مقالی اوتبصرې

ځنگلونه د ملي اقتصاد په پياوړتيا کې مهم رول لري

ځنگلونه په اصل کې د يو هيواد طبيعي شتمنۍ ګڼل کېږي،خو په ساتنه او پالنه کې يې هم د ټولو ګډ مسئوليت دی، ځنگلونه او شنې سيمې د هر هيواد په ښکلا او دچاپېريال په هراړخيز خونديتوب کې  ستر ارزښت لري، ځکه  همدا ځنگلونه د ژمي په موسم کې د واورو انبارونه په خپلو غيږوکې ساتي او بيا د پسرلي په موسم کې د غرونو په رگونو کې ننوزي، دکاريزونو او چېنو د اوبو د زياتوالي لامل گرځي او په ټوليزه توگه ژونديو موجوداتو ته  ژوند، خوند، رنگ او ښکلا وربخښي او هم دخطرناکو سېلاوونو د راوتلو مخه تر ډېره نيسي، دطبيعي منابعو په لړکې ځنگلونه هغه ستره پانگه او شتمني ده، چې د ملي اقتصاد په پياوړتيا کې مهم رول لوبوي، له بل لوري د هيواد د چاپېريال په پاکوالي کې هم ستره ونډه لري. البته زموږ په هيواد کې د دې شتمنۍ د ساتنې، ودې او پراختيا او د ځنگلونو دساتنې او څارنې په موخه  د حکومت د ګمارل شويو ارګانونو ((شنې قطعې )) د مسئولينو د معلوماتو له مخې، له تېرو دوو کلونو راهيسې په دې ولايت کې ۹۵سلنه د ځنګل وهنې مخه نيولې شوې.د پکتيا د ((شنې قطعې)) د قوماندان جاوېد اغا په خبره، تراوسه يې د ځنګلونو پرې کولو په جرم ۵۲ کسان نيولي ،خو ځينې يې د قومي مشرانو په منځګړيتوب خوشې شوې او لس کسان يې محکمې ته سپارلي دي.يادو مسئولينو خلکو ته د ځنګل ساتنې په تړاو تر ډېره د عامه پوهاوي غونډې هم جوړې کړي ، بل لورته د پکتيا د ځنګل‌ مېشتو سيمو يو شمېر اوسېدونکي بيا د ځنګله پرې کولو پر مخنيوي خوښ دي، خو له حکومته غوښتنه کوي چې د دغو سيمو د خلکو لپاره دې بديلې پروژې پلې کړي. دوی وايی : (( د ژوند چې څه ضرورتونه دی، دا ټول له دې لرګيو پوره کوي، خو چې اسلامي امارت بند کړي بايد موږ ته يې بديل راکړ شي يا ځمکې راکړل شي يا بل کاروبار  راته برابر کړي ،چې خلک په کې مصروف شي او خپله نفقه پيدا کړي. ))

په هرحال، په تيرو څو کلونو کې زموږ په هيواد کې  ډېر ځنگلونه په بېلابېلو طريقو (دځينو بهرنيو هيوادونو دمغرضو کړيو او د هيواد د زورواکو ترمنځ د جوړښتونو او سازشونو له امله) له منځه وړل شوي دي، زموږ د هيواد په هغو ولايتونو کې چې تريوه حده ځنگلونه لري، ضروري ده چې د مسئولو ارګانونو او ځايي خلکو له خوا يې څارنې، پالنې او پراختيا ته لا ډېره پاملرنه وشي او له پرې کولو څخه يې بايد په جدي ډول مخنيوی وشي، ځکه چې ځنگلونه د هيواد ملي او طبيعي شتمني بلل کېږي، نو په حقيقت کې د دې ملي شتمنۍ ساتنه او څارنه د هيوادوالو وجيبه ده، البته دغه ځنگلونه به هغه وخت  زموږ د اړوندو ولايتونو او خلکو پراقتصادي او عايداتي ژوند  مثبتې اغېزې وکړي ،چې  په هراړخيزه توگه يې لا ډېره ساته او څارنه وشي او ترڅنگ يې هم د هغو له لرگيو څخه د سمې گټې اخيستلو په موخه په بېلا بېلو ولايتونو کې فابريکې جوړې شي،  نو که چېرې د هيواد د ځنگلونو د ساتنې، ودې او پراختيا لپاره جدي او هراړخيزه پاملرنه زياته نه شي،  نو په يقين سره ويلي شو ،چې د اړوندو ولايتونو ښکلي ځنگلونه او شنې سيمې به په بشپړه توگه په سپيرو ډاگونو بدلې شي او په دې توگه به نه يوازي هيوادوال  د خپلې  اقتصادي پياوړتيا سرچېنې او شتمني له لاسه ورکړي، بلکې د داسې يو چاپېريال  خاوندان به شي  چې ژوند کول به هم په کې ستونزمن او حتی ناشوني وي، پردې اساس  ډېره ضروري ده، چې د اسلامي امارت اړوند مسئول ارگانونه بايد د ځايي اوسيدونکو په بشپړې همکاري د هيواد په گوټ گوټ کې طبيعي ځنگلونه چې د بيت المال او د هيواد د هر وگړي شتمني بلل کېږي، دله منځه  تللو له خطرونو څخه وژغوري ترهغو ،چې دغه ځنگلونه چې په حقيقت کې د چاپېريال په پاکوالي او د وگړو د روغتيا او سلامتيا په خونديتوب کې ستر رول اومهم ارزښت لري له هراړخيزو گواښونو او نابودي څخه پوره وژغورل شي او د هيواد په گوټ گوټ کې د ځنگلونو  دساتنې، ودې، احيا او پراختيا لپاره ځانگړې او جدي پاملرنه لا ګړندی شي، همداشان  ځايي اوسيدونکي هم بايد د ځنگلونو  د ساتنې او څارنې په برخه کې  د اسلامي امارت  له مسئولو ارگانونو او اړوندومراجعو سره په پرله پسې ډول خپله مرسته او همکاري جاري وساتي او دغه ځنگلونه چې د هيواد طبيعي اوملي شتمني بلل کېږي  او د هيواد د ملي اقتصاد په پياوړتيا کې ستر ارزښت لري، په راتلونکي کې د له منځه تلو او نابودي له هر ډول خطرونو څخه خوندي شي، ځکه چې ددغې ملي او طبيعي شتمني ساتنه په حقيقت کې د هرهيوادوال  انساني وجيبه ده، پردې بنسټ په هر راز شرايطو کې بايد هېچاته ددې اجازه ورنه کړل شي چې ددغې ملي شتمنۍ د له منځه  وړلو سبب شي.  هيله ده چې په ټوليزه توگه ټول هيوادوال د ملي او هيوادني سپېڅلي احساس له مخې هڅه وکړي چې د اسلامي امارت له اړوندو مسئولو ارگانونو سره د بشپړې مرستې او همکاري له مخې دهيواد په گوټ گوټ کې موجود ځنگلونه دنابودي له خطرونو څخه وژغوري .

      منصور احمد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *