
د غوسې ځواب
مولوي وقايت الله وقار
ټولنه له درې ډوله خلکو جوړه ده، ځينې ډېر ژر غوسه کېږي او ژر يې بيا غوسه له منځه هم ځي، ځينې نور داسې دي ،چې ژر نه غوسه کېږي؛ خو غوسه يې هم ژر نه سړېږي او ځينې بيا داسې دي چې په آسانۍ غوسه کېږي نه او په آسانۍ ېې غوسه هم له منځه ځي، دغه درېيمه ډله رسول الله صلي الله عليه وسلم غوره وبللې ده.
هر انسان له غوسې برخمن دی، چا په اړه چې موږ وايو، هېڅ نه غوسه کېږي، دا هسې وايو، ځکه بې غوسې انسان نه شته، غوسه په انساني فطرت کې اخښل شوې ده، البته موږ د معيارونو په تفاوت د خلکو په اړه فيصله کوو، د ځينو په اړه چې وايو، سخت غوسه ناک دی، مطلب مو دا نه وي، چې په هره شېبه کې هغه غوسه کوي، ځکه همدغه ډول خلک موږ او تاسو وينو ،چې له خلکو سره خاندي را خاندي، کله چې هغه ټول په ټوله غوسه ناک وي؛ نو دغه خندا يې له کومه شوه؟ او د چا په اړه چې وايو: هېڅ غوسه نه کوي؛ نو مطلب مو دادی، چې په اسانۍ غوسه نه ورځي، که نه په يوه عادي خبره هم دغه ډول کس غوسه کولی شو او دا کار هغه کسان ډېر ښه کولی شي ،چې له دغه ډول خلکو سره له نږدې پاتې شوي وي، ځکه هغوی ته د اړوند کس د غوسې او حوصلې دواړه ډګرونه او وختونه معلوم وي.
د ښځې او خاوند، پلار او بچيانو، استاذ او شاګرد، آمر او مامور، پاچاه او رعيت، ملګري او ملګري او… ټولو په اجتماعي ژوند کې يوه نکته ډېره د غور وړ ده، دا نکته زموږ په ټولنه کې نه عملي کېږي، له همدې کبله نو زموږ ډېرې عادې خبرې په دښمنيو بدلې شوې او تر کلونو کلونو يې داغ پاتې وي.
هسې خو ټول په دې قانع شوو ،چې بې غوسې انسان نه شته؛ نو د دې مطلب دا شو ،چې ټول غوسه کېږو او هغوی چې زموږ په آند ډېر آرام او آسوده دي، هم کله کله نا آرامه کېدای شي؛ نو له دې کبله که موږ په ټولنه کې قوي رابطه غواړو، بايد د مقابل لوري د غوسې پر وخت ورسره په آسانۍ هماغسې غبرګون ونه کړو، څنګه چې په عرفي لحاظ ورسره په کار دي.
انسان په فطري اعتبار مسلمان پيدا شوي دي او بيا چې ځان ته مسلمان هم وايي؛ نو په ښه والي کې شک په کار نه دی، زموږ ټولنه الحمد لله مسلمانه ده، دلته که له يو ډېر عادي مسلمان سره هم زموږ رابطه راځي او هغه په يو څه غوسه کېږي؛ نو که د تجربې په خاطر ورته په دغه شېبو کې چوپ شو او د هغه توندې خبرې په ورين تندي او موسکا سره بدرګه کړو؛ نو ډېر به دغو غوسه په نيمه کې پرېږدي او که يو نيم داسې پيدا شي چې تر سره ېې کړي؛ نو ډېر ژر به پرې پښېمانه کېږي او د خجالتۍ احساس به کوي، که کوم کس داسې پيدا شي چې بې ځايه غوسه هم وکړي او پرې پښېمانه نه شي او موږ ورسره په هغه وخت کې ګوزاره وکړو؛ نو ددې ګټه موږ ته داده چې د يو ډول سکون او اعزاز احساس به کوو، زموږ مقابل لوري که په کلونو کې هم زموږ دغه تعامل ياد نه کړي؛ نو باک نه لري، ځکه د هغه ياد خو مهم نه دی، مهمه داده چې موږ له خپل ځان وروسته ښه تأثر پرېږدو.
زه خو په دې باور لرم چې زموږ د ټولنې د ډېرو ناخوالو تر شا لوي رنځ همدا دی چې موږ خو اول د غوسې مجالونه نه پېژنو او که څوک را باندې د غوسې په ډګر کې غوسه وکړي؛ نو د هغه حال نه درکوو او فورا ورته په غوسه غبرګون ښيو، دا شفوي غبرګون بيا تر فزيکي غبرګون رسېږي او لويه ربړه ترې جوړېږي، که موږ ووايو چې د خپل مسلمان ورور يا خور دغه غوسه چې پر ما باندې غوسه کېږي، که بې ځايه هم وي؛ نو چې لږ صبر پرې وکړم، يو خو به اجر وګټم او بل به زما مقابل لوری په دې پوه شي چې څومره هغه او څومره زه ملامت يم، کله چې موږ د غوسې ځواب په مينه، نرمۍ او حوصله ورکړ، بيا به نو زموږ ټولنه په اخلاقي ډګر کې د نورو لپاره قدوه وي، ځکه زموږ ډېر لوي اخلاقي خويونه داسې دي چې نور خلک ترې برخمن نه دي او دغه لوي خويونه يوازې او يوازې د حوصلې د نشتوالي له کبله له موږ څخه پردي ګڼل کېږي.