مقالی اوتبصرې

هیواد او ټکنالوژی

انسانان د تاریخ په اوږدو کې کمال ته د رسېدو لپاره د علم په لټون کې دي. په علمي او څیړنیزه برخه کې معلوماتي ټکنالوژۍ خورا زیاتې آسانتیاوې او سهولتونه رامنځ ته کړې چی انسانانو سره یی د علمی ځواک د ګړندی کولو برخه کی ډیره مرسته کړې.

د شلمې پېړۍ له نیمایي را په دې خوا ټکنالوژي پیل او تر اوسه ګړندۍ پرمخ روانه ده. د لومړي ځل لپاره د کمپیوټر په جوړیدلو سره د انسانانو په ژوند کی یو ستر بدلون منځ ته راغی، وروسته بیا د معلوماتو شریکولو او اړیکو ټینګولو په برخه کی ټکنالوژۍ له بشریت سره ستره مرسته کړې او دا ترټولو لویه لاسته راوړنه بلل کیږی.

په همدی لړۍ کی له لری لاری د معلوماتو شریکولو او لیږد رالیږد کی انټرنټ د انسانانو په ژوند کی د نښلولو په برخه کی د ارزښت او پام وړ پرمختګ په چټکی سره رامنځ ته کړ، په نړی کی د ډیجیتل ټکنالوژي د همدی تحول په اوږدو کی ځینی فرصتونه، نیمګړتیاوی، امیدونه او ډارونی هم شتون لری.

ډیجیټلی پرمختګ هغه څه دی چی انسان له خپل جوړ شوی مهارت څخه شاته پاتی کیږی. د انسانانو په غوښتنه یا نه غوښتنه د ژوند یو نوي بشری پړاو ته ورننوځی او جوړیږی.

ټکنالوژي د صنعت او تجارت د پرمختګ او پراختیا برخه کی ځانګړی رول لری چی غوښتونکی یا رانیوونکی په اسانی سره کولای شی خپل د اړتیا وړ توکی په اسانی او ښه کیفیت سره ترلاسه کړی. په همدی ډول د توکو پلورونکی هم په خورا اسانی سره په دی توانیږی ترڅو په کمه بیه خپل توکی غوښتونکو ته په وخت وښیی او ورسوی.

داسی انګیرل کیږی چې د ټکنالوژي په برخه کی به اقتصاد چی اصلی هدف او دنده یی د تولید او توزيع په برخه کی ده ځینی پراختیایی نظریی شتون ولری، خو داسی نه ده. د اقتصاد پوهانو له اړخه ټکنالوژي د دی پوهنځي لپاره – که وغواړو له فنی اصطلاحاتو ګټه پورته کړو یوه بهرنی امریه ده. په دی معنی چی له اقتصادی نظریی بهر ځانته چوکاټ کی خپل ځای لری.

نن ډیرې ټکنالوژي د زیاتو څیړنو په ترڅ کی لاسته راځی چی د نړی په هره برخه کی اړوند څیړونکی پری بوخت دی. له لږو شته منابعو څخه ډیری ګټی اخیستنی ته ټکنالوژي ویل کیږی. په همدی برخه کی ژوره اړتیا ده چی زموږ په هیواد کی د علمی او څیړنیزو موسساتو په جوړونه او ساتنه کی حکومت خپلواکه بودیجه ځانګړی کړی.

د معلوماتی ټکنالوژي جامع تعریف داسی دی چی : د معلوماتو، توکو او تخنیکونو چی له علمی تجربو یی زیرمه اخیستی وی او د سیستمونو، خدماتو او محصولاتو په پراخوالی کی ورڅخه ګټه اخیستل کیږی .)

نن ورځ زموږ هیواد کولای شی د صنعتی او تازه صنعتی هیوادونو بالخصوص د آسیا شرقی او لاتینې امریکا د هیوادونو د پرمختګ په مطالعی سره د هغوی د پرمختګ پر رازونو پوه شی. د دغو هیوادونو د تجربو په مطالعی سره دی پایلی ته رسیدلی شو چی زموږ هیواد د نوی ټکنالوژی په پیل کولو او د مدرنی ټکنالوژی په انتقال سره په اقتصادی برخه کی ډیر پرمختګ يې شونی دی او هم په سیاسی، اجتماعی او اقتصادی برخو کی خپلو مصارفو ته بايد کموالی ورپه برخه کړی چی په پایله کی یی د هیواد پرمختګ لا د چټکوالی لور ته بیایی.

د بیلګی په ډول زموږ هیواد کولای شی د جنوبی کوریا، ټایوان، مالیزیا، برازیل، او مکزیک هیوادونو له تجربو څخه په ګټی اخیستنی د بهرنی ټکنالوژی په پیرلو او واردولو سره سالم مدیریت کولای شی او د هیواد د پرمختګ په برخه کی مثبت تاثیرات لری.

د داخلی او بهرنیو عواملو برخی هغه دوه کلیدی او مهم ټکی دی چی اړینه ده له پام څخه لری پاتی نشی. له داخلی عواملو څخه منظور له ملی ارادی او عزم څخه عبارت دی چی د هیواد په پرمختګ او بساینه کی ستر رول لری چی د تیر په پرتله اوسمهال زموږ هیواد په دی برخه کی د تیرو کلونو په پرتله د ډیرو پرمختګونو شاهد دی. له دی سره سره بیلابیل عوامل شتون لری چی په دی برخه کی ملی عزم او ارادی ته زیان ورسوی چی ترټولو اړین فکتور یی امنیت او اړوند نور مسايل دی.

په کوم هیواد کی چی د اقتصادی پرمختګ ښه عزم او اراده شتون ولری او همدی اصل ته په پاملرنی سره پروګرام جوړونه او سرمایه ګذاری شتون ولری او حکومت د همدی اصل په پلی کولو سره د زیرمو په جوړولو مخ په وړاندی حرکت وکړی، د معلوماتی ټکنالوژي په وجود کی دننه موثرو عواملو څخه په ګټه اخیستنی د هیواد د پرمختګ برخه کی به ستر بدلونونه رامنځ ته شی. له بهرنی عامل څخه مقصد، د بهرنی پانګې اچونی مستقیم شتون او ډیروالی په هیواد کی دی چی دا عامل کولی شی د ټکنالوژۍ د واردولو برخه کی ستر رول ولوبوی.

د بهرنۍ پانګې اچونی موثرو عواملو څخه کولای شو د پانګې اچونی امنیت، د لیږد رالیږد مصارفو، د بازار اندازه او مناسبو زیرمو ته په هیواد کی اشاره وکړو چی هر شخص په یو ډول کولای شی په هیواد کی مستقیمه پانګه اچونه زیاته یا کمه کړی او په همدی ډول د ټکنالوژی په موثریت زیاتوالی یا کموالی کی خپله برخه ولری او په همدی ډول لومړی دولت بیا ټول خلک اړینه ده په هغه مسیر کی ځان عیار کړی او هغسی پروګرامونه طرحه کړی چی عوامل تقویت کړی تر څو د بهرنۍ پانګې اچونی واردیدل هیواد ته چی په تیرو څو کلونو کی یی منفی اغیزی هم لرلی په نظر کی ونیول شی، زیات شی ترڅو د هغو په واردیدلو سره په ټکنالوژی باندی مثبتو تاثیراتو سره د هیواد د پرمختګ مسیر لا ګړندی کړي.

نن ورځ هغه هیوادونه چی وکولای شی په خپلو داخلی تولیداتو کی له نوی ټکنالوژی ګټه پورته کړی په اسانی سره کولای شی د خپلو تولیداتو په برخه کی د مصارفو سپما وکړی چی  له همدی مزیت څخه په ګټې اخیستنی خپل توکی بهرنیو بازارونو ته ولیږدوی. زموږ هیواد هم کولای شی د همدی اصل په پام کی نیولو سره په خپلو مصارفو کی سپما رامنځ ته کړی او خپل سهم په بهرنیو بازارونو کی لوړ کړی. د بیلګی په ډول زموږ هیواد کولای شی د زراعت په برخه کی چی زموږ بهرنیو صادراتو کی ډیر سهم لری له نوی ټکنالوژي څخه په ګټې اخیستنی خپل تولیدات له لږو زیرمو څخه زیات تولید کړی او خپل تولیدی مصارف راکم کړی او له دی لاری، په بین المللی بازارونو کی خپل سهم پیدا کړی او په اقتصادی برخه کی د خپل پولی واحد ارزش لوړ کړی او په ټوله کی د هیواد په مثبت بدلون او پرمختګ کی لوړ ګامونه پورته کړای شی.

په ټوله کی دی پایلی ته رسیږو چی په ټولو برخو کی هم اقتصادی، سیاسی او ټولنیزو برخو کی کیدای شی په ترټولو لږو زیرمو او مصارفو لوړه ګټه ترلاسه شی او په دی برخه کی، اړینه ده چی د وارداتو پر عواملو خپله جدی پاملرنه په پام کی ونیسو، ځکه چی ټکنالوژی د هیواد په پرمختګ او بساینه کی ستر رول لری.

ادریس سنګر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *