مقالی اوتبصرې

چابهاربندر به د افغانستان په بهرنۍ سوداګرۍ کې له ټولو لوړاو مهم رول ولوبوي

افغانستان په وچه کې را ګير دی،چې له نورو هېوادونو سره په مشترکو پولو کې څلورخوا، بندرونه يې په وچه کې موقيعت لري، چې ځينې وختونه د پرتو پلمو په ترڅ کې په دغه بندرونو د بندښت ستونزې را منځ ته کېږي، آن تر دې چې د بندښت په حالاتوکې ديپلوماتيکې اړيکې هم په ټپه درېږي، دا ستونزې زياتره د هېواد په ختيځو او سهيل ختيځو بندرونو لکه تورخم، خرلڅي ، ګلام خان او د سپين بولدک په بندرونوکې را منځ ته کېږي او هغه افغاني واردات چې د بحرله لارې صورت نيسي دکراچۍ په بندرکې په مياشتوځنډول کېږي،چې د وخت تابع توکي په کې خرابېږي او يا خپل کيفيت له لاسه ورکوي،چې دا ټول له افغاني سوداګرو سره ستر ظلم او جفا ده چې د پاکستان لخوا په افغان سوداګرو تحملېږي ، لنډه دا چې په نړيواله سوداګريزه پروسه کې پاکستان په افغانانو په زړه جوړې ملنډې وهي اوجالبه داچې د بندرونو د بندښت په هوسبازيوکې خپل هېواد ته له افغانستان زيات زيان اړوي،ځکه افغانستان او د ماورای النهر هېوادونو ته يې صادرات ځنډېږي، د بندرونو د بندښت پېښې نه يوازې اوس،بلکې د تېرجمهوريت پر مهال له اوس څخه زياتې تکرارېدلې افغان لوري به کله زارۍ کولې، کله پټکې، خومقابل لوري به غوږونه پرې کاڼه اچولي وو.

داچې افغانستان ته به دکراچۍ بندر، د بحر له لارې واردات تل له ستونزو سره مخ او د حيرانونکو پلمو له وجې به ځنډېدل، بديل يې د ايران په خاوره کې د چا بهار د بندرجوړېدل پر ځای ګام اواقدام شو، د دغه بندر مديريتي چارې د لسوکلونو لپاره د هندوستان په غاړه شوې،ځکه په خپله هندوستان هم غواړي د دغه بندرله لارې د منځنۍ آسيا هېوادونو ته صادرات ولري يا په بل عبارت د چابهاربندر به نه يوازې افغانستان ته آسانتياوې را منځ ته کړي،بلکې په خپله هند به هم د مرکزي اسيا له هېوادونو سره ونښلول شي، خو چابهار بندر به د افغانستان د نورو بندرونو په پرتله د لوړ اهميت درلودونکی ځکه وي،چې افغان سوداګر به وکولای شي له نورې نړۍ سره په ډاډه زړه د بحر له لارې سوداګري ولري او بيا به يې مالونه څوک د کراچۍ بندر په شان د مضحکو او ماشومانه پلموله امله نه ځنډول کېږي.

که څه هم امريکا هند ته د دغه بندر د مديريتي چارو د سپارلو په اړه تند غبرګون وښود، ځکه دا هم د امريکا له لوري په ايران د اقتصادي تعزيراتو يوه برخه ګڼل کېدای شي،خو هندي مقاماتو په امريکا غږ وکړ،چې له مخالفت نه لاس واخلي ځکه د چابهار بندرکولی شي د يوه هېواد لپاره نه، بلکې د لسګونو هېوادونه لپاره سوداګريزې آسانتياوې را منځ ته کړي،ځکه د چابهار بندر به نه يوازې د هند او افغانستان، بلکې د سيمې د هېوادونو په ګټه هم وي.

متل دی چې وايي ژمی تېرشو خو تورمخي ذغالو ته پاتې شول، افغانستان ته خو د بحرله لارې سوداګرۍ ته ډاډمنه لاره پيدا شوه،خو د پاکستان په حال چې تل به يې هڅه کوله د لارو او بندرونو په بندولو افغانانو ته ځور ورکړي، خو د حيرانۍ خبره داده چې پاکستاني حکام ولې د افغان سوداګرانو په مقابل کې په داسې ساديسمي ناروغۍ اخته دي، چې درملنه يې د هېڅ منطق په توان کې نه نشته، نه يوازې افغانانو،بلکې خپلو صادراتي توکو ته به يې هم زيان اړاوه، د ځورولو، په دې معما لا تراوسه څوک نه دي پوهېدلي،چې دوی له افغانانوڅه غوښتل!؟

څو ورځې وړاندې پاکستاني بزګرانو د غنمو دمحصولاتو د نه خرڅلاو په اړه احتجاج وکړ،ځکه د دوی غنم تقريباً دوو درېيوکلونو را پديخوا په ګودامونو کې پټم او د (ورستېدو) له ګواښ سره مخ دي،خو حکومت غوږ پرې ونه ګراوه ، دا هغه غنم دي چې په تېروکې به پاکستاني حکومت اخيستل او افغانستان ته به يې د غلو دانو د صادراتو ترعنوان لاندې په يوڅه لوړه بيه رالېږل ، د پاکستاني بزګرانو اړوښتيو غلو دانو ته تل رندې مافيايي کړۍ په کمين کې ناستې او بزګران چې ښه سم بېزارشي،نو بيا دوی دا غلې په نيمه بيه ترې پېري اوکله چې د غنمو سيزن تېر شي د اوړو کمبود را منځ ته شي،نو بيا يې په تور بازارکې په لوړه بيه په پاکستاني ملت پلوري،چې دا هم خپل ملت ته د پاکستاني حکامو د صادقانه خدمت يوه څرګنده بېلګه ګڼل کېدای شي (!)

په تېرو څو کلونوکې به اورېدل کېدل چې له هلمنده د بلوچستان صوبې ته په قاچاقي ډول غنم روان دي افغانان به حيران شول،چې دا څه چل وشو، چې يو وخت له پاکستانه افغانستان ته غلې دانې راتلې او اوس له افغانستانه پاکستان ته غلې روانې دي داخبره سمه وه ، وجه يې داوه چې د غنمو بيې به په پاکستان کې د مافيايي عدالت له امله دومره لوړې شوې،چې د بلوچستان ټکلخواره به افغانانو ته احتياج شول.

افغانستان ته اوس د يوه منل شوي سوداګريز تعامل په چوکاټ کې مايحتاج غلې له ماورای النهراو خصوصاً له قزاقستانه راځي او د قوشتېپې کانال په بشپړېدو سره به مو ان شاءالله د غلو دانو کندوان هم له اوړو ډک او بيا به بې اختياره سندرې وايو.

منصور احمد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *