مقالی اوتبصرې

ځواک او بريا لږ وخت غواړي!!!                

له هغه وخته راهيسې چې د فلسطيني مقاومت اتلان له صهيوني دښمن سره يوه ترخه جګړه روانه ساتي او د غزې ولس په خپل تاريخ کې له يوې بې مخينې ټولوژنې، لوږې او بې ځايه کېدلو رنځېږي، د عامه خلکو ذهنونه دې آيت شريف ته وراوښتي:  [بقرة ۲۱۴]   ژباړه: « مسلمانانو! ايا تاسو داسې فکر کوئ چې جنت ته به ننوزو، په داسې حال کې چې د مخکينيو کسانو غوندې حال پر تاسو نه وي راغلي، څنګه چې هغوي ته راغلي و هغوي باندې سختي او کړاوونه راغلل او دومره لړزول شوي وو، چې هماغه رسول ع او ورسره مؤمنانو به ويل:” دا مرسته به کله راځي؟”   دغه ايت نن ورځ د فکر خاوندانو ته سهار راوست او په دغو تيارو کې يې د ټاکل شوې بريا حقيقت ته لاره روښانه کړه، سره له دې چې جګړه اوږده شوه او په بريا کې ځنډ راغي. اصلاً ناست خلک  د (متي نصر الله) د پوښتنې حق نه لري، په دې مبارک ايت کې چې د يوې مؤمنې ډلې يادونه شوې( له سختيو، مصيبتونو او تکليفونو سره يې صبر کاوه) په دوي کې يې ځينو پوښتنه وکړه چې د الله ج مرسته او بريا به کله وي، دوي دا پوښتنه ځکه وکړه چې د ټاکل شوې بريا وخت اوږد شو، نه دا چې دوي په پېښو شک کاوه، خو ناست خلک يا سپک خلک د دې حق نه لري چې دا پوښتنه وکړي، ځکه دوي حتي د دې اهليت نه لري چې مجاهدين تقويه کړي او هغه څه وکړي چې مناسب دي او يا ترې پورته دي.

هغه کسان چې بدبختي او کړاوونه يې ليدلي وو، دا پوښتنه يې وکړه: (متي نصر الله؛) دا د دوي حق دي ،ځکه دا يوه طبيعي خبره ده او بشري طبيعت ورسره موافق دي او دوي له دې سره د الله ج په مرسته باوري وو، دلته د مرستې او بريا په موضوع کې موږ د وخت له لامل سره مخ يو.

راځئ د الزلزلة کلمې په سمه معني کې ورننوزو او وګورو چې د الله ج د کتاب خدمت کوونکو يې څرنګه تعريف کړي دي، دا دي شيخ متولي شعراوي په خپلو خاطرو کې وايي:  « و زلزلوا» د زلزلوا کلمې اصل زلزلة ده، دا کلمه بيا په اصل کې د زل زل ترکيب دي، زل يعنې له خپله ځايه وغورځېده يا بېځايه شو، دا کلمه موږ ته پرله پسې غورځېدل يا بېځايه کېدل راښيي؛ يعنې لومړي ځل غورځېدل او دويم ځل غورځېدل، دويم ځل غورځېدل د لومړي دوام نه دي ،بلکې معکوس غورځېدل دي، که په يوه لوري واي، نو په ترتيب سره به راغلي واي، خو دويم ځل غورځېدل د لومړي برعکس يو ځل په ښي لوري او بل وار په چپ لوري وي.»

پوه شولو چې غورځېدل يو ځل نه دي، بلکې پرله پسې او ډول ډول دي، نو بريا هغو کسانو ته راځي چې په ازمايښت او صبر پېل شوي دي، له دوي سره پرله پسې مصيبتونه مله وي او له مصيبتونو سره د دوي صبر، د الله ج د مرستې تمه او کلک درېدل ملګري وي، تر دې چې الله ج دوي ته د مرستې کولو اجازه ورکړي.

د مرستې او بريا په موضوع کې د وخت ټاکل بايد په کوم شرعي منظور سره وشي، د بريا رانږدې کېدل وخت نه غواړي او دا هم اړينه نه ده چې بريا دې په بېړني ډول ژر تر ژره راشي، يوسف عليه السلام خپل پوره کېدونکي خوب په ماشومتوب کې وليد او دا خوب لسګونه کاله وروسته هغه وخت پوره شو چې کله د ځمکې د خزانو مشر شو. رسول الله ص له مکې څخه مدينې ته د هجرت په لاره کې سراقه بن مالک رض ته د کسري د بنګړيو وعده ورکړه، هغه دا بنګړي د رسول الله ص له وفاته وروسته د عمر رض د خلافت په زمانه کې په لاسونو کړل، د خندق په وخت کې رسول الله ص د وېرې، لوږې او سړو په حالت کې صحابه کرامو رض ته د کسري او قيصر د بنګلو وعده ورکړه چې دا هر څه بيا د رسول الله ص له وفات وروسته په فتوحاتو کې وشول.

مرسته او بريا ځنډېږي ،خو د الله ج سنت نه اوړي او نه بدلېږي، بريا د الله ج د علم له مخې نږدې ده او څه چې د الله ج په پوهه کې دي ،نو په ليدلو کې يې بايد شک ونه شي، ښايي يو وخت يې مسلمانان په خپل ژوند کې وويني؛ په روح البيان کې راغلي:« نو الله ج داسې ځواب ورکړ: ژباړه:« ياد لرئ د الله ج مرسته نژدې ده»  تر څو د دوي د بېړنۍ بريا غوښتنه پوره شي، الله ج ورته وويل چې: زه خپل ملګري بريالي کوم او زما په مرسته کې څه شک نه  شته، بلکې دوي ته ورنږدې ده، ځکه هر راتلونکي لنډ دي.»

پر عاقبت باندې باور لرل د بريا د موضوع يو ستر حقيقت دي، حتي پېغمبرانو او د هغوي متابعينو هم عاقبت درلود ، ابو سفيان رض چې کله لا د شرک په عقيده و د روم پاچاه هرقل ترې وپوښتل چې: ستاسو او د رسول الله ص تر منځ په جنګونو کې څوک بريالي کيږي؟ ابو سفيان رض ورته وويل چې زموږ او د هغه تر منځ په جنګونو کې کله هغه او کله موږ بريالي يو، نو هرقل هم تاييد کړه او ويې ويل: هو پېغمبران هم ازمايل کېږي او عاقبت لري.

الله ج د مرستې وعده د دې لپاره نه ده کړې چې غوښتونکي يې ډېر دي، بريا د الله ج د پوهې خبره ده، دا اړينه نه ده چې مسلمان دې په خپل ژوند کې وويني، ښايي له ده وروسته نسلونه يې وويني چې دا بريا به ورته ګټه ورسوي. زموږ لپاره د اصحاب الأخدود د غلام په کيسه کې پند دي؛ هغه مخکې له دې چې بريا وويني شهيد شو، خو د ده شهادت د بريا پيلامه وه، د ده له شهادته وروسته خلکو ته سوله راغله، دا يوه ښکاره بريا وه چې په خپل ژوند کې يې د همدې لپاره هڅې کولې او د ده له مرګه وروسته يې تحقق وموند.

که څه هم د بريا شرطونه ډېر زيات وي بيا هم يوې مؤمنې ډلې ته د صبر او ثبات په پايله کې خامخا راځي؛  ستر علماء وايي:« بريا د هغه چا لپاره ساتل شوې ده چې حق يې لري، البته يوازې هغه کسان يې حق لري چې تر پايه ثابت پاتې کېږي، هغه کسان چې سختي او مصيبتونه زغمي.» دفلسطين مقاومت اوس هم يوه داسې بريا ګټلې ده چې موږ ترې غافل يو، دا د پيل بري دي، مقاومت لسګونه کلونه روان دي ، خو دا لومړي ځل دي چې له دښمن سره د عام نفير په توګه مخ کيږي او لومړي ځل د هغه دښمن په وړاندې بشپړه جګړه کوي چې ځمکه نيسي او اقصي يهودۍ کوي. که څه هم سخت جنګ وشي، مقاومت تاوان وکړي او دا لاره يې ناکامه شي( الله ج مه کړه) خو دا لاره پيل شوې ده او راتلونکي به د تېر په څېر نه وي.

دا هغو رښتينو ته يو پيغام دي چې د الله ج بريا ورته وروسته ښکاري تر څو مايوسه نه شي او هغو مخه نيوونکو او کنځلمارو ته هم يو پيغام دي چې د مبارزې او جهاد په خلکو پورې ټوکې کوي

و الله غالب علي أمره.

محمدعلي عظمت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *