مقالی اوتبصرې

په افغانستان کې روژه او د خوراکي توکو لوړې بيې!

احمد راشد
د روژې په مبارکه مياشت کې د کابل په بازارونو کې د خوراکي توکو بيې لوړې شوې چې له امله يې د ډېرو بېوزلو افغانانو ژوند لا پسې سخت شوی.کله چې د روژې مياشت پيل شي، نو ورسره د مهمو خوراکي توکو لکه غوښې، غوړيو، مېوې، اوړو او داسې نورو بيې لوړېږي. په مطبوعاتو او ټولنيزو رسنيو کې ډېر وخت دا بحث د سوداګرو يا هټيوالو له ((ايمان)) او ((انصاف)) سره تړل کېږي او ويل کېږي چې هغوی د روژې په مبارکه مياشت کې پر بېوزلو هېوادوالو ناروا ظلم کوي.
په عين حال کې د لوېديځو هېوادونو بېلګه وړاندې کېږي چې هلته د هغوی په نورو ديني مراسمو کې په عمومي توګه بيې ثابتې پاتې کېږي او يا هم ټيټېږي، خو که اصل موضوع ته په پراخه توګه وګورو،نو ستونزه د سوداګرو د ايمان يا اخلاقو نه، بلکې دا د لويې ستونزې يوه کوچنۍ برخه ده.
چې هر کال ورځنې افغانان برخمن کېږي، هغه داچې د روژې په رارسېدو سره په بازارونو کې د خوراکي او ځينو نورو اړينو توکو په بيو کې هر کال بيساري توګه لوړوالی راځي. په داسې حال کې چې په اصل کې د روژې مياشت له خلکو سره د همدردۍ او مهربانۍ مياشتې په توګه پېژندل شوې، نو په کار ده چې په روژه مياشت کې خلکو ته ګڼې آسانتياوې را منځته کړای شي، خو په افغانستان کې بيا د همدردۍ او مهربانۍ خلاف د روژې په را رسېدو سره د توکو نرخونه بيساري لوړېږي او ګڼ شمېر هېوادوال که له يوې خوا له بېکارۍ کړېږي، له بل لوري په روژه کې د خوراکي توکو له لوړو بيو سر ټکوي.
په داسې حال کې چې د کابل ښاروالۍ مسولين وايي، د لومړنيو خوراکي توکو پر بيو څار لري، خو په پلازمېنې کابل کې د روژې د مياشتې په را رسېدو سره د لومړنيو خوراکي توکو بيې د پخوا په پر تله لا لوړې شوې دي. په همدې تړاو د کابل ښاروالۍ وياند نعمت الله بارکزي رسنيو ته ويلي، دوی بيې ټاکلي او په منظمه توګه يې بازار تطبيقوي. په نرخنامه کې ۳۰ قلم جنس چې لومړني توکې هم په‌کې شامل دي، تعين شوي.ښاغلي بارکزي ويلي: ((له دغه پروسې کابل ښاروالي او د مارکېټونو د تنظيم ۲۲ امريتونه چې زموږ تر قوماندې لاندې کار کوي او هم زموږ ګرځندويه ټيمونه مطلقاً دا نرخنامه په کابل کې تطبيقېږي.)) خو په کابل کې ځينې هټيوال د ښاروالۍ د نرخنامې پر بنسټ نه،بلکې د ډالرو د قيمت پر اساس پلور کوي!
روژه د خير او برکت مياشت، له بېوزلو او دوستانو سره د مرستې مياشت، د ګاونډيو او نورو غريبانو د حال د خبرېدو مياشت ده، چې هر مسلمان بايد د خپل توان په اندازه د خپلو بېوزلو دوستانو، خپلوانو، قريبانو، ګاونډيانو او نورو اړمنو کسانو سره مرسته وکړي، ځکه الله (ج) پر خپلو بندګانو چې د الله (ج) په لاره کې څه ورکوي زيات مهربان دی او په خاصه توګه پر هغه چا زياته مهرباني کوي، چې د الله (ج) پر بېوزلو، غريبو او فقيرو بندګانو زړه سوى او ترحم ولري.
هو! د روژې مبارکه مياشت هغه موسم دی، چې دلته يو نېک فرضي کار د نورو ورځو په نسبت اويا برابره اجر او ثواب لري او نفلي فرضي غوندې وي. رسول الله (ص) فرمايي: دا د غمخوارۍ مياشت ده يعنې د غريبانو او مسکينانو سره مرسته کوئ، نو څوک چې د خپل روژه ماتي لپاره څو ډوله خواړه برابروي په هغو کې دې يو يا دوه ډوله خواړه مسکينانو ته ورکوي، ترڅو، څو چنده ثوابونه لاس ته راوړي، ځکه د اړو او محتاجو خلکو په کار کې کوښښ کوونکي، هغو ته څه ورکوونکي او د هغو سره مرسته کوونکي خلک داسې دي، لکه د الله (ج) په لاره کې مجاهد چې د الله (ج) لپاره شپه او ورځ جهاد کوي او يا هغه کسان چې د ورځې روژه او د شپې عبادت کوي.
د روژې په مياشت کې د خوراکي توکو او د اړتيا وړ توکو د بيو لوړوالی کومه تازه خبره نه ‌ده، هر کال د روژې له راتګ سره سم د کابل په ګډون په ولايتونو کې د هر ډول خوراکي توکو بيې پورته کېږي، په کابل او ولايتونو کې د اوړو، بورې، غوړو په ګډون، تازه مېوې او سبزي يا ترکارۍ د هر څه بيې ډېرې پورته شوي، چې بېوزله خلک يې د اخيستو توان نه لري.ډېر شيان داسې دي، چې آن تر پنځه سوه افغانيو پورې يې بيې پورته شوي دي، همدا راز هغه شيان چې مخکې په سل افغانۍ پېدا کېده، اوس دری سوه ته پورته شوي او په پنځوس افغانۍ پېدا کېده، اوس په دوه سوه افغانۍ خرڅول کېږي، له همدې امله ګڼ شمېر هيوادوال په دې اړه له دولته شکايتونه لري او له اقتصادي بحران سره لاس و ګرېوان دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *