مقالی اوتبصرې

چاودېدونکي توکي او پټ ماینونه لا هم له خلکو قرباني اخلي

بې له شکه چې زموږ په جګړه ځپلي هېواد ګران افغانستان كې د ګڼ شمېرستونزو ترڅنګ يوه هم دماينونو اوناچاودلومهماتو شتون دى چې وخت ناوخت دهېوادوالو ژوند ګواښوي، په حقيقت كې چاودیدونکي توکي او ځای پرځای شوی ماينونه هغه پټ دښمنان دي چې له تیرو جګړه ييزو خونړيو كلونو څخه را په دې خوا ترننه پورې هرانسان يا څاروى چې پرې برابر شي له ژوند اوهوساينې څخه يې بې برخې كوي اوهركال ددغه دښمن له لاسه دهېواد په ګوټ ګوټ كې زموږ ګڼ شمیر مظلوم هېوادوال خپل خوږ ژوند له لاسه وركوي او ياهم معلول اومعيوب كیږي، البته سره له دې چې د ۱۴۰۲ لمریز کال دسلواغې میاشتې لومړۍ نیټه چې د ۲۰۲۴ زیږدیز کال د جنوري له ( ۲۱ ) مې نیټې سره سمون لري د ځای پرځای شویو چاودیدونکو توکو پرضد د ملي مبارزې نړیواله ورځ ده او دنړۍ په ګڼ شمیرهېوادونو کې د همدغې ورځې په مناسبت بیلابیلې ناستې اوغونډې جوړیږي او په ټوله کې په دې باندې ټینګار کېږي چې چاودیدونکې توکې باید له منځه یووړل شي ترڅو د بې ګناه خلکو د مرګ ژوبلې، معلولیت او معیوبیت سبب نه شي، بلکې نړۍ باید ټولو انسانانو او بشریت ته د هوسا ژوند د پرمخ بیولو غوره چاپیریال واوسي نه د کړاوونو، بدمرغیو، ناتار او مرګ ژوبلې ناوړه ماحول، خو په ډیرې خواشینۍ سره باید وویل شي چې زموږ په ګران هېواد جګړه ځپلي افغانستان كې دګڼ شمیرستونزو ترڅنګ يوه هم د ناچاودلومهماتو شتون دى چې وخت ناوخت دهېوادوالو ژوند ګواښوي.
البته سره له دې چې په افغانستان كې درسنيو په حواله ګڼ شمیر موسسې اوبیلابیل بنسټونه دماينونو دله منځه وړلو اوعامه پوهاوي په برخه كې كار كوي، خولاهم د افغانستان هغه سیمې چې د ماینونو او ناچاودلو مهماتو له شتون څخه تصفیه او پاکې شوې نه دي له مظلومو هېوادوالو څخه قرباني اخلي، البته د یاددښت وړ ده چې په افغانستان كې د تیرو څه باندې څلورنیمولسیزو جګړه ددې لامل شوې چې زياتې سيمې په ماينونو او تعبيه شويو موادو وپوښل شي او ترڅنګ يې په ځينو سيمو كې دماين پاكۍ بهيرهم له ننګونو سره مخ كړي، دغه راز ویل شوي چې دامهال په افغانستان كې کابو دوه زره كيلومتره مربع مځكه په ماينونو پوښل شوې، كه څه هم ټاكل شوې وه چې افغانستان تر ۲۰۲۳ زیږدیزكال پورې په بشپړډول له ماينونو اوناچاودلو توكو پاك اعلام شي، خو د ۲۰۲۳ کال په تیریدو او د ۲۰۲۴ زیږدیزكال په رارسیدو سره سره بیا هم په افغانستان كې دماينونو دله منځه وړلو په برخه كې دمرسته كوونكو هېوادونو ناڅيزې مرستې دغه هدف ته رسیدل ستونزمن كړی دی، همداراز په دې وروستیو کې ویل شوي چې په تیرو څو میاشتو کې د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو له امله زموږ ګڼ شمیرهېوادوالو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده، چې په هغو کې د نارینه وو په ګډون ښځې او ماشومان هم شامل دي.
بناءً دایوڅرګند واقعیت دی چې د هېواد په مختلفو سیمو کې دماينونو اوناچاودلومهماتو شتون هغه څه دي چې وخت ناوخت دهېوادوالو ژوند ګواښوي، په حقيقت كې ماين هغه پټ دښمن دى چې له تیرو جګړه ييزو كلونو څخه را په دې خوا ترننه پورې هرانسان يا څاروى چې پرې برابرېږي له ژوند اوهوساينې څخه يې بې برخې كوي اوهركال ددغه دښمن له لاسه دهېواد په ګوټ ګوټ كې زموږ ګڼ شمیر مظلوم هېوادوال خپل خوږ ژوند له لاسه وركوي او ياهم معلول اومعيوب كېږي، په دې خاطر د هېواد هغه سیمې چې لاتراوسه تصفیه شوي نه دې، نوانسان پالنه او بشرپالنه دا ايجابوي چې په ټوليزه توګه نړيوال مرستندويان بايد د مهربانۍ له مخې د افغانستان دماين پاكۍ له پروگرام څخه هراړخيز ملاتړ وكړي او په دې برخه كې خپلې مرستې له پخوا لازياتې كړي چې ډېر ژر افغانستان له ماينونو اوناچاودلو توكو څخه پاك هېواد اعلان شي.
البته له دې واقعيت څخه هم بايد سترګې پټې نه شي، چې دماين پاكولو دځينو موسسو دهلوځلو په پايله كې دپام وړ سيمې له ماين اوچاوديدونكو توكوڅخه پاكې شوې دي، خو بياهم هغه سيمې چې لاتراوسه ماينونه اوچاوديدونكي توكي په كې شتون لري دهغو رااېستل اوشنډول وخت ته اړتيا لري او په دې اړوند له شك پرته چې دنړۍ د مرستندويو هېوادونو پرله پسې او دوامدارې مرستې ډېرې اړينې دي، دا واقعيت دى چې جګړه ځپلى افغانستان دماينونو اوچاودېدونكو توكو په برخه کې دماين پاكي داړوندو بنسټونو او مرستندويو هېوادونو له انساني مرستو څخه مننه كوي ا وپه دې باب د دوی نه ستړي كیدونكوهڅو او خدمتونو ته دقدر په سترګه ګوري او په دې برخه كې يې لاهم دزياتو خدمتونو غوښتونكي دي، ترهغه چې له امله يې په بشپړه توګه زموږ ټول هېواد دماينونو، چاوديدونكو توكو او ډول ډول مهماتو له خطر اوشتون څخه پاك كړاى شي او وروسته له دې هیڅ افغان د ټوپك په مرمۍ، ماين اود چاودېدونكو مهماتو له امله خپل خوږ ژوند له لاسه ورنه كړي او نه هیڅ يوه افغان پتمنه اوقدرمنه كورنۍ دخپلو عزيزانو په وير اوماتم كښينول شي، بلكې ټول افغانان په سوله اوهوساينه كې پرته له هرډول ويرې اوګواښ څخه په بشپړه هوساينه دژوند چارې پرمخ بوزي او د پاك الله (ج) رښتينى عبادت په آرام زړه او هوسا خاطر ترسره كړي او په بشپړې هوساينې د ژوند له بې شمیره خوښيو څخه خوند واخلي.

شاه محمود دروېش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *