ټولنه اوکلتور

  د کلتوري اوتاريخي ميراثونو له پلوه د ميدان وردګو ولايت لرغونتيا!

ميدان وردګ د کلتوري اوتاريخي ميراثونو له پلوه يو بډای ولايت دی،چې لرغون پېژندونکو د ياد ولايت کابو درې نيم زره کلن غني تمدن روښانه کړی دی.په پخوانيو حکومتونو کې د ياد ولايت د کلتوري او تاريخي ميراثونو پېژندلوته زياته پاملرنه نه وه شوې،خو په دې وروستيوکې د اسلامي امارت د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست او دخلکو په همکارۍ په ميدان وردګو کې ملي موزيم پرانيستل شو.د ميدان وردګو ولايتي چارواکو په دغه ولايت کې د لومړي ځل لپاره موزيم پرانيست ،چې تراوسه ورته په لسګونو لرغوني  آثار راټول شوي دي. د دغې ادارې رئيس رسنيوته ويلي،د ميدان وردګو ملي موزيم د ولسونو له تاوده هرکلي سره مخ شوی او خلکو په خپلوکورونو کې ساتلي لرغوني توکي  د خونديتوب په موخه ملي موزيم ته سپارلي،چې تراوسه پورې له سل قلمه زيات لرغوني توکي راوړل شوي دي.که چېرې موږ ديونان تاريخونه او همداسې اوستا وڅېړو په هغو کې د ميدان وردګو ولايت د کلتور اوتمدن دمخينې په اړه حقايق موندلی شو .د هېواد نامتو مورخ كهزاد په خپل كتاب(د افغانستان پخوانى تاريخ ) كې ليكي: «ورديګا او برسای( وردګ، بړيڅي) په ويدونو كې راغلي دي.د ويدونو زمانه، د اسلام دين له پيدايښت څخه کابودوه نيم زره كاله پخوا ده او دا به په ډېر ګمان په تاريخي اسنادو كې د ويردګ يا وردګ له ټولو لرغونې يادونه وي .»په اوستاكې، چې د ارياناويجه د شپاړسو سيمو يادونه شوې ده، په هغو كې اوومه سيمه د ويكرته په نامه ښودل شوې ، چې اوس هم د وردګو د اوسېدلو سيمه د ويردګ يا وردګ په نامه يادېږي.د تاريخي اسنادو له مخې كلاودس بطليموس په دوهمه ميلادي پېړۍ كې د پاروپاميزاد او ( هندوكش) په خواو شا كې د اوراتيكا په نامه يو ځاى ياد كړى دى، چې د اوسني وردګ له كليمې سره ډېر زيات لفظي نږديوالی لري. نوموړي دا هم زياته كړې ده، چې د كابل رود سرچينې ته څېرمه سيمه كې د ورتيكا په نامه باندې يو ښار دى، د وردګ له نامه او موقعيت څخه لرې نه دى.يوه بله تاريخي څېړنه ښيي د وردګو د سيمې په اړه  د چيني زاير هيوانت سانګ په سفرنامه كې، چې په اوومه عيسوي پېړۍ كې ليكل شوې ده، راغلي دي، چې په ۶۴۴ م كال كې له هند څخه د چين د سفر په لار ه كې كابل ته رارسيږي، له كاپيسا څخه ۱۵ ورځې د جنوب خواته سفر كوي او يا اوسني بنو ته رسېږي، بيا شمال لويديځې خواته روانېږي او له هغه ځايه۱۰۰ ميله د شمال خواته ځي او د ( درګي ستانه) سيمې ته رسېږي.همداسې هنري والتر بليو انګليسی عالم هم د وردک د کليمې په اړه رڼااچولې چی وردک کليمه د ( وردوج ) له کليمې څخه اخيستل شوې،  وردوج د هغه آريايی ټبر نوم دی چی د بدخشان اړونده سيمه کې ميشت دی. د نوموړي عالم په  اند د وردوج ټبر د اوسني وردک سيمې ته څو پيړی مخکې کډه شوی او د لهجوي بدلونونو په ترڅ کې د وردوج له کليمې څخه وردک ته يی نوم بدل شوی دی.په وردګو کې د موزيم پرانيستل به دې ته لاره هواره کړي،چې ډېرکلتوري اوتاريخي ميراثونه چې په دغه ولايت پورې اړه لري د خلکو په همکارۍ راټول ،چې له مخې يې د دغه ولايت په تمدن کې غور اوڅېړنې غښتلې شي.

ځيني مورخين بيا په دی اند دي چی وردک د کرلاڼ بابا اولاده ده .وردګ د کرلاڼی د زوی د دوهمی مېرمنې له اولادې څخه يو زوی ګڼل شوی دی چی د هېواد نامتو مؤرخ اروښاد پوهاند عبدالحی حبيبي ( د افغانستان لنډ تاريخ) کې ليکلي: « په پښتني نسب نامه کې د کرلاڼ يا کړلاڼی په نامه يوه بله څانګه هم شته چې دوی له هغو دريوو څانګو (غرغښت، بيټني او سړ بن) سره خپلوي لري او سوچه پښتانه دی» .د کرلاڼي ټولنيز ګروپ قبيلې،چې بېلابېل فرهنګي اوتاريخي ميراثونه لري لکه:منګل، ځدراڼ، څاځي، ګوربز. تڼی، مقبل، وردک، خټک، دلازاک، اورکزي، هني، اتمانخيل، خوګياڼي، پړبه، عبدالرحمن يا درمان، توري، وزير، مسيد، لالي يا ليلي وزير، دوړ، بنوڅي، بنګښ، صبري، مندوزي، اسماعيل خېل، زموخت (زموښت) او نور.

د وردګو د قبيلي اصلی ټاټوبی د سليمان د غره لړۍ بلل شوې چی دوردګو اوسنی ټاتوبي سره نږدې پرته سيمه ده.د هلمند لرغونی سيند د وردګو ولايت دبهسودوله ولسوالۍ  د بابا له غرونو څخه سرچينه نيسي،چې د نيمروز ولايت له خړوبولو وروسته د ايران سيستان او بلوچستان سيمې خړوبوي .همداسې د وردګو رود کابل خواته بهيږی.  د کابل ولايت د ځمکوله خړوبولو وروسته د کابل له رود سره يوځای مخ په جلال آباد اوکونړ روانېږي. په ميدان وردګو ولايت کې د ملي موزيم پرانيستل يو ګټور اقدام دی،چې په دې کار سره به کورني او بهرني سيلانيان،چې د کلتوري اوتاريخي ميراثونو د ليدلو لېوال دي، دغه ولايت ته به سفر وکړي او په دې کارسره به زموږ دګرځندوی صنعت هم وده وکړای شي.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې په دې ولايت کې هم د کلتوري او تاريخي ميراثونو د کشف او پېژندلو په هکله خپلې هڅې غښتلې کړي،چې د دغه ولايت تاريخي مخينه يوځل بياروښانه شي .موږ په ميدان وردګو کې د ملي موزيم پرانيستل يوګټور اقدام بولو.

                                                                                            نوري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *