
هغه اسلام چې د دښمن غاښونه برېښوي!
مولوي وقايت الله (وقار)
د اسلام په اړه د مختلفو برداشتونو لرل د معاصرې مسلمانې نړۍ ځانګړتيا نه ده، دا له پېړيو پېړيو راپاتې ميراث دی چې ورو ورو هماغه تصور مخ په وړاندې ځي، کوم ته چې قربانۍ ډېرې ورکول کېږي او افراد ورته ښه په درز کې کار کوي او هماغه تصور خپ او له منځه ځي ،چې افراد يې ورته ګام په ګام شا کوي او يا هم ، تر څو محدودو وګړو پورې خاص کېږي.
موږ چې له اسلامي شريعت څخه کوم تصور لرو، لويه ځانګړنه يې داده،چې دا تصور اسلام د ژوند هر اړخ ته شامل ګڼي او لکه څنګه چې د اسلام خوږ دين د ژوند د هرې برخې لپاره آداب، اصول او قواعد لري، دغسې موږ هم دين د ژوند د بشپړ نظام په توګه منو او ورته لاس په کار يو.
د اسلام لپاره کار که په کمه او يا ډېره کچه، د ستاينې وړ او د ثواب مستحق دی، خو لکه څنګه چې د يوه کروندګر کرونده د هغه د ځمکې په پراخوالي سره زيات حاصل ورکوي، دغسې د اسلامي مبارزې د ډګر په پراخۍ سره طبعي ده ،چې اجر او ثواب هم پراخېږي او دا خو معلومه خبره ده ،چې د هغه کس اجر او ثواب ډېر دی کوم،چې ډېر کار کوي او د کار ساحه يې هم پراخه وي.
د فتنو په اوسني توپان کې په کار داده چې دين ته څوک په هره اندازه زړه نږدې کوي، احترام يې وشي، مينه ورکړل شي او دغه احساس يې وستايل شي، دا ځکه چې نن موږ په يوه ړنده نړۍ کې اوسو او داسې حالت راغلی، چې که چېرې د حق داعيان له هوښيارۍ کار وانه خلي او د خپل صف عادي او ستر وګړي په تشويق او هڅونه له ځانه سره لاس په لاس نه کړي؛ نو باطل خو دې ته ډېر اماده دی،چې په لويو قيمتونو راڅخه کدرونه خپل کړي او د خپل رنګ د غلبې لپاره ترې ګټه واخلي.
دلته زموږ موخه هېڅکله دا نه ده،چې په جزيي لحاظ د ديني کار کوونکي بد وګڼو او يا يې ورته په کمه سترګه ګورو، نه هېڅکله نه او خدای تعالی دې داسې نه کوي،چې موږ دې د دين يو وړوکی حامي هم وړوکی وګڼو.
خو هدف مو دادی ،چې د دين حقيقي روح ته په کتنې لږ د هر اړخيزې مبارزې ارزښت ته پاملرنه په کار ده او که نور هېڅ هم نه وي، مناسبه داده ،چې هغه مخلص وګړي،چې د هر اړخيزې مبارزې په تلاش دي بايد يو څه لاسنيوی يې وشي او که همکاري ورسره نه شو کولی؛ نو لږ تر لږه بايد په اړه يې په منفي تبليغاتو خپل مجلسونه ګرم نه کړو.
دا زموږ د معاصرو اسلاميونو ستونزه ده او ډېره اساسي ده، نن چې موږ په خپلو کې سره اړم يو، ډېر کله يې سرچينه همدا وي ،چې موږ د يو بل د ارزښت او فضيلت په خلاف په زوره مېچنې وهو او ډېر کله مو د نقد مرکزي نکته داوي ،چې خپل کار راته کار ښکاري او د نورو هغه ارزښتمن کار ته په سپکه ګورو.
د دې ستونزې پايله دا شوه، چې په اسلامي امت کې ديني کار ووېشل شو، ځينو تدريس ته مخه کړه، چا تاليف راونيوه، ځينې په دعوت او تربيه بوخت شول او ځينو بيا اجتماعي کارونو ته لومړيتوب ورکړ… دا هر څه په خپل ځای کې د استعدادونو پر اساس ووېشل شول او نن هم چې څوک د کوم ډګر وړتيا ډېره لري هرو مرو ورته انتخابېږي او خپل ډګر په خپل فعاليت رڼوي، خو په خواشينۍ سره چې ورځ تر بلې له دغه وېش څخه يوه بدګوماني مخ په راټوکېدو ده، چې هر څوک خپل کار هماغه کار ګڼي ،چې ګويا له رسول الله (ص) او سلفو صالحينو (رض) څخه مستقيماً په پوره شکل همده ته ورپاتې دی او د بل د کار په اړه داسې انګېري ،چې د هغه کار نيمګړی دی، کمزوری دی او حتی ديني کار نه دی، ګويا هسې د دنيوي مفاداتو د لاسته راوړنو په خاطر دی.
په کار داده چې زموږ اوسني اسلامپال دا خبره درک کړي، چې زموږ د دغه ډول مشکلاتو لوی سبب په دين ناپوهۍ او له رښتيني ديني تصور ناخبري ده، دلته هم که ځير شو، ډېر هغه د جزيې مبارزې ننني اتلان ،چې په خپلو کې سره په مخالفت لګيا دي يوازې د دې په خاطر دي،چې ديني تصور يې درست نه دی، دوی فکر کوي چې ګويا دين يوازې په هماغه بند او چوکاټ کې را بند دی، چې زما ورته پام دی او ټول هغه کارونه،چې د ده له چوکاټه بهر ترسره کېږي؛ نو حتماً به يې ديني نه ګڼي او که چېرې يې د زړه په زور ديني وګڼي هم؛ خو په ضرورت او فضيلت ورته په آسانۍ نه قايل کېږي.
قرآنکريم د اسلامي شريعت د لومړني مصدر په توګه مسلمانان آن د دښمن په اړه هم عدالت ته رابللي دي، له دوست سره خو عدالت په طريق اولی مطلوب دی، هلته چې فرمايي:
ژباړه: (( ای هغه کسانو چې ايمان يې راوړی دی، تاسو د الله تعالی د حقوقو پوره کوونکی او په عدالت سره ګواهان شئ او په تاسو باندې دې د يوه قوم دښمني د بې عدالتۍ لامل نه شي، عدالت وکړئ، دا تقوا ته نږدې دی او تقوا وکړئ، يقيناً الله تعالی په هغه څه چې تاسو يې کوئ، خبردار دی.)) المائدة/۸
کله چې له دښمن سره په عدالت موږ ته امر شوی؛ نو له دوست او ورور سره خو به له فرض درجې هم عدالت پورته وي.
په همدې بنياد دې ته ځيرتيا ښايي ،چې دين د ژوند بشپړ نظام دی او کله چې موږ په دې اګاه شو ،نو بيا دا کومه سخته خبره نه ده ،چې د بل د کار په اړه په احترام قايل شو، په فضيلت يې اعتراف وکړو او يا تر دې هم يو ګام مخکې ورشو او مرسته ورسره وکړو…
دين د ژوند بشپړ نظام دی، دا هغه دعوه ده چې قرآنکريم پرې ګواهيانې لري، نبوي احاديث پرې دلايل لري، د رسول الله (ص) او د ټولو سلفو صالحينو (رض) عملي ژوند پرې کافي او قانع کوونکي ځوابونه لري، خو له دې سره سره هم ډېر په دې هڅه کې دي ،چې دين د ژوند له يوې خاصې دايرې خاص کړي، دلته څوک دين تر جومات بندول غواړي، ګويا ،چې دين له جومات بهر ټولنه نه پېژني، څوک يې تر قلم خاص کوي، ګويا دين عمل کې هېڅ دی، څوک يې په تدريس پورې خاص ګڼي؛ ګويا دين يوازې د تدريس نوم دی، څوک يې د يو څو خاصو شعارونو په دعوت راڅرخوي، ګويا دين يوازې د څو شعارونو دعوت دی، ځينې يې يوازې جهاد ګڼي، ګويا دين د دښمن له څملولو پرته بل څه نه لري، ځينې يې يوازې تر سياست منحصر ګڼي؛ ګويا دين د چوکۍ لاسته راوړل او بيا د خپلو خواهشاتو بنده ګي ده، دا تصورونه په ټوله که په ښه ګومان او سهوې سره وي او که په بد ګومان او قصدي توګه وي، له هماغې ناپوهۍ سرچينه اخلي چې موږ ورته وړاندې اشاره وکړه.
موږ پورته يادونه وکړه ،چې دين ته هر اړخيز کار سخت دی، خو بايد تصور يې له هر چا سره وي او ارزښت ته يې قايله شي، د دې يوه ګټه به دا پيدا شي ،چې په خپلو به لږ له بدګومانيو راووځو او نېک ګوماني به عامه شي، په خاصه توګه هغه مبارزين چې په فردي تقوا او روحي اړخ ډېر ټينګار کوي، بايد پوه شي چې ستاسو د کار ساحه له عظمتونو ډکه ده، مګر له دې څو چنده زياتې د عظمتونو ساحې نورې هم شته او هغې ته هم پام په کار دی، لږ تر لږه زموږ د روحي کار او فردي تقوا اسلامپالي مبارزين بايد دې ته متوجه شي ،چې دين يوازې ستا په فردي ژوند کې مهم نه دی، بلکې له دې سره سره دې په ټولنيز ژوند کې هم دين درته لارښوونې لري او ډېر څه درنه غواړي… هغوی چې دين هر اړخيزه مبارزه کوي او يا لږ تر لږه دين د ژوند بشپړ نظام ګڼي او هر اړخيزې مبارزې ته يې د قدر په سترګه ګوري، هماغه خلک دي ،چې د خدای تعالی رښتيني استازولي کوي او څوک چې هم د دغه کاروانيانو مخه په جزيې کارونو نيسي پوه دې شي ،چې د ټولو ګډ دښمن ته په لوی لاس زمينه برابروي او د هماغه اسلام مخه نيسي چې د دښمن غاښونه ترې برېښي.
دښمن په هېڅ صورت له هغه دين سره مخالفت نه درلود او نه يې لري ،چې يوازې تر فردي ژوند پورې خاص وي، بلکې پرون او نن چې دښمن د اسلام په خلاف پايڅې را بډوهلې اساسي نکته يې داده ،چې هغوی دين د ژوند په ټولو چارو کې د قانون او لارښود په حيث نه مني، هغوی نه شي زغملی ،چې دين دې فرد، کورنۍ او ټولنه په يو شکل رهبري کړي او د نړۍ د نېکمرغۍ مزل دې ووهي، دا هماغه د مبارزو د ځغلولو نکته ده ،چې پرون تر بدر، احد، حنين، يرموک او… پورې يې مقابلې ته باطل پال راغلی و او نن يې هم د کابل، بغداد، اسلام آباد، قاهرې او… ميدانونو ته خپل شيطاني لاسونه راغځولي دي.
هغه دين چې د دښمن غاښونه ترې برېښي، د امپراتورۍ او تمدن په توګه د دين منل او هغې ته کار کول دي.
موږ به د همدغه غاښ ماتوونکي او غاښ برېښوونکي دين د حاکميت په لټون درومو، څو د دين وړانګې زموږ د ژوند ټول اړخونه منور کړي او هغه ورځ راشي، چې دين په کې غالب وي، هلته چې بيا به انسانيت په رښتيني لحاظ د نېکمرغۍ تر درشل رسېدلی وي. ان شاء الله