مقالی اوتبصرې

په کيفي لحاظ د وچو مېوو په ډله کې جلغوزي له ټولو لوړ مقام لري

دا په جسامت کوچنۍ ،خو په خوند اوکيفيت له ټولولوړه وچه ميوه چې ونې يې دهېواد دسهيلي برخو(پکتيا ) په غرونو ، رغونو کې د سوزني برگو ونو په ډله کې په بشپړطبيعي ډول زرغونېږي او حاصلات ورکوي ،ځکه تر اوسه  زراعت په دې نه دي توانېدلي چې په زراعتي ډول د جلغوزيو (بزغلي) ترويج کړي او يا يې نيالگي کښينوي  ، جلغوزي د وچوميووپه ډله کې د کيفيت له لحاظه د نړۍ په مارکيټونو کې ترټولولوړمقام لري خو دريغه چې په تېرو رژيمونوکې دا ميوه لومړي له هېواده د دروازې پرځاي د دريڅو له لارې گاونډيو هېوادونوته قاچاق کېدله اوهلته له پروسس اومعياري بسته بندۍ وروسته د نړۍ د وچو ميوو په مارکيټونو کې دهماغه قاچاقبرهېواد د محصولاتوپه نامه خرڅېدله اومصرفوونکي هېوادونه هم په دې نه پوهېدل چې دا خوندوره ميوه د کوم هېواد ده ؟  له نيکه مرغه په دې وروستيوکې په هېواد کې د هوايي دهليزونو د جوړولو له لارې دا ميوه د افغانستان ترسوداګريزلېبل لاندې بهرنيوهېوادونوته صادرېږي اوله افغانستا ن څخه نه يوازې دجلغوزيو، بلکې د پستې او زعفرانو قاچاق هم ګاونډيوهېوادونوته  منع اعلان شوی.

 اوس دافغانستان جلغوزيو اونورو وچو ميوو د کيفيت د تثبيت په لحاظ ډير غوره نړيوال بازارموندلي دي .دا ميوه اوس اروپايي هېوادونو، چين ، امريکا اوعربي متحدو اماراتو ته د هوايي دهليزونوله لارې ځي .له چين سره دجلغوزيو ترڅنګ د پستې ، چارمغزو، جلغوزيواونورو، وچو، ميووپه اړه لا دمخه تفاهم شوي و ،چې اوس د چين هېواد د افغانستان د وچوميوو يوځانگړي مصرفوونکي هېواد دي.

افغانستان دنسبتاً لوړجغرافيايي موقعيت اومناسب اقليم ددرلودلو، له امله د تازه او وچو ميوو په درلودلوسره د نړۍ له مهموهېوادونوڅخه گڼل کېږي خو يوازې ستونزه داده چې مازاد محصولات يې په پرلپسې توگه د نړۍ دوچواوتازه ميوو مارکيټونو ته لاره نه لري اودا ټولې ميوې يې د سيزن پر مهال دکابل او ولايتونو د تازه ميووپه مارکيټونو کې په ټيټه بيه خرڅيږي. افغانستان نه يوازې وچې ميوې لري ،  بلکې د تازه ميوو په ډله کې مڼې ،  د کندهارانار،  د هرات اوشمالي انگور، د بلخ پياز، دهلمند اوقطغن خټکي اوهندوانې او دغور چارمغز نړيوال شهرت لري. که حکومت له عام ولس سره د وچو اوتازه ميوو په برخه کې دمعياري  پروسس اوبسته بندۍ په اړه همغږي ولري او نړيوالو مارکيټونوته يې د محصولاتود خرڅلاولپاره مناسبه اومعياري لاره پيدا کړې، دا څرگنده ده چې يوازې د وچو او تازه ميووگمرکي عوايد به د ملي اقتصاد د پيا وړتيا ضمانت وکړي. په مخکنيو رژيمونوکې زموږ لويه ستونزه داوه چې زموږ محصولات اوتوليدات په معياري ډول نه پروسس کېدل نوځکه به په نړيوالو مارکيټونوکې چا نه خوښول ،نو ځکه به ميوه لرونکي دې ته اړکېدل چې خپل محصولات د دروازې پر ځای د دربچې له لارې لومړی گاونډيوهېوادونوته قاچاق کړي اوبيا به هغوي ترخپل سوداگريزليبل لاندې په څوبرابره لوړه بيه په نړيوالومارکيټونوکې د متقاضيانوتقاضا ته عرضه کول ، خوهيله ده چې دا ستونزه ورو وروکنترول شي ،ځکه اسلامي امارت دې ټولونېمګړتياوو ته په مسئولانه ډول متوجه دي .

افغانستان يوغرني او د تازه او وچو ميوو د ونو لپاره يومناسب هېواد دي .له ډېروپخوا زمانوڅخه ددې جغرافيا اوسېدونکوله ډول ډول ميوه لرونکو ونوسره بلديت درلود، له افغانستان څخه بهرنيوهېوادونوته د مميزوصادرات ډېره اوږده مخينه لري .آن له هغه وخت نه چې د حيواني راحلو په ذريعه به مميزنورو هېوادونوته تلل ،خوپه پرمختللې بڼه د مميزو دصادراتولپاره په ۱۳۵۲ کال يوه منظمه اداره جوړه شوه چې ددې ادارې ترنظرلاندې دعراده جاتو په ذريعه د وچوميووصادرات پيل شول ، په ۱۳۵۹ کال له مميزو سره چارمغز، جلغوزي اوپسته هم ملګري شول اوبهرنيوهېوادونوته به په لوړ او ټيټ کميت صادرېدل اود وچو ميوو ترڅنګ ددې ادارې له لارې طبي نباتات لکه خوږه کۍ ، انجه ، کاکوټي ، بارتنګ، شرين بويه،زعفران او ورته نوربوټي هم صادرشول ، د کيفيت په لحاظ زموږ د هېواد زعفران د نړۍ په کچه اول نمره زعفران دي چې له دې مخه به لومړي اېران ته تلل اوهلته به له معياري بسته بندۍ وروسته د اېراني محصولاتو په نامه بهرنيوهېوادونوته صادرېدل، داسلامي امارت په راتګ سره دا ټولې نېمګړتياوې کنترول شوې اواوس دوچواوتازه ميوواونوروطبي بوټوصادراتوته دمځکې اوهوايي دهليزونوله لارې په معياري پروسس اوبسته بندي پاملرنه شوې ده هيله ده نور مو پورتني اقلام ترخپل سوداګريز لېبل لاندې د نړۍ هېوادونو ته صادر شي  .

حيا ت الله حليم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *