ټولنه اوکلتور

خبرې ملغلرې!

لومړۍ برخه
حسان مجاهد
ابن قيم رح: ټول کمالات په سختۍ ترلاسه کېږي او يوازې د ستړيا پر پله له تېرېدلو وروسته يو کس کمال ته رسېدلای شي.(مفتاح دار السعادة)
ميمون بن مهران: څوک چې په پټه ګناه وکړي؛ هغه دې په پټه توبه وباسي او څوک چې په ښکاره ګناه وکړي؛ هغه دې په ښکاره توبه وباسي؛ ځکه الله تعالی بښنه کوي او پيغور نه ورکوي او بندګان بيا بښنه نه کوي ،خو پيغور ورکوي.(تاريخ دمشق لابن عساكر)
ابن رجب رح: په ذکر سره د انسان زړه نرمېږي، اصلاح کېږي او غفلت ترې پورته کېږي.(لطائف المعارف)
‏علامة ابن کثير رح: مسلمان چې دعمر په هر پړاو کې ځان اصلاح او توبه ګار شي؛ دا هم سوړ غنيمت دی، ځکه د تېر عمر ټول ګناهونه الله تعالی ورته وبښي.(البداية والنهاية لابن كثير٣١٨/١٠)
شېخ عبد الرزاق البدر رح: دوه داسې کارونه دي ،چې له بنده سره په دې کې مرسته کوي ،ترڅو د دنيا حقيقت درک کړي، زهد اختيار کړی او دالله تعالی او آخرت غوښتونکي شي:
۱_ د دنيا په زوال او ژر ختمېدو کې فکر کول او دا سوچ کول، چې زه به له دې دنيا کوچ کوم يا ژر يا وروسته.
۲_ په آخرت کې د دې فکر کول، چې هغه هميشنی او د خير کور دی.(تجديد الايمان)
شېخ ابن عثيمين رح: د سيرت لوستنه په زړه باندې عجيب تاثير کوي؛ ځکه انسان پند ترې اخلي او داسې انګېري لکه له صحابه کرامو سره، چې اوسي چې په دې سره زړه نرمېږي.( فتاوى نور على الدرب۱۹/۱۲)
ابن جوزي رح: الله تعالی چې له يو بنده سره بغض وکړي؛ نو په هر حال سرګردانه وي، لوړو کارونو ته درسېدو همت ورنه واخلي او له غوره کارونو څخه يې په سپکو او عبثو کارونو اخته کړي.(صيد الخاطر۸۴/۱)
ابن قيم: که په دنيا کې په بنده مصيبتونه نه راتلای؛ نو خامخا به له تکبر، عجب، دزړه سختۍ او داسې نورو هلاکوونکو مرضونو سره مخ شوي وای.(زاد المعاد ١٧٩/٤)
ابن کثير رح: امام بخاري رح به په يوه شپه کې له خوبه را پاڅېد، څراغ به يې روښانه کړ او هغه فايده به يې وليکله ،چې په زړه کې به ور تېره شوې وه، بيا به يې څراغ مړ کړ، بيا به ولاړ شو، او څراغ به يې روښانه کړ، تردې چې نږدې شل ځله به يې دا کار تکرار وه. (لبداية والنهاية ٣١/١١)
ابن قيم رح: لکه څنګه چې تقوا رزق را جلبوي؛ دا شان ګناهونه نيستي را جلبوي او دګناهونو له پرېښودو پرته په بل هېڅ شی سره رزق لاس ته نه راځي.(الفوائد۵۳)
ابن عثيمين رح: کله چې انسانان له مسنونه او شرعي اذکارو غافل شي؛ نو پيريان پکې ډېر شي او په دوی باندې بازۍ پيل کړي(لقاء الباب المفتوح١٩٧)
ابن مسعود رض: له موږ څخه به چې چا لس آيتونه زده کړل؛ نو تر هغه وخته به نورو آياتونو ته نه تېريده؛ ترڅو چې به يې په دغو آياتونو باندې عمل نه و کړی او په معنا يې نه و پوه شوی.( جَـامِـعُ الـبَـيَـانِ ٧٤/۱) نور بيا ان شاء الله تعالی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *