
پر عراق د امريکا د يرغل شلمه کليزه او ترې پاتې ناخوالې!
شریفه نرګس
له نن څخه شل کاله وړاندې د ۲۰۰۳م کال د مارچ په ۲۰ مه نېټه امريکا، ناټو او نورو متحدينو يې پر عراق په دې پلمه يرغل وکړ چې ګواکې دغه هيواد د ټولوژنې وسلې لري او تقريباً په شلو ورځو کې يې د صدام حسين په مشرۍ د “بعث” ګوند حکومت نسکور کړ او پلازمينې بغداد ته ننوتل.
د بغداد له سقوطه وروسته ولسمشر “صدام حسين” او د بعث ګوند نور لوړ پوړي مشران لادرکه شول، د عراق د وسله والو ځواکونو د قوماندې مرکز له منځه لاړ له لږ مقاومت وروسته د امريکا په مشرۍ د صليبي اتحاد ځواکونه د عراق د نورو ښارونو پر نيولو هم بريالي شول، د امريکا د هغه مهال ولسمشر “جورج ډبليو بوش” له يوې سترې جنګي بېړۍ د خپلې فتحې اعلان وکړ او عراقيانو ته يې زيری ورکړ چې: ښې ورځې يې پيل شوې؛ خو په اصل کې ښې ورځې نه بلکې، د عراقي ولس د زوال ورځې پيل شوې او په عراق کې کورنۍ جګړه پيل شوه چې زرګونه کسان پکې ووژل شول.
د عراق د اقتصاد له منځه تلل: پر عراق د امريکا په مشرۍ د نړيوالو صليبي ځواکونو يرغل نه يوازې دا چې د زرګونو عراقيانو د مرګ ژوبلې سبب شو، بلکې د دغه هيواد اقتصاد ته يې هم ستره ضربه ورسوله د تېلو په ګډون د دغه هيواد د اقتصاد مهمې زيربيناوې امريکايانو تر خپل کنترول لاندې راوستلې او چې څه يې زړه غوښتل هماغسې يې چور کړې څو کاله وړاندې مې په يوه غربي رسنۍ کې چې نوم يې اوس زما له ذهن څخه وتلی دی داسې انځورونه وليدل چې امريکايي ځواکونه پلازمينه بغداد کې د عراق مرکزي بانک کې ښکاريدل او د سرو زرو له خښتو سره يې افتخاري عکسونه اخيستي وو او دا خو ښکاره ده چې د سرو زرو خښتې او نور قيمتي اجناس به يې غلا او له عراق څخه ايستلي وي.
د داعش ترهګرې ډلې راټوکېدل:
پر عراق د امريکا له يرغل وروسته که څه هم د ولسمشر صدام حسين حکومت نسکور شو؛ خو د اشغالګرو په وړاندې ډير ژر عراقي آزادي غوښتونکو د شهيد ابو مصعب الزرقاوي په مشرۍ وسله وال مقاومت پيل کړ چې ډير غړي يې پخواني عراقي پوځيان وو او اشغالګرو ته يې د پام وړ تلفات واړول. امريکا چې په وړانديې د داسې مقاومت فکر هم نه وکړي د زرقاوي د نيولو پر سر يې ميليونونه ډالره جايزه اعلان کړه؛ خو د نوموړي په نيولو کې بريالي نه شول په پای کې د زرقاوي په شهيدولو بريالي شول،له زرقاوي وروسته ابو عمر البغدادي د آزادي غوښتونکو مشر وټاکل شو؛ خو څو مياشتې وروسته هغه هم په شهادت ورسېد او د مجاهدينو په ډله کې بل داسې څوک پيدا نه شو چې د ابو عمر پر ځای وټاکل شي مجاهدين مجبور شول چې ابوبکر بغدادي يې ځای ناستی وټاکي خو د دغه غير مشهور سړي لومړی کار دا و، چې له القاعدې څخه يې بغاوت وکړ او د “الدولة الاسلامية في العراق والشام” په نامه ډله يې جوړه کړه د القاعدې غړو يې په غبرګون کې ترې لاره بيله کړه او ډير يې نورو هيوادونو ته لاړل.
له عراق څخه د اشغالګرو امريکايانو وتل:
کله چې په ۲۰۱۱م کال کې د عراق په لر او بر کې د امريکايي اشغالګرو پر وړاندې لاريونونه پيل شول، نو د امريکا د هغه مهال ولسمشر “بارک اوباما” عراق کې د جګړې پای اعلان کړ او خپل ډېر ځواکونه يې له عراق څخه واېستل.
که څه هم د عراقيانو لپاره دا د نيمه خپلواکۍ په مانا وه؛ خو ډېر ژر په دغه هيواد کې کورنۍ جګړې پيل شوې چې اکثره يې د سُنيانو او شيعه ګانو ترمنځ وې په ۲۰۱۴م کال کې د عراق په فلوجه ښار کې يو پاڅون پيل شو چې ډېر ژر يې لړۍ ټول هيواد ته وغځيدله او پاڅون په جګړه بدل شو. سنيان چې ډير ځورول شوي وو، د دې نويو پاڅونوالو ترڅنګ ودريدل او نوې هيلې ورسره پيدا شوې، خو دا هيلې يې هغه مهال په اندېښنو بدلې شوې چې دې نويو پاڅونوالو د عراق دويم ستر ښار “موصل” چې ډير اوسيدونکي يې سُني مسلمانان وو، ونيوه، خپل خلافت يې اعلان کړ او داسې ظلمونه يې وکړل چې د بشريت په تاريخ کې يې ساری نه ليدل کېږي.
داعشيانو له موصل وروسته د عراق نور ښارونه هم ونيول او د خپل فعاليت لړۍ يې ګاونډي هيواد سوريې ته هم وغځوله او د راپورونو له مخې دومره سيمه يې تر خپل کنترول لاندې راوسته لکه ټوله “برېتانيا” د عراق حکومت او خلک اړ شول چې يوځل بيا امريکا پانو ته د ورتګ بلنه ورکړي امريکايانو يوځل بيا په عراق کې نظامي مداخله وکړه او داسې ښکاريده لکه دوی چې همدې ورځې ته په تمه وو او يا په بل عبارت لکه دوی چې داعش ته د همدې هدف لپاره زمينه برابره کړې وي.
که څه هم په عراق او سوريې کې داعش ماته وخوړه، خو څه يې چې وکړل پايلې به يې تر ډيره په منځني ختيځ او په ځانګړي ډول عراق او سوريه کې ليدل کېږي.