ټولنه اوکلتور

دوخت اهميت او زموږ غفلت!

حسان مجاهد
ابن مسعود( رض) وايي: په ټول ژوند کې په هغه ورځ پښيمانه يم، چې لمر ولوليد ،خو ما په کې زيات عمل ونکړ.
خليل بن احمد بصري (رح)وايي: په ما باندې هغه ساعت ډېر دروند دی، چې زه خوراک په کې کوم؛ ځکه خوراک زما وخت راضايع کوي.
ابو يوسف (رح) وايي: زوی مي وفات شو، تدفين او تجهيز مي قريبانو ته ور وسپارل، له دې امله چې د امام ابو حنيفه (رحمه الله تعالی) در س رانه پاتې نه شي.
عبيد بن يعيش(رح) وايي: ما په دېرش کاله کې په خپل لاس ډوډۍ نه ده خوړلې، بلکه خور به مي په خوله کې ګوله راکوله اومابه حديثونه ليکل.
امام ثعلب نحوي (رح) په لاره باندې دتګ پر مهال کتاب مطالعه کول؛ چې په يو کډي(خرابه ځمکه) کې ولويد او دغه لوېدل يې دمړينې لامل هم شو.
ابو محمد عبد الرحمن ابن شريح انصاري(رح) وايي: ما ابو القاسم بغوي (رح) ته حديثونه روايت کول او سر يې زما پر ځنګنو باندې ايښی وو، ما ورته وويل څومره نور لا ووايم؟ خو ده ځواب رانه کړ، ما چې وخوځول دی مبارک وفات شوی و.
خطيب بغدادي(رح) به هم په لاره باندې دتګ پرمهال دکتاب مطالعه کوله.
امام فخر الدين رازي(رح) وايي: قسم په خدای! په هغه وخت باندې ډېر تاسف کوم، چې زه خوراک په کې کوم ځکه وخت ډېر قيمتي دی.
ستر مؤرخ ابن عديم الحلبي(رح) به په سفر کې په دابه (سورلۍ) سپور وو او کتاب به يې ليکل.
امام نووي (رح) وايي: دوه کاله مي په ځمکه د آرام په خاطر اړخ نه دی لګولی، ده به په شواروز کې يو ځل خوراک او څښاک کول.
شمس الأيمه امام سرخسي (رح) په څوارلس کلنه زنداني دوره کې دڅاه له تله څخه خپلو شاګردانو ته درس ورکول او هغوی به ليکل، په دې موده کې يې په دېرش ټوکه کې لوی کتاب ((المبسوط)) وليکل.(قيمة الزمن عند العلماء)
شېخ جمال الدين قاسمي (رح) ديوې قهوه خانې مخې ته ودريد، هلته ځينې کسان په لهو لعب بوخت و؛ نوموړي په تأسف سره وويل: (( کاشکې وخت داسې شی وای، چې پلورل کېدای، ما به نن له دغه کسانو څخه ددوی ټول وختونه پېريدلی وای!
د شپږمې پېړۍ ستر عالم ابن جوزي رح خپل زوی ته داسې نصيحت ليکلي: زويه! په دې پوه شه چې ژوند له څو ساعتونو څخه او ساعتونه له څو شيبو جوړ دي، پام! دهرې شيبې داسې قدر وکړه، چې هېڅ يوه ساه درڅخه ضايع نه شې، له بې کاره ژوند څخه ډډه وکړه، په ځان کې د کار کولو عادت پيدا کړه او له قيمتي ژوند څخه په ګټه د راتلونکي لپاره خزانه برابره کړه، چې بيا په تېر وخت پسې ارمان ونه کړې.
په نن زمانه کې خلک، په ځانګړې توګه ځوان نسل خپل ارزښتناک وخت په عبثو شيانو کې لګوي، د وخت په ارزښت نه پوهېږي، دوی په داسې وسايلو او داسې ځايونو پسې ګرځي چې په مټ يې څه وخت تير شي.
سپارښتنه! رسول اللهﷺ فرمايي: زما د امت عمرونه به له شپيتو کلونو څخه بيا تر اويا وو پوري وي، ډېر کم به داسې کسان وي چې عمرونه يې له اويا کلنۍ څخه پورته شي (ترمذي او ابن ماجه)
تردې مهاله خو مو دژوند ډېره برخه ضايعه کړې ده؛ دا پاتې لږ برخه باېد ارزښتناکه وبولو او نور يې په عبثو شيانو کې برباد نه کړو.
که غواړئ چې خپل وخت له ضياع څخه وژغورئ؛ نو خپل وختونه منظم کړئ، ګټورو کارونو ته مخه کړئ، دځان لپاره هدف معلوم کړئ، د اسلافو تاريخونه مطالعه کړئ، له بې کاره ملګرو سره اړيکه پرې کړئ او له دې ټولو سره هميشه دا فکر وکړئ، چې د ډير کم وخت لپاره دې نړۍ ته دمسافر په توګه راغلی يم، بیرته به ځم، کله چې له ژوند څخه سترګې پټې کړم؛ نو د برزخ او قبر وخت هم ډير اوږد ده، له هغه وروسته به د رب په وړاندې حساب ته وړاندې کيږم او تر هغه پورې به مي قدم تر قدم تېر نه شي، تر څو چې پوښتل شوی نه يم «عمر او ځوانۍ دي په څه کې تير کړو؟» په همدې هيله…..

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *