ټولنه اوکلتور

راځئ نیالګي کښېنوو!

دادی پسرلي هم را ورسیده .هغه موسم چې په را رسیدو یې د پسته اور خوندورې شیبې او د ژمي له خوب څخه د طبیعت په غیږه کې د نباتاتو د زړو د راټوکیدو مناظر د غرونوپه ډډو او په هوارو کې محسوسیږي. آن چې د تالندې له غړمبهار اوکړسهارسره خو به پوڅکیو خپل سرونه تر خاورو را ایستلي هم وي. صحرايي او غرني بوټي، ګلان  خو به لکه د تل په څیر د څو ورځو له پاره خپله سیمه رنګینې او عطرینه کړي. بلبلان او نور مرغان به هم ورباندې وچغیږي په څانګو کې به يي ځالې وکړي او د ژوند د دوام په هیله به یوې او بلې خواته الوتل وکړي، خو زموږ انسانانو له پاره  د نوي پسرلي له راتګ سره څه کول په کار دي ؟ د دې پوښتنې ځواب په یوه کلمه کې را غونډولای شو. هغه دا چې باید ( کار) وکړو او په دې ارزښتمنو شیبو کې لاس په کار شو او تر هرڅه وړاندې د نیالګیو کینولو ته لومړیتوب ورکړو او په دې توګه هم  ثواب وګټو او هم خُرما، یعنی « هم ثواب هم خرما» که داسې وکړو، موږ به په حقیقت کې څو ګټور کارونه ترسره کړو، لومړی خو به مو په نږدې راتلونکي کې سیمه سمسوره  شي. دوهم به چاپیریال له ککړتیاوو خوندې شي. درېیم مالي ګټه وټه به مو کړې وي.

تر هرڅه وړاندې اړینه راته بریښی چې د نیالګیو د کښینولو او کار په اړه سپارښتنې په دیني ارشاداتو کې هم وګورو، موږ مسلمانان که هر څومره د دنیا کارونو ته پام کوو، د آخرت توښه هم له یاده نه باسو او نه يي ایستلی شو. په کلام الله مجید کې د ونو یادونه او انسانانو ته په دې اړه ارشاد شوی دی ونه له الهي نعمتونو څخه بلل شوې ده، په آخرت کې هم یو له هغو نعمتونو څخه دی چې جنتیان به د ونو تر سیوري لاندې وي. په قرآني ایاتونو او روایتونو کې چې په وار وار ورته اشاره شوې، هغه ونې دي. د البقرې سورې په ۲۵ ایت کې لولو: « هغو کسانوته چې ایمان یې راوړی او نیک کارونه يي تر سره کړې دي، زیری ورکړه چې د جنت باغونه د هغوی لپاره دي، چې تر ونو لاندې يي د اوبو نهرونه بهیږي. هر کله چې دوی ته له هغوی نه میوه ورکول شي. وبه وايي: دا هماغه ده چې پخوا یوه ورځ راکول شوی وه، خو دا څومره تر هغې میوې ښه ده. هغه میوې چې دوی ته راوړلې کیږي د ښه والي او ښایست له پلوه یو ډول دي او د هغوی لپاره به پاکیزه ښځی وی. هلته به تلپاتې وي» د دې تر خوا د بشر د سترناجی حضرت محمد(ص) په ویناوو او حدیثونو کې هم موږ ته په وار وار داسې لارښوونه شوې چې د نیالګیو کینولو ته موهڅوي.

 لکه چې له حضرت أنس بن مالک( رض)  څخه روایت دی « حضور صلی الله علیه وسلم وفرمایل:« که قیامت را ورسیده  او له تاسو څخه د یوه په لاس کې نیالګی وي، که کولای شئ  مخکې له دی چې قیامت قایم شي  هغه نیالګی کینوئ باید هغه وکرل شی .»

       په یوه بل روایت کې بیا حضرت جابر(رض) وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل: « هیڅ داسې مسلمان به نه وي چې نیالګی کینوي. پرته له دې چې هغه څه  له همدې نیالګې څخه خوړل کیږي د هغه لپاره صدقه ده او که ورڅخه غلا هم شي د ده له پاره صدقه ده، هیڅوک هغه نه شي کمولای.» دې ته ورته په بل روایت کې هم راغلي. «  هغه انسان نیالګی نه کینوي، مګر چې له هغه څخه انسان، حیوان، الوتونکی څه وخوري. دا به د آخرت تر ورځي پورې د هغه لپاره په صدقه کې ګڼله کیږي. که د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ارشاداتو په رڼا کې دا لړۍ پسي وغځوو، ښايي کتابونو پرې ولیکل شي. په ګڼ شمیر حدیثونو کې د ونو په کرلو تاکید شوی او اهم پیغام يي دا دی چې که څوک د نیالګیو کینولو ته اقدام کوي ،نو تر هغو پورې به الله تعالی ورته اجر ورکوي چې څو يي مخلوق ورنه ګټه اخلي. د نیالګیو کینول په حقیقت کې داسې یوې  پانګونې ته ورته دي چې زیان نه لري او تر ډیره بریده یې ګټه دوامداره وي.

 که څه هم هر کال په هیواد کې د بیلابیلو پروګرامونو او کمپاینونو له لارې په زرګونواو آن د لکونو نیالګيو ته اقدام کیږي، خو د کال په پای کې بیا د کینول شویو نیالګیو کابو ټول وچ شوي او له منځه تللي وي. پایله لکه څرنګه چې تمه وي هماغسې څه نه شو تر لاسه کولای.

«پخوانیو کینول موږ يي میوه وخوړه، موږ به يې کینوو چې راتلونکي يي میوه وخوري .»

 د «الغرس» توری یا کلمه د حرکت کولو او د نوِي ژوندانه لور ته اشاره گڼله کیږي.  په دیني ارشاداتو کې په کار کولو باندې په ټینګار سره یادونه د دې معنی لري چې موږ باید د ژوند په بهیر کې له هرې شیبې څخه پوره پوره ګټه اوچته کړو او په دې لاره کې د ځوانۍ ټول ځواک وکاروو. تر څو د نورو له احتیاج څخه وژغورل شو. کوم څوک چې کار کوي. منډې ترړې کوي، هغوی به په وړاندې درومي او هغوی چې خوبونه کوي ،نو بیا به یې لاس نورو ته اوږد وي. اوس چې د پسرلي وږمې د ګران هیواد په غرونو، درو، دښتو او میرو باندې د سولې، امن، ډاډ له وږمو سره یو ځای په چلیدو دي، نو اړینه ده چې له داسې طلايي شیبو څخه په پراخه پیمانه استفاده وکړو. په ډاډه زړه د هیواد د ښیرازې په لاره کې ګامونه واخلو، که موږ يي له خپلو کروندو را پیل کړو او ټول د ونو کینولو ته اهمیت ورکړو، لرې نه ده چې خپل چاپیریال به مو له ډیرو افتونو ژغورلی وي او هم به مو په ټوله کې د بریالي ژوندانه په لوری ګامونه اخیستي وي. په خواشینۍ سره باید ووایو ،لکه چې مخکې مې یادونه وکړه ، موږ هرکال په لکونو نیالګي کینوو،خو د کال په پای کې  هماغسې ثمره او ګټه ورڅخه نه تر سترګو کیږي. چې بیلا بیل عوامل لري.

الف: هرکله چې زموږ بزګران هیوادوال او یا هم اړوندې ادارې د کال په پیل کې نیالګي کینوي، د هغو لپاره د اوبو رسولو او دوا پاشلو سیستمونو د ساتنې او څارنې چارو ته بیا هیڅ پام نه کوي. په دې برخه کې باید جدي اوسي او نیالګیو ته د اوبو رسولو چارې ته يي تر کینولو مخکې اقدامات اړین دي

ب: ماشومان مو تر یوه بریده خپلې مخې ته خوشي دي او هغوی د نویو نیالګیو د ماتولو په لویو دښمنانو کې ګڼل کیږي. باید د ماشومانو څارنې او کنترول ته پام واړول شي. هغوی ته وویل: شي چې که مو د چا ونه ماته کړه، تاوان یې له ما یعني ستا له پلاره غواړي او زه د تاوان وس نه لرم. هغه پیسې چې بیا د نیالګې خاوند ته ورکوم ،خو تاته به ور باندې بوټ، کالي او… واخلم ،نو ته یا تاسې دا کار مه کوئ. که جدي ورته وویل شی تر ډیره بریده به د نیالګیو د ساتنې چاره وشي او مخنیوی به شوی وي.

ج: د څارویو مخنیوی او ورته جدی پام کول باید زموږ په لومړنیو دندو کې وي. ځکه څاروي مو نه په خبره او نه هم په جریمه  پوهیږي له هغو سره هم د خپلو ګیډو غم وي. په ټوله کې په هغو سیمو کې چې تنکي نیالګي کینول کیږي ،باید څاروي ونه څرول شي.

د: په خپل انګړ کې له یوې بیا تر لسو ونو پورې بايد کینوو، چې د همدومره ونو اوبه کیدل د څا پر اوبو هم شونې دي. دا کار ډیر اسانه کیدلای شي.

هـ: د کليو په هغو لښتیو باندې د نیالګیو کینول اړین دي، کوم چې په کې اوبه بهیږي. ځکه دا نیالګې به په اسانۍ سره هره ورځ اوبه کیږي.

و: په جوماتونو کې ملاامامان، په کورونو کې مشران ،په مدرسو او په ښوونځیو کې ښوونکې باید د کرنې او مالداري له ادارو سره د مبلغینو په ډول مرستندویان و اوسي. پر لویانو د امامانو او پر ماشومانو د والدینو او ښوونکو خبرې ډیرې اغیزې لري.

ز: کلیوال باید له نورو مشرانو سره په ګډه د هغو کسانو د مخنیوي په اړه هم کلک اقدامات وکړي چې په لوی لاس د خپل بل کلیوال، د کاکا زوی او… د نیالګیو د ماتولو، اره کولو او له منځه وړلو لپاره هڅه کوي. د داسې کسانو لپاره باید جریمه، ناغه او آن له کلي شړل غوره شي. له بده مرغه موږ ډیرځله د داسې پیښو شاهدان وو. چې په یوه یا بل کلي کې د یوه اوبل د میوو ونې د شپې پرمهال اره شوي او چپه شوي دي.

د دې ستر او اهم کار د ترسره کولو په لاره کې باید خلک په خپلو کلیو او بانډو کې پرته له دې چې د اړوندو ادارو مرستو ته سترګې په لاره پاتې شي یولړ مهم اقدامات ترسره کړې.

۱ـ په کلیو او بانډو کې باید ټول کلیوال په شریکه یوه پراخه ټوټه ځمکه د ونو لپاره ځانګړې کړي او په زرګونو نیالګې په کې کینوي او یو یا دوه کسه ورته د ساتونکو او پالونکو په توګه وګماري. نوموړو کسانو ته میاشتنی معاش وټاکې. داسې کار به له یوې خوا دوی په دغه خیر رسوونکي او اقتصادي مرکز سره راټول کړي. له بل لوري به عامه ذهینت دې ته تیار شي چې ونو، کروندو او زراعت ته په هر ډول شرایطو کې زیان ناجایز دی.

۲ـ کلیوال بزګران باید په دوامداره توګه د کرنې او مالدارې ادارې له مامورینو او کارکوونکو سره په اړیکه کې وي څو په کرنه کې د نویو تجربو، لارښوونو او معلوماتو څخه برخمن شي.

۳ـ د پخوانۍ کرکیلي دود تر ډیره بریده له ستونزو سره مخ دی. بزګران مو د خپل پټي، خاورې اود نباتاتو په اړه کره معلومات نه لري. لا هم یوازې یو فصل غنم، جوار او… کري. دوۍ باید د غنمو، جوارو، اوربشو او… تر څنګ ځینې نور کرنیزمحصولات او تخمونه هم په خپلو کروندو کې تجربه کړي.

۴ـ د مدرن کرنیز سیستم سره هم ځانونه عیار کړي او کرار کرار له پخواني کرنیز سیستم نه ځانونه خلاص کړي.

د یوه هوسا او پر ځان بسیا افغانستان په هیله.

اسدالله بهار جلالزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *