مقالی اوتبصرې

په دليو وژل شوي؛ افغانان وو، که د شطرنج دانې؟

خالق يار احمدزي
وړمه ورځ ‏د برېتانيې شهزاده ((هري)) خپل د خاطراتو په کتاب کې چې تازه خپور شوی، يو نادر اعتراف وکړ، چې له کلونو يې افغانانو ادعا درلوده، خو د دوی تر چتر لاندې لاسپوڅي افغان نما رژيم چارواکو تر پرونه، خيالي تبليغات بلل.
شهزاده وليکل، چې په افغانستان کې يې ٢٥ کسان وژلي او پر وينا يې (( د دغو ٢٥ کسانو د وژلو پر وخت ما داسې فکر کاوه، چې دا انسانان نه دي، بلکې د شطرنج دانې دي.))
نادره خو داده، چې دی وايي، چې نه پر دې کار فخر کوي او نه هم پرې خپه دی، ځکه وژل شوي افغانان وو.
له دې مهاله د ياد شهزاده څرګندونو ته په ټولنيزو رسنيو کې ګڼو کسانو غبرګون ښودلی، خو د هغه مهال د واکمن رژيم هېڅ کوم چارواکي يې په هکله تبصره نه ده کړې.
دا وه د هغه بشرپالو او انسان دوستو يو کوچنی اعتراف؛ له دې ور آخوا ،چې دوی په ړندو بمباريو، وحشيانه شپنيو چاپو او نورو عملياتو کې څومره زياتې وژنې کړې، يوه خدای ( ج) ته يې مالومات شته، خو وخت پر وخت به دا جرايم د دوی په ژبو په غير اختياري توګه همداسې جاري کېږي او د کسات لپاره به يې الله (ج ) خلک پيدا کوي.
د دغه برېتانوي شهزاده څرګندونې دا ښيي، چې دا د دوی فردي تصميم نه، بلکې د دغه هېواد د پوځ پاليسي وه ،چې په افغانستان کې خپلو عسکرو ته په عملي صحنه کې انسان وژنه ور زده کړي؛ دغه راز دا هم جوته شوه ،چې په افغان جګړه کې ښکېلو هېوادونو دلته خپلې مډرنې او ممنوعه وسلې هم آزمايلي دي.
ګيله ځکه نه کوو، چې دغه ماتې خوړلی دښمن به خود دا جنايت کاوه، ځکه دا يې درېيم ځل تېری و، چې د افغانستان په دښتو کې له فضيحانه او شرموونکې ماتې سره مخ کېږي.
د وخت افغان نما چارواکي هم د بهرنيانو د جنګي جناياتو تشويقوونکي وو او هېڅکله يې د ملکي افغانانو د ژوند، سر او مال پوښتنه له بهرنيانو ونه کړه.
د وخت شاشجاع ((اشرف غني)) پر شينوارو د امريکا له ټولو لوی غير اټومي بمب د اچولو حمايت وکړ، هره ورځ به يې په ډېر وياړ د طالبانو تر عنوان لاندې د افغانانو له وژلو په ډېر افتخار يادونه کوله، د تېرې ادارې پرمهال له افغانانو له ژوند او عزت سره عدم علاقه د ارګ له سړو او بې روحه اعلاميو ټولو ته ښه څرګنده وه.
وايي ځينې چې په پردي آخور لوی شي، د خپلوۍ هيلې بايد ورته ونه شي؛ زموږ د تېرې شل کلنې ادارې عالي جنابان، چې ملت به څومره جګړو او اورونو په منځ کې وه، هومره به دوی يې نندارې ته د خوشحالۍ احساس کاوه، په ډاګه به يې د خپل مقاومت نسبت واشنګټن ساتنې ته کاوه؛ تل به يې د بهرنيانو په مالي ، ځاني زيانونو د وير ساندې وهلې، خو تر پايه يې د کوم افغان په درد، د غم اوښکې تويې نه کړې.
دغه افغان نما چارواکي ،چې له افغانستانه د بهرنيانو د وتلو پرمهال ، د هغوی له کډو سره يوځای يې بسترې وتړلې، داسې روزل شوي وو، چې د باور له مخې، له هغو يې نوی نسل ځای نه وي نيولی، دوی ته به د افغانيت نوم هم پيغوريز نښان ښکاري.
که له دغه کرايه شويو غلامانو يو قدم ور تېر شو او د بشر حقونو دعوه داران و ارزوو، نو له دې کوچني اقرار څخه يې يوهېلای شو، چې دوی تر کومې کچې بشريت ته درناوی درلود لري.
په داسې حال کې چې((هري)) او ملګري يې دلته د اشغال لپاره راغلي وو، د افغانستان ځمکه او فضاء يې تر ظالمانه چتر لاندې راوستې او د افغانانو پر سرونو يې ميچنې څرخولې؛ بيا هم له دې مهاله د ده تازه اقرار ته د بشري حقونو سازمان، نړيوالې جنايي محکمې، د بښنې نړيوال سازمان، ملګرو ملتونو، امنيت شورا، د امريکا او اروپايي هېوادونو مشرانو، د لسګونو مسلمانو هېوادونو ولسمشرانو، د علماوو نړيوالې ټولنې، لويو ديني او فکري بنسټونو او ګاونډيو هيوادونو او….. يو کوچني غبرګون هم نه دی ښوودلی.
بالمقابل که يوه افغان چارواکي دغه شان ادعا کړې وای، چې د خپل هېواد د آزادۍ، له خپلې عقيدې، ناموس او عزت څخه د ساتنې لپاره يې څو تنه بهرني پوځيان وژلي، تاسو به د نړيوالې بشردوستې نړۍ د زړه سوي شعاريزې چيغې ليدلې وای. هغوی چې پرون يې د جورج بوش د صليبي جګړې اعلان ته د شک په سترګه کتل، اوس بايد پر دې وپوهېږئ، چې تېر شل کلن انقلاب کې امريکا او ملګري يې دومره بشردوستان هم نه و، چې د القاعده د ختمولو لپاره هلته ۲۰کلونه په ټريليونونه ډالر مصرف کړي، هغوی يواځې صليبي افکار درلودل او دلته يې د پلې کېدو لپاره، له جګړه ييزو، فکري، فرهنګي او هرې ممکنه لارې کار واخيست، څو افغان ټولنه پرې ښکار کړي.
هوکې؛ له پورته تبصرې څخه څرګنده شوه، چې نړيوال څوک وو، ولې يې افغانان په دلۍ دلۍ وژل او ولې مو پر ډله ييزه وژنه خوښ دي.
په پای کې….! افغانانو ته د پرديو او خپلو جنايات يو ډول ښکارېدل، ځکه کومو افغانما څيرو ته، چې دلته تاج او تخت ور سپارل شوی و، د همدې لپاره وو، چې يا د افغانانو وجودي ځواک ختم کړي، يا يې فکري دوستان کړي؛ هغوی خپلو بهرنيو بادارانو ته د نزديکت او له هغوی د امتيازاتو د ترلاسه کولو په خاطر، د خپلو افغانانو په سر سوداوې کولې .
مونږ ويلای شو؛ څومره چې د هغه مهال د کابل کاواکه رژيم مستقيماً د افغان ولس په عام وژنه کې لاس درلوده، همدومره يې بهرني باداران هم د خپلو ګوډاګيانو د نه کنټرول او بې پروايۍ له امله په همدې جناياتو کې ورسره شريک وه. ګويا د ملکي تلفاتو اصلي عاملين هغه ځواکمن نړيوال قوتونه دي، چې د کابل رژيم پالنه يې کوله خو کنټرولول يې نه !…امريکا او متحدين يې د افغانانو پوروړي دي بايد د ټولو اوښتو خساراتو جبيره ورکړي او په نړيواله کچه له دغه ځورېدلي ملت څخه بښنه وغواړي، خو داسې بښنه چې په ملګرو ملتونو سازمان او په تاريخ کې ثبت شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *