
په صادراتو او وارداتو کې انډول ساتل د سوداګرۍ د پرمختګ لامل ګرځي
نوري
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په صادراتو او وارداتوکې انډول راوستل د دې لامل شوی،چې د دواړو هيوادونو ترمنځ سوداګري پياوړې شي.د اسلامي امارت د ماليې وزارت د خپاره شوي رپوټ له مخې «د پخوا په پرتله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده».په روان کال کې سوداګري يو سلو دوه اتيا اعشاريه پنځه ميليارډو افغانيوته ورسېده،چې د تېر کال په پرتله په کې د پام وړ زياتوالی تر سترګو کېږي.د اسلامي امارت په واکمنېدو سره چارواکو د افغانستان د سوداګرۍ پياوړي کولو او پرمختګ ته ډېره پاملرنه اړولې،چې نن د دغې موخې د تحقق او پلي کېدو شاهدان يو.کله،چې پخواني نظام سقوط وکړ او اسلامي امارت منځ ته راغی د څو مياشتو لپاره د بهرنۍ سوداګرۍ کچه ډېره راټيټه شوه؛خو د سوداګرۍ د بېرته پر پښو درولو لپاره هلې ځلې پيل شوې. اوس هم ډېرې هلې ځلې کېږي،چې له بهرنيو هيوادونو سره د افغانستان په صادراتو او وارداتو کې انډول راوستل شي.په دې برخه کې هم غښتلي ګامونه اوچت شوي دي.
د ماليې وزارت وياند احمد ولي((حقمل)) خبريالانو ته ويلي:« په تېرو ۱۱ مياشتو کې له افغانستان څخه پاکستان ته د۹۸ اعشاريه اوو ميليارډوافغانيو په ارزښت صادرات شوي دي او له پاکستان څخه افغانستان ته د۸۳ اعشاريه ۸ ميليارډو افغانيو په ارزښت واردات شوي دي.» په پخوانيو نظامونو کې افغانستان ته په سلهاوو ميليارډه ډالره مرسته را ورسېده، خو پر دې ونه توانېدل،چې د افغانستان په صادراتو او وارداتو کې انډول راولي.بهرنيو هيوادونو ته د صادراتو کچه پنځه سلنې ته رسېدلې وه،خو د وارداتو کچه پنځه نوي سلنې ته رسېده.په اقتصاد کې دا تګلاره ډېره کمزورې شمېرل کېږي،چې هېڅکله هيواد پرمختګ نه شي کولی.د وخت د مسئولينو استدلال دا و،چې په افغانستان کې جګړه دوام لري،نو ځکه اقتصادي پرمختګ کمزوری دی.اوس اسلامي امارت په هيواد کې سوله او ثبات راوستلی؛خو د وزګارتيا او بېوزلۍ ګراف ډېر لوړ دی،چې بايد د راټيټولو لپاره يې هڅې غښتلې شي.د سوداګرۍ په ودې سره د وزګارتيا کچه هم راټيټېدلی شي.د بهرنۍ او کورنۍ سوداګرۍ له لارې يو هيواد اقتصادي پرمختګ کولی شي.صنعت او کرنې ته پاملرنه او ښه توليدات او محصولات کولی شي د يوه هيواد شهرت او اعتبار لوړ کړي او توليدات يې په نورو هيوادو کې ښه و پلورل شي.د بېلګې په توګه د افغانستان لاسي صنايعو او په تېره بيا غاليو،چې په نړيوالو نندارتونونو کې لومړی مقام ګټلی او همدارنګه زموږ کرنيزو محصولاتو لکه وچې مېوې هم لومړی مقام د هند په نړيوال نندارتون کې خپل کړی دی.دا برياليتوبونه د اسلامي امارت او د خصوصي سکتور د همغږۍ او ښه مديريت زېږنده دي.کوم موادچې افغانستان ته واردېږي د ځانګړو ادارو له خوا چک کېږي،چې څومره ګټور دي؟ …. د ملي ستندرد ادارې د رپوټ له مخې «تېره مياشت ۱۰۹۳ د نفتي موادو ټانکرونه،چې ډيزل،پټرول او ال پي جي ګاز په کې شامل وو په لابراتوار کې له کيفيت معلومولو وروسته هيواد ته راوارد شول.»
په دې وروستيو کې دغې ادارې يو لړ چارې تر لاس لاندې نيولي،چې موخه يې هيواد ته د بې کيفيته موادو له را واردولو څخه مخنيوی دی.څو مياشتې وړاندې هم د اسلامي امارت مسئولينو له ايران څځه د بې کيفيته تيلو له واردولو څخه مخنيوی کړی،چې په سلهاوو ټانکرونو کې بار وو له بې کيفيته ګازو او تېلو څخه په موټرو کې کار اخيستل د موټرو ماشينونو ته سخت تاوان پېښوي او همدارنګه په کورونو کې هم وګړي ناروغه کوي.دغه ستونزه د نړۍ په رسنيو کې لکه: امريکا غږ،بي بي سي، دويچه ولې او نورو خصوصي رسنيو کې ذکر شوې او هېڅوک ترې سترګې نه شي پټولی.افغانان کله،چې له ګاونډيو هيوادونو تيل پېري په مقابل کې د نړيوالو قوانينو او بيو برابر ډالر ورکوي.ياد دولتونه هم بايد د پيسو په وړاندې پاک تېل افغان سوداګرو ته ورکړي.اوس د افغانستان په بندرونو کې د ستندرد ملي ادارې دفترونه شتون لري او نفتي او غير نفتي مواد تجزيه کوي او له چک وروسته د هغو دراداخلېدو او پلور اجازه ورکوي.پخوا دغه چارې کمزورې وې، خلکو به کله پاک ګاز او تيل تر لاسه کول او کله ناپاک او د چا غږ دومره نه اورېدل کېده.که څه هم اوس ستونزې ليدل کېږي خو کېدای شي حل شي.همداسې،چې موږ بهرنيو هيوادونو ته د خپلومحصولاتو د لېږدولو په پروسس کې پاملرنه کوو ياد دولتونه او سوداګر هم دنده لري ،چې موږ ته د خپلو صادراتي توکو په رالېږدولو کې پاملرنه وکړي.د صادراتو او وارداتو له لارې د يوه هيواد اقتصاد پرمختيا او وده کولی شي.د صادراتو او وارداتو ښه مديريت له ګټې رسولو پرته زموږ شهرت او اعتبارته هم ګټه رسولی شي.څو موده وړاندې د افغانستان په زعفرانو کې د ګاونډي هيواد زعفران ګډ شوي وو او بيا بهرنيو بازارونو ته وړل شوي وو او د هرکيلو په بيه کې تر پنځوس زرو افغانيو پورې ټيټوالی راغلی و.که چېرې سوداګر دغې ستونزې ته پاملرنه ونه کړي د افغانستان د زعفرانو پلورته به تاوان ورسېږي.د افغانستان زعفران په نړۍ کې اوله درجه زعفران تثبيت شوي دي.د نړيوالې سوداګرۍ له لارې هيوادونه ډېرې ګټې تر لاسه کوي.سربېره پر دې د صادراتو او وارداتو ترمنځ انډول ساتل هم د اقتصاد د پرمختګ يو مهم اصل شمېرل کېږي.موږ د خپلو صادراتو په اندازه بايد واردات ولرو،چې وشو کولی خپلې کرنې او صنعت ته وده ورکړو.څومره،چې له يوه هيواد سره زموږ سوداګري پياوړې کېږي هغومره سياسي او فرهنګي اړيکې غښتلې کېږي؛خو که په سوداګرۍ کې درغلي پيدا شي د هيوادونو ترمنځ سياسي او فرهنګي اړيکې هم سړې کېږي.څرنګه،چې اسلامي امارت نوی راپاڅېدلی دی ،نو په سرحدي سيمو کې کله نا کله ستونزې پېښېږي دغه ستونزې بايد سوداګري اغېزمنه نه کړي.دوه اوونۍ وړاندې د پاکستاني او افغاني سرحدي سرتېرو ترمنځ نښته وشوه،چې وروسته له هغې د افغانستان د سوداګرو پر تازه مېوه او سبزيو بار لارۍ د څو ورځو لپاره ودرول شوې او د مېوې او سبزيو د خرابېدو له امله سوداګرو ته ډېر تاوان ورپېښ شو.اوس د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري په نور مال ډول د تورخم،سپين بولدک،چمن،غلام خان،انګور اډي او خرلاڅي له لارو پرمخ درومي.په قاچاقي توګه هم د دواړو هيوادونو ترمنځ سوداګري د ګمرک له محصول پرته ترسره کېږي.له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکاره،نفرايت،نيمه قيمتي ډبرې،تازه مېوه، سبزي،وچه مېوه او غالۍ په زياته اندازه صادرې شوي دي او همداسې افغانستان ته خوراکي توکي،درمل،ماشينونه،او سيمنتټ واردېږي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې ويلي:« د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه ستونزې لا پاتې دي،چې يوه يې بانکي ستونزه او بله يې د لويو قرادادونو ستونزه ده،چې بايد حل شي.»بهرنۍ سوداګري د ګټو د ترلاسه کولو سرچينه ده؛خو په دې شرط،چې ټول قوانين په پام کې ونيول شي.افغانستان په سيمه کې ښه اقتصادي او جغرافيايي موقعيت لري د بهرنۍ پانګې د جذب لپاره هم د ښو پوتانسيلونو خاوند دی.که چېرې موږ اوسنۍ اقتصادي تګلارې ته وده او پرمختيا ورکړو اقتصادي پرمختګ به ولرو او ورسره به د فابريکو شمېر ډېر او د وزګارتيا کچه به هم راټيټه کړای شو.