ټولنه اوکلتور

راشه واوره !

راځئ چې خپل حالت ته خپله تغير ورکړو

الله ( ج) پر خپله ځمکه انسان ته ډير لوړ مقام ورکړی دی، بلکې پر خپله ځمکه يې خپل خليفه ګرځولی او په ډير ښه شکل يې پيدا کړی. کاينات يې ورته مسخر کړي او په همدغې ځمکه کې پټ او ښکاره موجودات يې د انسان د ګټې اخيستنې لپاره پيدا کړي او زيات سرکش حيوانات يې د انسان تابع ګرځولي. موږ د الله رب العزت د احساناتو هېڅ شکريه نه شو اداء کولی کوم چې پر موږ  يې لورينه کړې .الله ( ج ) انسان ته له ملائکو هم پورته مقام ورکړی ، الله ( ج ) خپل دغه معصوم مخلوق د انسان خدمت ته ګمارلی او د رحمان ذات همدغه غوره مخلوق يې ادم عليه السلام ته چې انسان و ، پر سجده کولو مأمور کړ او د خپل دغه اشرف المخلوقات يعني انسان زړه يې له کعبې څخه هم لوړ  وباله لکه چې عبد الرحمن بابا وايي :

د خليل ترکعبې د اکعبه ده لويه !

چې څوک جوړ کاندي ويران حرم د زړه

او يا دا چې :

           دل به دست آور که حج اکبر است !

               از هزاران کعبه يک دل بهتر است !
د انسان زړه ته پر دې ترجيح ورکړ شوې چې وايي: کعبه د انسان پر لاس جوړه شوې او د انسان جوړښت الله ( ج) پر خپل لاس سره کړی او د يوه بېوزله انسان او الله ( ج ) د آواز اورېدو په منځ کې هېڅ  پرده او حايل نشته، نو موږ ته پکار دي چې د انسانيت مقام و پېژنو او څه چې الله ( ج ) يې له موږ څخه غوښتنه لري او د څه لپاره يې په ځمکه کې خلق کړي يو ،بايد خپل کار وپېژنو او په ډېر ښه شکل يې اداء او تر سره کړو . موږ  د الله رب العزت د احساناتو او انعاماتو پوروړي يو او په هېڅ شکل موږ د هغه د انعاماتو شکريه نشو ادا کولی او څه چې موږ ته رسيږي ،هغه زموږ د اعمالو پايله ده. موږ بايد په خپلو اعمالو کې تجديد نظر وکړو او هغه حالت چې زموږ د عملونو په وجه ورسره لاس او ګريوان يو، بايد خپله تغير ورکړو. لکه چې شاعر وايي:

خدای هم نه بدلوي حال د هغه قوم !

څوک چې نه بدلوي خپل حالت پخپله !

او الله رب العزت هم فرمايلي دي: هغه قومونه چې د خپلو اعمالو له وجې څخه د ژوند له بدو حالاتو سره مخ دي، بايد خپل اعمال اصلاح او خپل حالت ته بدلون ورکړی او که خپل اعمال اصلاح نه کړي، موږ  يې هم حالت  ته تغير او بدلون نه ورکوو. اوس چې د روژې مبارکه مياشت  او د الله ( ج ) د رحمتونو او برکتونو سيزن دی، همدغه الله ته بايد له خپلو بدو اعمالو څخه توبه وباسو، ترڅو د الله د رحمت مستحق وګرځو، يو بل ته لاسونه ورکړو او د ځمکې پر مخلوق رحم وکړو تر څو د اسمان والا پر موږ رحم وکړي .

ومن الله توفيق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *