ټولنه اوکلتور

اموي خلافت

شپږمه برخه
ليکوال: عبدالرحمن محمود
حضرت معاوية رض د حضرت عمر رض په دور خلافت کې: حضرت عمر رضي الله عنه د استعداد خلک ډير په دقيقه توګه پېژندل ، دا چې حضرت معاوية رضي الله عنه ته يې اهم مسئوليتونه ورکړې و، له دې څخه معلومېږي چې حضرت معاوية رض د داسې صفاتو حامل و، چې دې يې اهل د قيادت او مشرۍ ګرځولی و. کله چې حضرت عمر رض و شام ته سفر وکړ ، حضرت معاوية رضي الله عنه يې استقبال ته په ډېر لوی شان او شوکت او دبدبې سره ورووت ، حضرت عمر رضي الله عنه ته دغه حالت خوند ور نکړ ، حضرت معاويه ته يې وويل: ستا شکايت ماته رارسېدلی چې حاجت لرونکي خلک دې پر دروازه ډير وخت په انتظار ولاړ وي او ته په دې حالت کې يې ؟ زړه مې غواړي چې حجاز ته دې لوڅې پښې ولېږم ، حضرت معاوية رض ورته وويل: اې اميرالمؤمنينه زه په داسي مځکه کې اوسم چې هلته د دښمنانو جاسوسان ډېر دي ، نو دا لازم ګڼم چې په داسې يو حالت کې ژوند وکړم چې د اسلام او د مسلمانانو د امير عزت او هيبت او د اسلام قدر او منزلت پرې ښکاره سي ، که ته راته اوس امر وکړې دا کار به کوم او که منع راته و فرمايي و به يې نه کړم. حضرت عمر رضي الله عنه ورته وويل: که چېرې دې خبره سمه وي، نو د هوښيار سړي فکر دې ده او که دې خبره باطله وي نو دا خداع او چم دې هم د هوښيار سړي دی. حضرت معاوية رضي الله عنه ورته وويل چې بيا په همدې کار امر راته وکړه ، حضرت عمر رض ورته وفرمايل: ندې امر کوم او نه دې منع کوم. د حضرت معاوية رض دا ځواب دده پر سياسي بصيرت او د رعيت پر احوالو د پوره علم او درايت دلالت کوي ، ځکه خو حضرت عمر رضي الله عنه دده سياست بد و نه باله ، باوجود ددې چې د حضرت عمر رض دا ډول سياست او کردار نه و. يوه ورځ حضرت معاوية رض چې يوه شين رنګه قيمتي چپنه يې اغوستې وه د حضرت عمر رض مجلس ته حاضر سو ، حضرت عمر رض د خوشطبعۍ په کيفيت ور ولاړ سو، پخپله دره/قمچېنه يې څو ځله وواهه ، حضرت معاويه رض ورته وويل: مکوه اې اميرالمؤمنينه. ناستو کسانو ورته وويل چې ولې دې وواهه؟ حضرت عمر رض ورته وويل: په رب تعالی قسم چې خير مې ور څخه ليدلی او اوريدلی ، مګر دی لوړ و ، په دې غرض مې وواهه چې يو څه يې کښته کړم. کله چې به حضرت عمر رض حضرت معاويه رض وليد، نو ويل به يې چې معاوية د عربو امپراتور دي. خلاصه دا چې د حضرت معاوية رض قدر او شان د حضرت عمر رض په نظر کې ډېر لوړ و ، د خپل امارت پر مهمو ښارونو يې امير ټاکلي و ، تر پايه يې معزول نکړ ، باوجود ددې چې حضرت عمر رض خپل واليان ژر معزولول ، حضرت عمر رض ته د معاوية رض هوښيارۍ او سنګين والي ډير خوند ورکاوه ، يوه ورځ يې وويل تاسې له کسری او قيصر څخه متاثر ياست په داسې حال کې چې له تاسې سره معاوية شته؟

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *