مقالی اوتبصرې

کول حشمت خان ته دې جدي پاملرنه وشي

د کابل ښار د اتمې ناحيې اړوند د کابل تاريخي بالاحصار او شهداء صالحین ته څېرمه د حشمت خان تالاب کوم چې زموږ ښار ته يې زياته ښکلا ور بښلې ده .

د ښکلا همدې طبيعي شتمنۍ ته په دې وروستیو کې د انساني او طبيعي لاملونو له مخې سخت زیان اوښتی دی .

الف ، طبيعي عوامل :

 وچکالي،نړیواله تودوخه،بيابان کېدل او د بوټو او ژويو له منځه تلل دي.

ب ,انساني عوامل :

په اړونده سيمه کې خپلسرې مداخله،ښکار، د اوبو د ورتلو د لارو بندول ،د اوبو ککړول ،له اوبو څخه زياته ګټه اخستنه ، د اړوندې ساحې څخه د مسکن ګټه اخيستل او نور دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار همدا اوس د اوبو د کمښت له ناورين سره مخ دی .نو اړینه دا ده چې د هر ډول طبيعي او انساني اوبیزو سرچينو د احیاء لپاره  کار وشي.

د حشمت خان کول نه تنها د اوبو یوه سرچینه ده، بلکې د ژوند د چاپېريال له اړخه هم  خورا لوړ ارزښت لري، د زرګونو ژويو مسکن دی ، د ایکوسیستمونو مجموعه ده ، د ژويو او الوتونکو د ژوند پرچاپېريال سربېره د کابل ښار د هوا په پاکوالي او ښکلا کې یې هم رول  خورا لوړ دی او همداشان له ټولو حیاتي ونډه د کابل ښار د مرکزي برخو د ځمکې لاندې  اوبو تقویه ده .

د اوبو د همدې منبع د ساتلو لپاره دې لاندې چارې سرته ورسیږي.

١_د یاد شوي کول ځمکه دې تثبيت شي او د یوې مانع پواسطه دې احاطه  شي ترڅو ژوي او الوتونکي خوندي وي.

٢-یو شمېر فعالیتونه چې د کول په منځ یا یې په څنډو کې ترسره کیږي کوم چې د اوبو د ککړېدو لامل کیږي لکه د موټر جوړولو ورکشاپونه، د خځلو ډېرانونه او نور په کلکه بند شي. نه داچې اوبه ککړیږي بلکې زهري کیږي چې له امله یې ګڼ شمېر ژوي ژوند له لاسه ورکوي.

٣ _څرنګه چې کول حشمت خان په یو حساس موقعيت کې خپل شتون راښیي هغه داچې د کابل بالاحصار او شهداء صالحین هدېرې سره نږدې شتون لري ،د دریواړو ځایونو رغونه ،خوندیتوب او پاملرنه به دا سيمه د سیاحت ، ګرځندوی او تفریح لپاره وړ ساحه وګرځوي چې له امله به يې د عوایدو یو بل زون منځ ته راشي.

٤-د مصنوعي اوبو تغذیه:

دا کول که څه هم یوه اندازه اوبه په خپله لري خو دطبيعي او انساني پېښو له امله دا اوبه په نشت حساب دي غوره دا ده چې مصنوعي تغذیه شي ،ځکه موږ د دې ډول کړنې لپاره د کابل سیند دوه مرستیالان په واک کې لرو چې یو د لوګر او بل د للنندر دی دا په داسې حال کې ده چې د لوګر له سیند څخه کانال لري باید پاک وساتل شي، څارنه یې وشي او د  رسوباتو مخه ونیول شي،بله خوا باید د للنندر له سيند څخه هم تغذیه شي ،ځکه دا چاره د پایپ او ویالې له لارې شوني بريښي شاید تر یوې کچې مالي لګښت به ولري خو دا چاره ډېره اړینه ده، ځکه که چېرته د شاتوت بند ورغول شي دا به ددې موکه برابره کړي چې د کال دولس میاشتې ياد کول ته اوبه ورکړي.

٥- د رسوباتو د مخنیوي په موخه بايد په اړوندوغونډيو او اړخونو کې دې واټرشید تطبیق او ونې زرغونې شي.

 حبیب الرحمن رحیمي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *