مقالی اوتبصرې

هيواد موګام په ګام د پرمختګ په لور روان دی

دا زموږکوم ځانګړی نظر نه ، بلکې هغه بالمشاهده حقيقتونه دي چې هره ورځ يې له سمعي رسنيو اورو اوله بصري رسنيو يې په خپلوسترګووينو چې دهېواد په مختلفو ولايتونوکې په ټولو برخوکې ښه په درز دبيا رغاونې کارونه پرمخ روان دي اوليدل کېږي چې د سردارمحمد داودخان د واکمنۍ هغه جوړشوي پراختيايي پلانونه يو په بل پسې تطبيقېږي چې تراوسه د مختلفورژيمونو له خوا پرې خاشه اچول شوې وه ، که د موضوع د ښه وضاحت لپاره يوڅوکرښې د ماضي په لور ولاړ شو، نو زموږله دې داعيې سره به مرسته وشي چې پخوانيو رژيمونو د ملک دآبادۍ اوښېرازۍ په لور، ولې داسې مسئولانه ګامونه نه شوای پورته کولای چې له امله يې د تېرو ۴۵ کالو په موده کې د افغانستان دصنعت په پراختيا ، دکانونو په استخراج او د کرنيزسکتور پر وده خاشه اچول شوې وه ؟ مقنع ځواب دادی  چې دوي ټولو د انکشاف اود ملک د پرمختګ پر ځاي خپلې جنګي موخې تعقيبولې ، دا يو واضح اوثابت حقيقت دي ، کله چې په ۱۳۵۷ کال ديوې کودتا په ترڅ کې د خلقيانو رژيم را منځ ته شو، پرته له دې چې د سردار محمد داود خان انکشافي پلانونه عملي اويا هم پخپله د ملک د پرمختګ لپاره نوي پلانونه جوړکړي عاجل له ملت سره په جنګ واوښتل ،ځکه موخه اوفکري جوړښت يې له ملت سره په ټکرکې و، د دې دورې لويه لاسته را وړنه د ملت هرفرد ته د شک او ترديد په سترګه کتل او د بېګناه وګړو د وينو تويول ګڼلی شو، کله چې روسان راغلل ،هغوي خپلې استعماري موخې تعقيبولې اونه يوازې د افغانستان د انکشاف په غم کې نه وو ، بلکې عملا ًهم دافغانستان د هرډول پرمختګ مانع هم ګرځېدل ، د دې دورې لويه لاسته را وړنه قومي تفرقه اچونه او دبيګناه افغانانو وژل او تري تم کول  ثابت شول ، کله چې په ۱۳۷۱لکال د ثورپه اتمه نېټه د افغانستان په سياسي ډګرکې هغه مجاهدين چې څه دپاسه۱۳ کاله يې له الحاد اوروسي اشغال سره وسلواله مبارزه کړې وه ، راڅرګند شول ، د ګڼ ګونديزو واکمنيو له مخې يې د ملک اقتصادي پرمختګ خو پر ځاي پرېږده چې په ټپه ودرېد ، بلکې په دې دوره کې به ظاهراً دحزبونو په چوکاټ کې خو د پردې ترشا د قومونو ترمنځ د روسانو د تفرقې کرل شوي تخم لومړۍ نښه را وړه ،ځکه داسې کورګډې خپلمنځي جګړې پيل شوې چې جهادي داعيه يې له خاورو سره خاورې او د اسلامي حاکميت پرځاي نورې قومي او ټولنيزې غوښتنې مطرح شوې ، په دې دوره کې نه يوازې انکشاف ونشو، بلکې پخواني تاسيسات او د کابل ښار دولتي او غير دولتي ودانۍ له يوې مخې په وېروونکو کنډوالو بدلې شوې او د هېواد ټول صنعتي تاسيسات کباړ او پر ګاونډيو هېوادونو د زړې وسپنې په تول وپلورل شول .دا هغه څرګند حقيقتونه دي چې ويښ ضميرونه ترې انکار نشي کولاي .

کله چې په لومړي دوره کې اسلامي امارت را څرګند شو،نو واک په هېواد کې يو اړخيزشو،خوبيا هم قومي مقاومتونه ددې سبب شول چې اسلامي امارت ته سرخوږی جوړشي ،خو اسلامي امارت په دې وتوانېد چې يوشمېر پاتې تاسيسات له ويجاړېدو وژغوري او ويې ساتي .

نړيوال پراختيا غوښتونکي په سرکې امريکا د دې پرځاي چې له افغانانوڅخه روسانوته د ماتې په ورکولوپه بدل کې ، چې د دوي نړيوال حريفان وو ، مننه او مرسته وکړي برعکس ديوې نړيوالې توطيې په ترڅ کې يې اسلامي امارت د خپلوناټويې انډيوالانوپه مرسته سقوط کړ او پر ځاي يې په افغانستان کې يوداسې پوشالي حکومت رامنځ ته کړچې د خپلې ډوډۍ د خوړلو واک يې نه درلود ، امريکايانود افغانستان ټول ملکي اونظامي تاسيسات او اداري ساختارونه د (پي پي آر) او (ډي ډي آر ) ترنا آشنا نومونولاندې له منځه يوړل او اشغالي حکومت يې ديوه داسې پاليسي جوړوونکي حکومت په بڼه رامنځ ته کړ،چې د ملک د انکشاف په ګټه اجرايوي صلاحيت يې نه درلود اوله واشنګټن څخه دچارو په اجراء کې برنامه ورکول کېده ، د اشغال په شل کلنه دوره کې نه يوازې اشغالي حکومت بلکې امريکا اوناټويې انډيوالانوبه  يې هم د ملک د انکشاف په ګټه کليدي انکشافي برنامې ډب کولې ، له چين سره دعينکو د مسو پروژه يې وځنډوله  اوپه خپله يې فوق العاده بې کيفيته يک بارمصرف پروژې د دونر او دداسې ساختماني شرکتونوپه ذريعه تطبيقولې چې هغوي به پر کيفيت نه ، بلکې يوازې به يې پر خپلو ګټوفکرکاوه اوډونرانو هم د مرستو را وړل شويو پيسوته په افغانستان کې د مصرف اسناد جوړول اوپيسې يې بېرته له افغانستان څخه ايستلې ، ددې پيسو يوه برخه د رندو اوچالاکو افغان کړيولاس ته هم لويدلې چې هغوي په کابل اود هېواد د نوروولايتونوپه مرکزونوکې دولتي مځکې غصب او دنګې دنګې ماڼۍ به يې پرې جوړولې ، دا تيرشوي هرڅه اوس هم ددنګو ماڼيو په وجود کې مشهود دي ، د امريکا په مرستو له پيل څخه ترپايه پورې په افغانستان کې کومه حياتي پروژه تطبيق نه شوه ، جالبه داچې امريکايانو به هم په افغانستان کې خپل ځان ته داسې پلاستيکي استوګنځي جوړول چې له دوي پاتې تاسيسات د افغانانوپه درد دوا نشي .

له ۱۳۸۰ څخه تر ۱۴۰۰ل کال پورې د شلو کلونو په موده کې د افغانستان اسلامي امارت د اشغالګروکفارو پر وړاندې خپلې مبارزې روانې اوچالانې وساتلې، څو د ۱۴۰۰لکال د اسد  مياشتې په ۲۴مه نېټه يې ګران هېواد د ګوره اشغالګرانوله لاسه وژغوره اود پاميرپر لوړوڅوکويې بيا خپل سپين بيرغ ورپاوه ، سره له دې چې امريکا اونورمغرض هېوادونه اوس هم د زهرجنو تبليغاتوله لارې خپلې ناولې هلې ځلې جاري ساتي او مختلفې پلمې لټوي ،خو اسلامي امارت چندان غوږ نه ورته نيسي او په خپله يې دهېواد په هره برخه کې د بيا رغاونې داسې حيرانوونکي کارونه پيل کړي چې د تېرو ۴۵ کالوپه اوږدوکې يې بېلګه نه ده ليدل شوې ، داسلامي امارت په هاند اوهڅو دقوشتپې کانال احياء دهېواد په کرنيز سکتورکې داسې بدلون راوست چې تاريخ به يې پر زرينو کرښو ليکل کېږي ،ځکه هېوادوال يې ډاډه کړل چې که د الله پاک خوښه وي ،نور به وږي نه پاتې کېږي ، د کاسا ۱۰۰۰  پروژې تطبيق به افغانستان د صنعتي کېدو په لور يو بل ګام ورلنډ کړي اود ټاپي سوداګريزه پروژه به هم پيل کېږي .

د هېواد په شمال کې د نفتي زيرموتفحصات چې د ورځې په لسګونو زره مختلف الډوله تيل توليدېږي د کانونو د استخراج په برخه کې بله لويه لاسته را وړنه ده چې د مخکنيورژيمونو لاسونه پرې تړل شوي وو، د سالنګ د تونل بيا رغاونه ددې سبب شوه چې د اسلامي امارت په هاند اوهڅو هېوادوال د خپلومواصلاتي ليکواود لويو لاروپر بيا رغاونه باوري شي  ددې ترڅنګ هره ورځ په ملک کې د لويواوکوچنيوبندونو اوچک ډمونود جوړولوخبرونه هم اورېدل کېږي اودا داسې حقيقي خبرونه دي چې د تېرو رژيمونو د خبرونوپه شان د يخ په ټوټه نه دي ليکل شوي چې بېرته ويلي شي ، بلکې د انکشاف په اړه د امارت ټول خبرونه په يقيني ډول هر يويې د عمل جامه اغوندي ، د کابل ښارپه دننه کې د لويو اوکوچنيو کليدي سړکونو جوړول ښيي چې ژربه کابل ښار د نړۍ د پرمختلليوښارونوپه قطارکې ودرېږي ،ځکه ښاري بڼه به خپلوي ، اسلامي امارت په غير پلاني سيموکې د کورونو د ګډ وډېشن مخه هم نيولې ده ، د صادراتو او وارداتوانډول سيخ اود صادراتو د کچې لوړوالي هغه زيري دي چې د ملي اقتصاد د تقويې سبب به جوړېږي .

د نړۍ د پولي نظام ترمنځ د (افغانۍ ) د بيې لوړ ساتل د دې ښکارندوي دي چې ملي اقتصاد مو، د ودې په حال کې دي ،ځکه اسلامي امارت د هېواد ملي ګټوته ژمن او وفادار دي اوترڅنګ يې خپل رعيت ته هم وفادار دی او په درنه سترګه ورته ګوري ،ځکه په نيشه يي توکو روږدي کسان يې د درملنې لپاره رو غتونونو ته ور وپېژندل ،همدارنګه د کوکنارود ناولي بوټي کرکيله يې د صفرکچې ته را ټيټه کړه او هېڅکله به بيا بزګرانو ته ددغه ناولي بوټي د کرکيلې اجازه ورنه کړای شي، نو په يقين سره ويلاي شو چې افغانستان ګام په ګام د پرمختګ په لور روان دي.

حيا ت الله حليم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *