مقالی اوتبصرې

 نورستان ته که پاملرنه وشي؛ د نړۍ په کچه تفرېحي پارک به ترې جوړ شي

دا جوته ده چې نورستان دطبيعي ښکلاوو او توريزمي جاذبوله مخې نه يوازې د افغانستان ،بلکې د نړۍ په کچه يوه بې نظيره توريستي جغرافيا شمېرل کېږي ، که د حکومت پام ور واړول شي، پر توريستي جاذبو يې کار وشي او د طبيعي ښکلاوو ځايونه يې په نښه او سړکونه وروغځول شي ، نو له شک پرته به د نړۍ په کچه تفريحي پارک ترې جوړشي ، جالبه داچې دا غرنۍ جغرافيا چې يو وخت د چترال لوېديځه برخه هم په کې شامله وه ،ټوله د کافرستان په نامه يادېدله او د هندوکش غرونو په ختيځه غېږه کې يې موقعيت درلود ، وروسته کله چې د کافرستان د لوېديځې برخې اوسېدونکي د اميرعبد الرحمن خان د واکمنۍ پر مهال مسلمان شول، نو د نورستان نوم ورکړ شو، د اوسني پاکستان په خاوره کې پاتې برخه چې د چترال ايالت په لوېديځ کې يې موقعيت درلود ، تر نن پورې د کافرستان په نامه پاتې شوه چې اوس هم دا وګړي پرخپل پخواني دين اوآئين معتقد دي او دخپل ژوند چارې پرمخ وړي ، يو وخت دا دواړې جغرافياوې د بلورستان په نامه هم يادېدلې ، نورستان لوړ غرونه لري چې ارتفاع يې له څلورنيمو ترپنځو زرومترو پورې رسېږي ، خو د زياتو اورښتونو او د واورو د اورېدلو او د دايمي رطوبت له امله د نورستان جغرافيا تل ځنګلونو او رنګا رنګ شنيليو پوښلي وي ، د نښتر، جلغوزي ، بلوط او ارچې ونې ددې سيمې طبيعي ښکلا ده ، داسې ښکلا چې دنورستان ټوله جغرافيا يې په طبيعي ډول ديوه سمسورپارک اوبڼ په بڼه اړولې ده ، يوشمېرڅېړونکو د نورستان په غرونوکې دځنګلونو په ارتباط څېړنې کړي او دا يې په ثبوت رسولې چې د غرونوله دولس سوه نه تر۱۸۵۰ مترو لوړوالي پورې د بلوطو او زيتون ونې ښه وده کوي او له اتلس سوه پنځوس مترو پورته بيا د جلغوزي ، ناجو او  ارچې ونې زياتې ليدل کېږي او له دې ارتفاع پورته بيا سوزني برګ يا هميشه بهار، ونې چې د يخنۍ په مقابل کې لوړمقاومت لري ، ليدل کېږي .

زموږ خبره د نورستان د توريستي جاذبوپه اړه را تکيه ده ، که هلته د توريستانولپاره هوټلونه ، سړکونه او دسيلانيانولپاره نور مستريح امکانات برابر شي ښايي پر نورستان د توريستانو داسې بهير ورمات شي چې د نړۍ په هېڅ ملک کې يې بېلګه نه وي ليدل شوې ، ځکه د نورستان له ټولوستره طبيعي جاذبه د هغه د غرونو رغونو درو اوسردرو جوړښت يا په بل عبارت دهغه جغرافيا ده چې الله تعالي په خپل قدرت په داسې عجيب ډول خلق کړې چې سړي يې په ليدلونه مړېږي ، په دې وروستيوکې حکومت د سيلانيانود لاجذ ب لپاره يوشمېر وړې کښتۍ دغه ولايت ته لېږلي اوپه مرکز پارون کې يې د دوو هغو نيمه لوړوغرونو چې له يوبل نه فاصله يې د دووکيلومترو په اندازه ده ، د هوايي زانګو تابيا نيولې ده ، که چېرې ورته نورې داسې توريستي جاذبې او اړند تاسيسات چې د نورستان له جغرافيا سره تطابق ولري هلته جوړشي، نو يقيني ده چې نورستان به ډېر ژر د آسيا په کچه د توريستي جاذبو پر مرکزبدل شي ، په دې وروستيوکې په نورستان کې مخابراتي شبکې هم فعالې شوې دي اوخلک له ساعتونو پلي مزل څخه خلاص شوي دي ،چې دا هم د توريزم لپاره د لازمواسانتياوو يو ښه ګام ګڼل کېداي شي ، د نورستان جغرافيا له هره پلوه د سيلانيانو د جذب لپاره (نقطې) لري له ټولومهم داچې د نورستان آب و هوا دومره معتدله اوپه زړه پورې ده چې روح خوشحاله اوتازه ساتي ، روايت دي چې پخوا به څوک د نورستان له لارې کشميرته تلل، نوملګري يا د کورنۍ کوم غړي ته به يې وويل : کومه ډالۍ درته را وړم ، مخاطب کس به وويل : د نورستان صافه ، پاکه اوتازه هوا …

د جيومورفولوجي مشخصاتوله مخې د نورستان د غرونوجوړښت او په کې ډول ډول سوزني برګې ونې او په غرونوکې د لويو اوکوچنيوغونډيو ويش او ددې غونډيو ستوغ لاشونه اوبېرته ځاي په ځاي جګوالي داسې اسرار آميزجوړښت لري چې د نړۍ په جغرا فيا کې يې بېلګه نه ليدل کېږي. نه يوازې دغه غرونه طبيعي ښکلا لري ،بلکې د ډول ډول قيمتي ډبروکانونه هم په کې موجود دي .

د هايدروګرافي يا د جاري اوبو د مسيرونو له مخې هم د نورستان د اوبو مسيرونه جالب او د ليدلو وړ دي ځکه لويې اوکوچنۍ طبيعي شر شرې لري ،خو د څړموني پرمهال اکثره دا سينديزخوړ نه طغياني کېږي.

نورستان د طبيعي جوړښت له مخې يوغرني ولايت دي چې د شمال له خوا له بدخشان اود سهيل له خوا له ننګرهار د ختيځ له خوا له کونړ اوهمدارنګه د لوېديځ له لوري له پنجشيرسره سرحد لري چې دغو ولايتونوته يې د اتصال لارې له مختلفوکوتلونو تېرې شوې دي ، د مندال کوتل د بدخشان د کران و منجان ولسوالي له نورستان سره نښلوي او ۴۵۰۰ متره لوړوالي لري ، د چمار، غاښي چې د پنجشيراونورستان درې سره نښلوي او ۴۷۰۰ متره لوړوالي لري ، د زيدک ، غاښي چې نورستان له چترال سره نښلوي او ۴۸۵۰ متره لوړوالي لري .همدارنګه په لسګونو نور داسې غاښي هم شته چې د نورستان غرنۍ سيمه له نورو سيمو سره نښلوي .

حيا ت الله حليم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *