا تاريخ او کونج کونج که وپلټل شي، نو دې نتيجې ته سړي رسېږو هره مبارزه چې انګېزه ولري، هغه زياته ثمره او زياته زمانه بقا لري. کومه ټولنه چې له ښې انګېږې برخمنه وې هغه د وياړ له شملې برخمنه وي.
بر عکس کومه ټولنه چې ا انګېزه ونه لري هغه ښه آينده نه لري.
افغانستان چې شاوخوا ۴۰ کاله له سختو ګردابونو، بمبارونو او کړاوونو سره په تش لاس، لاس او ګرېوان و، بالآخره په ښه مېړانه او همت د بري او آزادۍ ساحل ته پورته شو طبيعي ده چې دا په امکاناتو او اسلحه نه بلکې په يوه پاکه انګېزه پورته شوی.
کله چې د هدف او ثمر د تر لاسه کولو انګيزه دومره اثر لري نو د منلو وړ ده چې د هدف د ساتلو انګېزه هم غسې ضروری او اغېزمنه ده.
اوس چې لله الحمد په ماډرنه او تياره نړۍ کې تنها افغاني ټولنه لکه ډېوه تازه، روښانه او له هر پلو نه ځوانه ده، دا په دې معنی نه ده چې موږ نو اوس نور وزګار، بې کار او په قرار يو.
تېر تاريخ، زموږ دې موجوده آزادۍ او له اسلام او مسلمانانو سره د کفري دنيا تاريخي ضد او تعصب ته په کتلو سره بايد ومنو چې نه جنګ ختم دی او نه موږ په قرار او وزګار يو، کفري دنيا هېڅکله د مؤمن آزادي او سوکالي نشي زغملای، هغوی اوس هم شپه او ورځ له هرې ممکنې لارې او له هرې وسيلې کار اخلي او پوره کوشش کوي تر څو دلته موجود مستحکم اسلامي نظام افغان ملت او نورو ملتونو ته سپک او بې کفايته ور وپېژني، هغوی چې زموږ د بې مثاله وحدت غشي يې په تور زړۀ کې مات شوي لګيا دي چې د بمونو د مور پر ځای د‌ شکونو په زور دغه له اټکل نه لؤړ اتحاد مات او موږ پرې مات کړي.
نو په داسې يوه حساسه مرحله کې زموږ د فرد فرد فريضه جوړيږي چې د بې دينه نړۍ په وړاندې خپله مبارکه انګېزه، د‌ هغې ثمره او آزاده ټولنه نوره هم غښتلې او ځوانه کړو تر څو کفري او شيطاني غله بيا هېڅکله هم زموږ د ايمان او اتحاد د غميو لوټلو ته زړۀ ښه نه کړي.
د ټولنې ځواني له ځوانانو او د‌ هغوی له همت نه رنګ اخلي تر کومه حده چې د ځوانانو روحيه او عقيده قوي وي په هغې اندازه هلته حريت حاکم وي.
اوس چې د‌ نظامي مبارزې مرحله ختمه ده او موږ د خپلې خاورې او خپل اختيار خاوندان يوه بايد ځوانان د اتحاد پر اهميت او د استقلال پر قيمت وپوهوو، دوی ته تشريح کړو، چې د دغې آزادۍ (چې د غرونو غرونو ارمانونو او د ډېرو سويو هډونو او پر هرونو په قېمت راغلې) قولي او عملي قدرداني او شکر ګزاري وکړو.
د ځوان نسل د روزنې او ساتنې مؤثره لاره دا ده چې هغوی د خپلو اسلافو د‌ کارنامو او تاريخ مطالعې ته سوق کړو.
دوی د ژوند په هره برخه کې له نبوي صورت او سيرت سره اشنا کړو.
بايد په سيرت، اخلاقو او فکري روزنه کې د مدرسې او مکتب ځوانانو ته مشترکې درسې برنامې، سيالۍ او غونډې جوړې کړو بايد د هيواد په ګوټ ګوټ کې استعدادونه تقدير، تشويق او تقويه کړو.
په دې برخه کې له هر ځايه منبر او له هر چا د مسجد امام زيات کار کولاي شي. راځئ چې مساجد پر علمي هستيو او منبرونه پر قوالو مبلغينو ودان او ژوندي کړو.
له يوه اړخه به مو خپلې غاړې خلاصې کړې وي او خپل ځوان نسل ته به مو د هغوی پوره حق رسولی وي او له بل اړخ نه به مو د‌ دښمن ټول شوم پلانونه په نطفه کې ورخنثی کړي وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *