
اختره دا ځل به دې ولمانځم!
مولوي ضياءالحق حسان
کوچنی اختره، ستړی مه شې!
اختره! درته خوښ يو او په مسکا دې لمانځو؛ ته له فتحې وروسته دوهم وياړمن اختر يې چې د زخمي هېواد غېږ دې کوربتوب کوي؛ ته خو لا کمکی يې، موږ دې هاغه لوی اختر هم د سرونو په نذرانه لمانځلی.
کمکی اختره! دا ځل زموږ د چم خوښۍ تاندې شوې، زموږ له سيمې اوسمهال ويرونه نه بلکې خوښۍ بدرګه کيږي.
هوکې د اختر په شپه د نورو خوښيو تر څنګ نکريزې هم راپه پخلا شوې، اوس دلته د امن فرښتو وزرونه غوړولي او د درنې چاپې پر ځای د امن ګلان شيندي.
د اختر سهار مو هم هاغه پخواني کيف خپل کړي، دا ځل بيا د مسجد مناره تانده او ممبر مو په الهي ولولو مزين دي.
اختره! دلته اوس د شهيد جانان فاتحه نه بلکه د ځوانانو د مينې مجلسونه ګرم دي، اوس مو مسافر او مهاجر هم هېواد ته راستانه شوي او په يو ټغر يو او بل ته د اختر مبارکۍ ورکوي.
اختره! ستا خوښي د تللو اتلانو بېرغونه هم وړاندې کوي د دوی د بيرغونو رپرپا موږ ته د ازادۍ د نعمت د شکر پيغام راکوي.
اختره! اوس مو د يتيم اوښکې وچې دي، د شهيد لالي له وينو تاند نظام يې پالنه کوي.
دلته د بورې، ورارې او کونډې ساندې ګونګې دي؛ هېواد کې د امن او اسلامي نظام يې د خوښۍ په ټال زنګوي.
پای