
پر سپينه جامه تور داغونه!
مولوي وقايت الله (وقار)
دا د ولس ستونزه ده چې ګناه بښي؛ خو ګناهګار نه، دلته لويه ټکه داده چې د انساني نيمګړتيا په سبب که د چا پښه ښويه شي؛ نو دغه پښه ښويېدنه نه يوازې دا چې هغه ته په ټول ژوند کې پيغور وي، بلکې تر نسلونو نسلونو د هغه کورنۍ ته هم پور وي او ډېرې داسې دښمنۍ او نفرتونه موجود دي چې د نيکونو معاملې ورته سبب دي.
په طبعي توګه انسان اړ دی چې د ټولنې په منځ کې هستوګنه غوره کړي او بيا د يوه با رسالته مخلوق په توګه په ټولنه کې کار وکړي، مبارزه وکړي، خلک د خير او پرمختګ په لور راوبولي او له هر ډول فساد يې لاس ونيسي، مګر د دغه کار تر شا ځينې نازک تارونه شته چې لاهم بشر له دغه عظيم پرمختګ سره پرې آګاه نه دی، لاهم په ټول انساني ټولنه کې يو سوء تفاهم موجود دی او لاهم بلا زيات خلک په دې غلطۍ کې ګرفتار دي.
دلته که په دېوالونو ليکل کېږي چې (د ډيوې له رڼا ګټه واخلئ او دې ته مه ګورئ چې ډيوه د چا په لاس کې ده) د دې خبرې تر شا قوي فلسفه پرته ده او زموږ د نيکونو ترخې تجربې يې تر شا دي، په يوه ملت کې د آبادۍ او ترقۍ روحيه هلته راولاړېدای شي چې ملت تېر هېر کړي؛ خو درسونه يې ورسره ياد پاتې وي.
دا نو زموږ د ټولنې لويه بدبختي ده چې دلته تېر نه هېرېږي او دا نن چې موږ په تېر څومره کولمې خورو، په نن کې هومره نه يو، شايد همدا لامل به وي چې موږ نه د تېرو خلکو سيال شو او نه د نننيو، ځکه پرونيو مو د خپلو پرونيو کيسې کولې او ننني مو د خپلو آبله ورځنيو په داستانونو، لانجو او کونجو سر دي.
تاريخ جلا بحث دی او د تاريخ له ارزښته سترګې څوک پټولی نه شي، مګر دلته هغه اړخ مراد دی چې له تاريخ سره نه تړل کېږي، هسې ولسي تاويلې ماويلې دي او په علمي مجال کې چندان د بحث وړ نه وي.
دلته له ټولو لوی ولسي ګواښ هغوی ته دی چې غواړي ټولنه د مثبت لور په طرف بوځي، دا چې پرون يې څه ستونزه درلوده، نن د هماغې ستونزې په خلاف مبارزې ته راوتلی وي؛ خو ولس يې ورسره نه مني، خلک ورته د دې پر ځای چې د نن د کار افرين ووايي، د پرونۍ ماضي پيغورونه ورکوي او ورپورې خاندي، ريشخند ورپسې وهي او په اړه يې منفي تبليغات کوي.
د دې ستونزې اصلي سرچينه جهالت دی، که ولس په علمي ډګر کې پرمختګ وکړ؛ نو پوه به شي چې پرون پرون و او نن نن دی، کله چې الله تعالی له توبې وروسته په تېرو ګناهونو نيول نه کوي او حتی توبه ويستونکی دوست ګڼي؛ نو موږ څوک يو چې په تېرو هغه نيمګړتياوو خلک رانيسو چې اوس پرې پښېمانه دي.
دا به نو ډېره کم ظرفي وي چې ووايو، ته اول خپله ماضي وګوره او بيا ماته غږېږه، بلکې که موږ د خپلې ټولنې حالت وګورو؛ نو په دې به پوه شو چې نن د دې اړتيا ده چې د سمون دعوتګران ونازول شي او وپالل شي، د دوی په وړاندې موانع له منځه يووړل شي، تر څو په ټولنه کې کار په ښه طريقه مخته لاړ شي، دلته د فساد او ناروا لپاره سلګونه ادرسونه لګيا دي، ولې د خير لپاره چې محدود سړي او مرکزونه دي، هغه په زوره موږ په بې ځايه تورونو او سوالونو بندوو؟
دلته دقت هم په کار دی چې ډېر کله موږ د افواهاتو ښکار کېږو او چا پسې د پرون داسې ګناهونه تړو، چې اصلا يې تر پرونه هم کړي نه وي؛ نو په دې سره مو د بهتان لويه ګناه کړې وي.
ښايي چې يوه ولسي بيداري رامنځته شي چې موږ ټول په دې قانع شو چې د نن مبارزين د (شر القرون) په زړه کې د خير غوښتونکي دي؛ نو حتمي ده چې د شر او فساد کومې څپېړې به را لاندې کړې وي او لابه يې هم لاندې کوي، موږ ته په عقلي او شرعي لحاظ دا روا نه ده چې د يوه په ښويېدنه ټول د خير ډلګۍ او يا د يوه په ښويېدنه د هغه ټول کار چليپا راکاږو.
البته زموږ مبارزو وروڼو ته هم لازمه ده چې خپل ګامونه محکم واخلي او د خپل هر ګام په اخيستو سره دا درک کړي چې ولس په ديني لحاظ لاهم بيداره نه دی او دوی بايد پوه شي چې خلک د دوی ستونزه دعوت او دين ته منسوبوي، له همدې امله نو د دوی په سپينه جامه وړوکی تور داغ هم له ورايه ښکاري او دوی بايد د خپلو ټولو فعاليتونو او آن حرکاتو او سکناتو په باب هم له پوره ځيرکتيا او هوښيارۍ کار واخلي.