مقالی اوتبصرې

په کرنیز سکتور کې د هلمند سیند اقتصادي اهمیت

دهلمند سیند دهېواد له سترو او اوږدوسیندونو ګڼل کېږي چې له پيل څخه ترانتها پورې د ۱۴۰۰کیلومتروپه فاصله دافغانستان په خاوره کې بهېږي، دهلمند له سینده، نه یوازې په کرنیزسکتورکې په اعظمي توګه ګټه پورته شوې ده ، بلکې په خپل مسیرکې یې د شپیته میګا واټه برښنا د تولید په موخه دکجکي دبرښنا دتولید څرخونه هم په حرکت را وستي دي، کله چې دغه سیند دپغمان غره له لوېدیځې اوږې څخه له څه کم څلور زره متره لوړوالي سرچینه اخلي، نیغ د جنوب په لوري بهېږي ، جالبه داچې دکابل سیند هم دیاد سیندپه یونیم کیلومترۍ فاصله کې داونۍ له کوتل څخه سرچینه نیسي اومخ په ختیځ بهېږي اولاجالبه داچې د پلخمري سیند هم د حاجه ګک له کوتل څخه دیادودواړوسیندونوپه دری کیلومترۍ ګاوند کې د سرچینې په اخیستلوسره دبامیانود قالوپه دره کې مخ دشمال په لورخپل مسیرته ادامه ورکوي چې په حقیقت کې پورته درېواړه هغه سیندونه دي چې د پغمان غره له جنوب لوېدیځې برخې پیل اوپه دریومختلفومسیرونودهېواد په جغرافیا کې خپل تګ ته ادمه ورکوي اوپه نتیجه کې پراخې سیندیزې حوزې هم تشکلیوي نوله شک پرته ښکاري چې د کابل ښارپه سهیل لوېدیځ کې دغه مهم جغرافیایی (موقعيت ) د هېواد د سیندیزوحوزو، ویش هم کړی وي.

د دغه سیند لپاسه د نادعلي، درویشان، مارجې کانالونه هم پورته شوي چې نه یوازې د هلمند بلکې د ټول هېواد په کچه د کرنیزسکتورپه برخه کې د غلودانولپاره ممد واقع شوي دي .

زموږ خبره دهلمند سیند په اقتصادي اهمیت را تکیه ده چې دهېواد د نورسیندونواوسیندیزوحوزوپه پرتله یې ملک ته زیاتې کرنیزې اود انرژۍ د تولید په برخه کې ګټې اړولې دي، ځکه دغه سیند له اوارو او دښتو  تېر شوی او اوس یې هم اوبه لکه څنګه چې په فني معیارونولازمه وي نه دي مهارشوې ، دغه سیند چې کله له خپلومعاونینود(موسی کلا اوغنداب ) له سیندونوسره د هلمند ولایت ته داخل شي نود چاربرجک درویشانوسیمې په نیمه صحرایی اراضۍ کې یوه لویه انحنا ( قوس) رامنځ ته کوي آن تردې چې د نیمروزد کمال خان بند په حصه کې بېرته د شمال په لورهم خپل مسیرته بدلون ورکوي خووروسته دخوابګاه اوکنګ په برخه کې په مختلفو متعددو ښاخونواومسیرونومنشعب اودلتا ګانې جوړوي.

د هلمند دسیندیزې حوزې مجموعي مساحت ۲۱۸۶۰۰کیلومتروته رسیږي اوله هېواد څخه خروجي ظرفیت یې ۵/۶ ميلیارد مترومکعبو ته رسیږي. په دې سيندیزه حوزه کې نه یوازې د موسی کلا او ارغنداب سیندونه شامل دي ،بلکې دترنګ ، ارغستان او غزني سیندونه هم پکې برخه لري چې له نیکه مرغه بند کمال خان هم په دې سندیزه حوزه کې شامل دی .

پر افغانستان دچنګیزاوګوډ تیمورله حملود مخه د هلمند سیند لپاسه د زرکن او زورکن په نوم دوه لوی نهرونه چې د سلهاوو زره هکتاره کرنیزې مځکې د خړوبولوتوان یې درلود، فعال وو، خوله بده مرغه چې دهغوی له خوا ونړول شول اوترنن پورې یې جوړولوته اقدام ونه شو.ددغو کانالونونقشه اومسیراوس هم له الوتکې څخه په ښه توګه مشاهده کېدای شي .

له اوږدې مودې وروسته امیرحبیب الله خان چې له سرسبزۍ او زراعت سره یې په لوړه کچه مینه درلوده د لومړي ځل لپاره یې د هلمند سیند لپاسه د نهرسراج په نامه یولوی کانال چې یوازې د اوبولګولو لپاره و د خلکوپه نیغه همکارۍ د لومړنیو وسایلوپه ذریعه جوړاوفعال کړچې اوس هم دا جدید التاسیسه ولسوالي دنهرسراج په نوم یادېږي اوزیاتره اوسېدونکي یې له نورو، ولایتونوناقلین دي ، محمد ظاهرشا هڅه وکړه چې د هلمند وادۍ په نوم یوه لویه زراعتي پروژه هم تطبیق کړي ، که څه هم ظاهرشاه په خپله موخه کې یوڅه بریالی هم شو،خو زمان وفا ورسره ونکړه چې خپله دا حیاتي او زرعتي پروژه په خپل زړه برابره وویني ، همدارنګه د بغرا بند هم دهلمند اوبو د ذخیرې لوی بند دی چې د هلمند سیند لپاسه جوړشوی دی او په سلګونو زره کروند ګرترې ګټه پورته کوي.

 د هلمند ولایت ۱۲ ولسوالۍ لري چې زیاتره یې د هلمند له سیند نه خړوبېږي په دغه ولایت کې زیاته پنبه کرل کېږي ،ځکه اقلیم یې د پنبې د حاصلاتو لپاره مناسب دی.

البته پاتې دې نه وي چې د هلمند په ولایت کې داسې ولسوالۍ هم شته چې د چینو اوکاریزونو له اوبو خړوبېږي چې په دې ډله کې د موسی کلا ، نوزاد، خانشین ، دیشو، واشیر، باغران او کجکي ولسوالۍ دي چې په بشپړه توګه د کاریزونو اوچینو له اوبوخړوبېږي.

حیا ت الله حلیم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *