مقالی اوتبصرې

هيوادوال دې په پوره اخلاص او صداقت له راستنېدونکو افغانانو سره مرسته وکړي

ټول هيوادوال په دې ښه خبر دي، چي د افغان کډوالو د اجباري راستنيدو بهير را روان دی او تقريباً څه کم پنځه سوه زرو ته يي شمېره ورسېده او خدای تعالی ته علم او معلومات دي چې ترکومه به داسلسله جاري وي. يو اړخ ته زموږ هيواد اقتصادي ستونزي لري اوبل اړخ ته تجارت او کارو بار په هيواد کې کمزوری دی اوبل اړخ ته سوړ ژمي دی او اسلامي امارت دومره لوی بوج دکډوالو په اجباري ډول نشي برداشت کولای هغه افغان کډوال ، چي په خپله خوښه او تدريجي ډول باندي راستنیږي يو څه اماد ګي او تياری ورته نيولی شي . داخو زموږ اټکل و، خو الحمد لله بيا هم الحمد لله دلوي رحمان رحيم الله مرسته او کومك و، دتوقع او اټکل نه زياته مرسته او کومك ورسره وشو. ليکن په ټول تاريخ کي دومره عظيم الشان او ستر هرکلی او استقبال هم کله نه و شوی لکه چي خپلو هيوادوالو وروڼو اود اسلامي امارت دمجاهدینو لخوا يې چي څومره استقبال وشو. اسلامي امارت خپلو پوځي وسايطو ، ګاډو او موټروکې ددوی کډي خپلو خپلوځايونو ته انتقال کړې. تجارانو وروڼو اونورو عامو هيوادوالو وروڼويې په تورخم کي تود هرکلے وکړ، ګلان او غاړه کي ئي په غاړه کي ورواچولي، نغدي مرستې او خوراکي توکي يې په دوئ باندي تقسيم او وویشل همدومره يې په وس او طاقت کي و، چې ورسره يې وکړل. په ولايتونو او ښارونو او ولسوالیو او کلیو او جوماتونو کي په پراخه پيمانه چندي او مرستي راټولي کړي شوي .اوس راځو خپلي موخي هدف او مقصد ته .زما له ټولو مسلمانانو وروڼو او په ځانګړی ډول له خپلو هيواد والو وروڼو څخه غوښتنه داده چې خپلو کورونو کي ځای ورته ورکړي اوکوم چي د کرايې کورونه دي هغه دې وړيا او مفت ورکړي. ترخپل توان او طاقت پوري کرایه ورڅخه مه اخلئ، خپلي حجري او مهمانخاني ورته خالي کړي او د زړه له اخلاصه مرسته او کومك ورسره وکړئ. داستاسو کډوال وروڼه او خويندي دي ،دا تريو وخته پوري ستاسو ميلمانه دي، دوی دګاونډيو هيوادونو څخه په زوراو جبر راستانه شويدي او تش لاسونه راغلي دي .ټوله پانګه او شتمني يې د هجرت په کور کي پاتي شوې ده. ددوی په راتګ سره زموږ يو تعداد هيوادوالو د کورونو دکرايې لوړولو پسي بډي راوهلي دي ،خبر دار يا خو ورنه بالکل کرايه مه اخلئ او که چيرته کرایه ورڅخه اخلي،نو نيمه کرایه ورنه واخلي او يا يې دالله تعالی د رضا لپاره بغير له کرایې ورکړي تر هغه وخته پوري چي ددوی اقتصاد ښه قوي شي او پر خپلو پښو ودرېږي او د اسلامي هیوادونو له مشرانو څخه موداهيله او ارزو ده چې له دغو کډوالو سره پو ره مرسته او کومك وکړي او د اسلامي امارت له مشرانو څخه مو داهيله او امید دی چي په شرایطو برابر کسانو ته دندي او وظيفې ورکړي. نور بيا

مولوي عبدالجبار دروېش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *