ټولنه اوکلتور

د کتاب ملګرتيا او په ژوند کې يې ارزښت!

فريد احمد ((مبارز))
کتاب هغه ملګری دی، چې له دوکې، ټګۍ، خيانت، چاپلوسۍ، دوه رنګۍ، چل او فرېب څخه خالي دی. تر څو چې تاسو د هغه له ملګرتيا څخه لاس په سر نه شئ، هغه تاسې هېڅکله هم يوازې نه پريږدي. د لارې هغه ملګری دی، چې د هغه په وجود کې هيڅکله د ستړيا اثار نه ليدل کيږي.
کتاب هغه ملګری دی، چې په عمر به ځوان وي، خو تاسو ته د زرګونو کلونو پخواني معلومات، داستانونه او تاريخي پيښې په لاس درکوي. هغه ملګری دی، چې د ژوند هيڅ راز له تاسې څخه نه پټوي، هر څه چې لري، بې له تغيره يې ستاسو مخې ته ږدي. د کتاب ملګرتيا هيڅ ډول لګښت نه لري، مګر تاسو ته ډير شيان په وړيا توګه ډالۍ کوي. هغه ملګری دی، چې د هر څه قضاوت او پريکړه تاسې ته سپاري، په منلو او نه منلو يې له زور او زور واکۍ څخه کار نه اخلي.
سپينې ـ سپينې خبرې کوي، په خبرو کې يې چل او فريب ځای نه لري، څه چې يې په زړه کې وي هماغسې يې بيانوي. رښتيا ته رښتيا او دروغو ته دروغ وايي، داسې نه کوي، چې ظاهر يې يو ډول او باطن يې بل ډول وي. له هيچا څخه بيره نه لري، کافر ته کافر او مسلمان ته مسلمان وايي، غدار ته غدار او مظلوم ته مظلوم وايي، ظالم ته ظالم او جابر ته جابر وايي، قاتل ته قاتل او خاين ته خاين وايي، مګر له خپلو ملګرو څخه يوه ګيله لري هغه دا چې په ملګرتيا کې ټينګ او وفا دار دي، مګر ملګري ورسره بې وفايي کوي او ډير ژر دوستي ځني پرې کوي، نو له همدې کبله اکثر وخت په تاخچو کې له تنهايۍ ژړاندې سترګې د يوه يتيم ماشوم په څير هر چا ته اړوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *