مقالی اوتبصرې

واخان کوریدور؛ د سیمه ییز اتصال او اقتصادي غوړېدو ډاډمن او ارزښتمن مسیر

پر افغانستان د امریکايي نيواک له ختمېدو او د اسلامي امارت په راتګ سره، زموږ ګران هېواد د بشپړ ثبات او ټیکاو پر لوري ګامونه اخلي؛ د هېواد په لر او بر؛ شمال او سویل؛ ختیځ او لوېدیځ ټولو سیمو کې، د امنیت ډاډمنه فضا حاکمه ده؛ کورني او بهرني سیلانیان کولی شي، له کومې امنیتي ستونزې پرته د هېواد ټولو سیمو ته تګ راتګ وکړي. دا د ډېر شکر ځای دی؛ چې له څه د پاسه ۴۰ کلونو جنګ جګړو، ناامنیو او ناکراریو وروسته مو هېواد د تلپاتې سولې او ډاډمن ثبات پر ګاڼه سینګار شوی، زورواکي، لنډغري او ناقانوني پای ته رسېدلی؛ جرمي مافیايي شبکې له منځه وړل شوي او له هر چا سره د قانون او اصولو په تله برخورد کېږي.

د دې ترڅنګ بهرني سیاست مو ورځ تر بلې غوړېږي، له نړیوالو سره د متقابل احترام په چارچوب کې د سیاسي، فرهنګي او اقتصادي تعاملاتو کچه ورځ تر بلې مخ په پراخېدو ده. د بهرنیو چارو وزارت او د هېواد نور وزارتونه او ادارې هره ورځ د هغو بهرنیو مېلمنو او دیپلوماټانو کوربه وي، چې غواړي افغانستان ته راشي او دلته شته واقعیتونه د خپلو عینکو له لیده وګوري، نه د افغانستان دښمنو کړیو له تریبیون اود  مغرضو رسنیو له هیندارو. دوی هڅه کړې، چې د افغانستان عیني او موجود واقعیتونه له نږدې وګوري او د هغو په رڼا کې له اسلامي امارت سره سیاسي، اقتصادي او تجارتي تعامل وکړي؛ الحمدلله تر اوسه پورې د هغوی ټولو ارزونه مثبته ده؛ له همدې امله هغوی د یو مسئول او باثباته نظام په توګه پر اسلامي امارت باور کړی؛ له دې سره سره چې یو شمېر مغرض نړیوال قدرتونوه او یو شمېر نور ګاونډي هېوادونه غواړي، د اسلامي امارت په تړاو د نړیوالو په لیدلورو کې بدلون راولي؛ خو لکه څرنګه چې د هېواد دننه موجود واقعیتونه دومره ښکاره او واضح دي، چې هېڅوک ترې انکار نه شي کولی، نو د دښمنانو دغې توطیې او دسیسې هم تراوسه پورې کار نه دی ورکړی او په نطفه کې شنډه شوې ده.

موجود ډاډمن وضعیت ته په کتو سره، ډېرو بهرنيو او کورنیو پانګوالو هڅه کړې، چې دلته پانګونه وکړي او یا د پانګې اچونې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي. د تازه معلوماتو او شمېرنو له مخې، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته تر ۲۰۰ زیات د لوړې کچې بهرنیو او کورنیو پانګوالو د پلازمینې په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پانګونه کړي؛ دغه پانګونه تر ډېره بریده په صنعتي او ساختماني سکټور کې شوي، چې زیات شمېر هېوادوالو ته هم پکې د کار زمینه برابره شوې، د کورني تولیداتو کچه زیاته شوې، چې ورسره جوخت بهر ته د صادراتو په کچه کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی او بالمقابل، د وارداتو کچه په کافي اندازه راټیټه شوې ده.

د محدودو ادارو او ستونزو په استثنا، د عامه او دولتي سکتور ټولې ادارې او واحدونه فعال شوي او پر وخت او په ښه کیفیت سره خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي. په مجموع کې، په ټولو برخو کې بې ساري پرمختګونه او پرمختیاوې محسوسې دي، چې ټولو ته لکه د لمر په شان روښانه دي او هېڅوک ترې انکار نه شي کولی.

د هيواد په لر او بر کې پر سترو اقتصادي او بنسټیزو پروژو باندې کار روان دی؛ په شمال کې د واخان کوریډور او قوشتیپه کانال، په لویدیځ کې د کابل – هرات مستقیمه لویه لاره، د هرات د سمنتو ستره فابریکه، د خواف – هرات د وسپنې پتلی کرښه، د پاشدان بند، د بخش آباد بند؛ په سویل کې د کابل – قندهار لویه لاره او بیا د قندهار – هرات لویه لاره، د کجکې او کمالخان بند دویم او درېیم فاز، په ختیځ کې د کابل – جلال آباد لویې لارې دویم سړک چې په نږدې راتلونکي کې به یې کار پیل شي، د کاسا زر برښنا د سترې پروژه پاتې چارې د مشت نمونه خروار سترې رغنیزې او اقتصادي پروژې چې اسلامي امارت په نشت امکاناتو پرې کار پیل کړي دي.

که څه هم ټولې پورتنۍ پیل شوې پروژې د افغانستان او افغانانو لپاره حیاتي ارزښت لري؛ خو په دې منځ کې له ټولو مهم د واخان کوریدور دی، چې په بشپړېدو سره به يې  په سیمه کې یو ستر اقتصادي او تجارتي انقلاب او تحول رامنځته شي. واخان کوریدور، په واقعیت کې د لرغونې ورېښمو لارې د پل تعقیب دی، چې یو مهال د اسیا د ختیځ او لویدیځ او د اسیا د ختیځ په ځانګړې توګه د چین له اروپا سره د اتصال اسانه او ارزانه لاره وه. اوسمهال که دغه لاره بېرته فعالېږي، نو چین د ایران د نفتي تولیداتو له ټولو د نږدې بازار پر محور بدلېدای شي، همدارنګه د چین صنعتي تولیدات کولی شي  قفقاز، منځنی ختیځ، ایران، ترکیې او ان اروپایي بازارونو ته د یو ارزانه مسیر په مرسته لاره ومومي او خپلو غربي تجارتي سیالانو ته ماته ورکړي. د دې ترڅنګ د چترال له مسیره د افغانستان د پامیرونو له لارې د مرکزي اسیا او سویلي اسیا د اتصال خبره هم د سیمې د ستراتیژیکو څېړنود مرکزونو تاوده بحثونه جوړوي.

په هر صورت، دغه ټول پرمختګونه او پرمختیاوې د باثباته او بشپړ امن هېواد او یو موټي نظام محصول دی؛ چې پر اسلامي امارت د ولسي ملاتړ او باور زیږنده ده. د افغانستان متدین او مسلمان ولسونه ټول دې پایلې ته رسېدلي، چې که غواړو، امن او باثباته هېواد او نظام ولرو، نو بهترینه نسخه یې اسلامي امارت دی؛ ځکه دغه نظام له یوې خوا یو موټی دی، له بلې خوا د هېواد داسې متعهد او ژمن کدرونه پکې سره راټول شوي، چې د قربانۍ ډګر کې له ټولو لومړی ولاړ و؛ په دې توګه، په هېڅ صورت د ولس، ولسي دیني باورونو، دیني او ملي ګټو او ارزښتونو پر سر له هېڅ لوري او ډلې سره معامله نه کوي. همدغه څه تل د اسلامي امارت د بریا راز و او وي به.

پورتنیو ټکو ته په کتو سره، افغانستان دښمنو کورنیو او بهرنیو کړیو، مافیایي ډلو ټپلو، د نشه یي توکو او انساني قاچاق شبکو چې د اسلامي امارت په راتګ سره یې ګټې له ګواښ سره مخ شوي، هم لاس تر زنې نه دي ناست؛ هره ورځ او ان هر ساعت د راز راز توطیو او دسیسو پر جوړولو بوخت دي، ترڅو د افغانانو دغه سپېڅلي نظام، چې له لسیزو لسیزو يې زموږ مظلومو هېوادوالو د راتلو انتظار کاوه، وننګوي او خدای مکړه د نظام او ولس ترمنځ واټن رامنځته کړي. دوی پوهېږي، چې اسلامي امارت د خپلو ولسونو په زړونو کې ځای لري. اوسمهال چې نورې دسیسې او توطیې یې شنډې شوې، په دې هڅه کې دی، چې د خپلو شبکو له لارې زموږ د خلکو په منځ کې نفوذ وکړي او د نظام په وړاندې یې وهڅوي، چې ښه بېلګه یې د بدخشان ولایت د درایم او ارګو ولسوالیو وروستیو اعتراضونو، او وړمه ورځ د غويي ۲۳ مه نېټه د بدخشان د ارګو ولسوالۍ د برلاس توطیه وه.

 دا ټولې پېښې په هممهاله توګه په داسې وخت کې رامنځته کېږي، چې له فتحې وروسته، د واخان کوریدور، چې اسلامي امارت يې  لومړني کارونه بشپړ کړي، ورځ تر بلې لا پسې ارزښتمن او نه یوازې د هېواد په کچه بلکې د سیمې او ان د نړۍ په کچه د یو سوداګریز بدلون او غوره اقتصادي پرمختیا د سپین سهار زیری ورکوي.

د بدخشان او پامیرونو دغه ارزښتمن ستراتیژیک موقعیت ته په پام سره، هغه افغان دښمنې کړۍ او هېوادونه چې نه غواړي، د افغانانو هوساينه، پرمختیا او ارام ژوند وویني، ارام نه دی ناست ، هره شېبه د توطیو او دسیسو پر جوړولو لګیا دي. که څه هم د اسلامي امارت مسئولینو له دغو پېښو او پرمختیاوو سره تراوسه پورې په پوره تعقل او تدبر سره برخورد کړی او په هماغو لومړیو شېبو کې دغه توطیې شنډې کړي، خو بیا هم اړینه ده، چې د دغو پېښو په تړاو له پوره دقت څخه کار واخیستل شي او لاندې موارد د وړاندیز په توګه وړاندې کېږي:

۱ـ په دې برخه کې دې پوره څېړنه او تحقیق وشي؛ د ستونزو جرړې په ګوته او په ډېر تدبیر او زیرکتیا ورسره پرېکنده او جدي برخورد وشي؛

۲ـ د پامیرونو او بدخشان زیاتره خلک ډېر بېوزلي دي، نو اړینه ده، چې د بېکارۍ کچې د راټیټېدو او د خلکو د اقتصادي پرمختیا په موخه، سیمه ییزې پرمختیايي پروژې پیل شي؛

۳ـ د ستونزو د اوارۍ پروخت د سیمې له خلکو او مشرانو سره د اسلامي امارت د اړوندو مسئولینو تماسونه باید ډېر نږدې وي او په دې برخه کې د سیمې د علماوو او ملاامامانو له همکاریو او مرستو څخه پوره استفاده وشي. د دې ترڅنګ باید هڅه وشي،چې هره ستونزه باید د تفاهم او خبرو له لارې حل شي او که بیا هم ستونزه حل نه شوه نورې مدبرانه کړنلارې دې  تر لاس لاندې ونیول شي.

۴ـ لکه څرنګه چې د دې سیمې زیاتره خلک مالدار دی، نو د هغوی لپاره د بازارموندنې او مالدارۍ دپرمختیا او ودې په برخه کې هڅې وشي.

۵ـ  له هغه ځایه، چې په همدې سیمه کې په دې وروستیو کې اسلامي امارت د کوکنارو بوټي د له منځه وړلو کمپاین پیل کړي او لکه څرنګه چې پورته مو هم ورته اشاره وکړه، دسیسه ګرو کړیو له دغه فرصت څخه په ګټې اخیستنې محدودې ستونزې هم جوړې کړې، چې خدای مه کړه د امارت او خلکو ترمنځ واټن رامنځته کړي، نو اړتیا ده، د دې لپاره چې د سیمې اوسیدونکي متضرر نه شي، د بدیل بوټي د کښت په برخه کې اقدامات ترسره شي، داسې بوټی چې وکولی شي، له اقتصادي پلوه له کوکنارو بزګرو ته ګټور وي. په دې توګه وړاندیز کېږي، چې د دغه بدیل بوټي د کښت او ترویج لپاره د کرنې وزارت د کارپوهانو او د علومو اکاډمۍ دڅېړونکو له خوا په سیمه کې ګډه ساحوي څېړنه ترسره شي او پایلې له اړوندو ادارو سره شریک شي.

  ابوعثمان غزنوي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *