
چېن ولې د اسلامي امارت د رسميت پېژندلو لپاره يو سترګام پورته کړ؟
ګلاب الدين خپلواک
چېن د آسيا په ختيځ کې يو پياوړی اقتصادي هيواد دی، چې په نړۍ کې له پنځو مهمو قوتونوڅخه بلل کېږي، چېن د نړۍ د اقتصاد واګي په لاس کې لري چې د نړۍ تقريباً ستر قدرتونه لکه: آمريکا او روسيه اقتصادي او تجارتي راکړه ورکړه ورسره کوي، د چېن سياست نړيوال اقتصاد محوره سياست دی.
اوس سوال دادی چې، چېن د څه لپاره اسلامي امارت ته له اولې ورځې څخه خلاصه غيږه ورکړه؟
د دي سوال لپاره کيداي سي څو ځوابه ولرو،
لومړۍ: داچې د چېن او اسلامي امارت تر منځ مشترک هدف موجود و، چې هغه د آمريکا زوال د افغانستان او سيمي څخه و.
اسلامي امارت هڅه کوله چې افغانستان له اشغال څخه خلاص او خپل حکومت چې د امريکايانو له خوا له منځه تللی و، بيرته تر لاسه کړي او چېن هم ورته هدف در لود چې د آمريکا حضور د سيمې خصوصاً د چېن دګاونډي توب څخه لري کړي، نو ځکه يې وار له مخه له اسلامي امارت سره اړيکي ټينګې او مصئون تګ را تګ يې ورسره پيل کړ.
دويم: داچې چېنايانو ته جوته وه چې دافغانستان پخواني جهادي مشران، چې د آمريکا له راتګ سره افغانستان کي يووار بيا دآمريکايانو پر اوږه سپاره د افغان مظلوم ولس پر ګردو ور وختل او د افغان مظلوم ولس د وينو زبيښلو ته يې ودانګل، د آمريکا لاس پوڅي او د آمريکا د ګټو لپاره به دافغانستان پر هيڅ ګاونډي باندي رحم ونکړي ،نو د دغو شريرو آمريکايې پلویو څيرو د را پر زولو په خاطر يې، د افغانانو اصيلو بچو ته چې دخپل هيواد د آزادۍ لپاره د اسلامي امارت تر چتر لاندي را ټول سوي و او ديو اقتصاد محوره او متوازن سياست خاوندان وو لاس ور وغځاوه، چې نن يې موږ له تعامل وروسته، د رسمي ډيپلوماتيکو اړيکو شاهدان يو.
درېيم: د سيمې هيوادونه د افغانستان د تيرو څلورو ليسزو ناورين څخه دې نتيجې ته رسيدلي، چې د افغانستان بي ثباتې د نړۍ اوسيمې د بي ثباته کولو لپاره يو بالقوه خطر جوړيداي سي او چېن بيا له ټولو هيوادو د ياد خطر څخه ويره لرله، نو ځکه د چېن هڅه داده چې له اسلامي امارت سره چې اوس د افغانستان لپاره د يو مرکزي او واحد حکومت حيثيت لري نژدي اړيکي وپالي، تر څو افغانستان بيا د بي ثباتۍ او تاوتريخوالي کندې ته ور ټيل نه وهل سي او په راتلونکي کي، چېن ته د افغانستان تاوتريخوالۍ بالقوه خطر جوړ نسي او د نړيوالو قوتونو د سياليو په مرکز بدل نشي،نو دوي هڅه کوي چې د اسلامي امارت سره په مختلفو سياسي، اقتصادي، علمي او نورو څانګوکي غيږه ور کړي، تر څو ياد بالقوه خطر څخه يي ځان ژغور لی وي.
څلورم: چېنايانو ته تر هر څه اقتصادي پياوړتيا او د نړۍ اقتصادي ځواک جوړيدل اود نړۍ اقتصادي واک په لاس کي اخيستل ډير مهم دي، چېنايانو د نړۍ اکثرو هيوادو کي پر اقتصادي زيرمو خصوصاً معادنو خيټه اچولي، حتي افريقايي هيوادونه چې د نړۍ مهم معادن لکه یورانيوم لري اود چېن څخه ډير لري پراته دي، لاهم د چېن له سترګو ندي پټ او هلته چېن د معادنو پر استخراج پانګونې کړي ، په افريقايې هيوادو کي وروستيو کودتاګانو او تحولاتو چېنايان خوا توري کړي او د لاري لريوالۍ هم باعث د دي دي، چې چېنايان د لري پرتو هيوادو پرځای د معادنو خزانې افغانستان ته مخ را واړ وي، اوسني امنيت او د اسلامي امارت اقتصاد محوره او متوازن نړيوال سياست او د آمريکايانو نشتون،چېن ته دا انګيزه ورکړه چې د لري پرتو او بي ثباته هيوادو پرځاي با ثباته افغانستان ته زړه ښه کړي.
چېن ته دا واضح ده چې اسلامي امارت به تر هغه وخته د چېن سره ستراتيژيکي اقتصادي اړيکي ټينګې نکړي، تر څو چېن د افغانستان حاکم دولت ته په نړيواله کچه د رسميت پيژندلو لپاره لابي،لاره هواره او د نړۍ هيوادونه دي ته و هڅوي چې د اسلامي امارت سره د تعامل او د رسميت پيژندلو ګامونه پورته کړي.
په نړيوال سياست کي د يو هيواد د ر سميت پيژندلو لپاره دوه ډوله رسميت کاريږي، يو يې صريح رسميت پيژندل دي، چې هيوادونه د اعلاميو له لاري بل هيواد په رسميت پيژني او بل يې ضمني رسميت پيژندل دي چې هغه د رسمي اعلاميو پرته د ياد هيواد سره په مختلفو څانګو : لکه اقتصادي، سياسي، علمي، فرهنګي او ډيپلوماټيکي اړيکي دي چې د مطلوب هيواد سره يې کوي، د نړۍ اوسيمي اکثرو هيوادو اسلامي امارت په ضمني توګه په رسميت پيژندلۍ خو چېن د خپل نوي سفير او هغه د اعتبار نامي سره افغانستان ته راليږل او اسلامي امارت ته دا موقف ورکول لکه د يو رسميت پيژندل سوي حکومت، دا د چېن له خوا د صريح رسميت پيژندلو پر لور ستر او اساسي ګام و، چې کيدای سي نور هيوادونه هم د چېن څخه د الګو اخيستلو سره د اسلامي امارت د رسميت پيژندلو لپاره همداسي ستر ګامونه پورته کړي.