مقالی اوتبصرې

موږ د وحدت او يووالي الگو يو، نه پاشلې پديده !!

محسن سعود
د تېر اشغال تپلي رژيم په ليكو كې ناندريو باندې لا هماغه وخت نړۍ غږېدلې، چې د سيمې او نړۍ د هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو او سفيرانو په لاسوهنه به هوارېدې او جالبې پكې دا وې ،چې د رامنځته كېدو تر شا به يې اساسي عامل هم د همدوی لاسوهنې وې، نړۍ يې د هغه مهال او راوروسته عواقبو باندې هم غږېدلې او ځينې لاهم له وخته د تېرو او ناچله اعترافونو په رش كې پرې غږېږي. د دغو عواقبو له منځه هر ډول فسادونه او په ځانگړې توګه اداري فساد، د نشه ي توكو د پير،پلور،دكارېدنې پراختيا، قتلونه،غارتونه،نا امنۍ او هغه ټول كورني او بهرني موارد د يادونې وړ دي چې اسلامي امارت پكې تر اوسه هم پرمختگونه لري او د اړوندو لنډمهالو او اوږدمهالو پلانونو او پاليسيو په لرلو به په نږدې او لرې كې نور هم ولري. بله خوا اسلامي امارت بيا هغه مهال له نننيو په مراتبو سختو او ناوړه شرايطو كې تر وحدت ځپونكو بريدونو لاندې خپل وحدت وساته، د هغه ښې پايلې يې ترلاسه كړې، د عامې شرعي عفوې او ورپسې نورو شرعي لارو چارو او برنامو په كارونه يې د هېوادوالو ترمنځ هم د وحدت ۴۳كلن شلېدلي مزي سره غوټه كړي او د لاټينگښت او غښتلتيا په حال كې دی او اوس نو د بشپړې اسلامي نړۍ د وحدت لپاره د كار كولو وخت را رسېدلی ،چې د اسلامي امارت چارواكو يې بيا بيا غږ لوړ كړی. څه موده مخكې د تركيې هېواد ته د سفر پر مهال د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد هم د عالمانو د يووالي ټولنې لمانځغونډې او گڼو نورو ناستو كې د مسلمانې نړۍ پر يو موټي كېدو او وحدت ټينگار وكړ او د خپل هوډ څرگندونې پر تاريخي ټكو(كه تر يو چتر لاندې گڼ هېوادونه د اروپايي ټولنې په شكل را ټولېږي او…موږ ولې نشو كولی؟)يې كفري ټلوالې وننگولې، نو اسلامي امارت يواځې د افغان ولس او مسلمانې نړۍ د وحدت پر لارو چارو فكر كوي، نور له خپلمنځي يووالي او وحدته بې فكره دی، خو دښمن استخبارات يې بياهم د خپل تپلي او بيا بايللي رژيم او موقفونو له عينكو گوري. دوی ته دې تسليت وويل شي، چې پر دغه زرهي او تبليغ ضد وحدت د بريدونو ناكامې هڅې كوي، د ويجاړۍ پر خپل دغه كار دومره هم نه پوهېږي چې څه ډول هدف په نښه كړي؟ او كوم هدف يې په نښه كړی دی او همدې ته په اشارې ښاغلی مجاهد په يوه مركه كې په بشپړ ډاډ او قاطعيت سره وايي: دا دلته ځای نه نيسي.
هو! مجاهد په اسلامي امارت كې د خپل تېر معماييز استخباراتي او تبليغاتي گډ نقش له مخې دغه وايي او پرديو استخباراتو تپليو رژيمونو كې چې واك او ځواك يې دواړه پر هغوی ولاړ وي؛ دا ډول رسنيز بريدونه ځای نيسي چې زموږ تبليغاتي جگړه هم پرې بريا ته رسېدلې وه، خو چې دښمنو استخباراتو مو اوس پېښې پيل كړې؛ د اسلامي امارت وحدت د دوی د تپلي رژيم هغه نه دی چې پرې بريد يې دلته ځای ونيسي، كه يې نيولای؛ په له ټولو لنډه موده كې دا دومره هېښوونكي پرمختگونه او لاسته راوړنې خو نه له جنته تيارې راځي، نه به اسلامي امارت اوس درلودې او نه هم له سرتاسري وحدت پرته شوني و دي، نو د دې ټولو كيسه بېرته خپلمنځي وحدت او پرې د دښمنو تبليغاتي گوزارونو ځای نه نيونې ته ور گرځي او د دې هرڅه راز هم همدا دی، چې استخباراتو تپليو رژيمونو،مقاومتونه نه درلودل، نه يې لري او نه به يې ولري، نو ويلای شو چې د هېواد په گوټ گوټ او د اسلامي امارت نظام په هره برخه كې هر ډول پرمختگ او لاسته راوړنه جلا د هغه د ليكو پر ټينگ، الگو او سمبول وحدت شاهدي وايي، چې پكې دښمن ته پر همدې وحدت توندو تبليغاتي گوزارونو هم ځای نه دی نيولی. دا څرنگه كېدای شي، د كوم … عقل به يې لا ومني او كوم كلتور به يې ايجاب كړي، چې د هېواد په گوټ گوټ كې د يوې ډلې اړوند وزارت،رياست،ادارې چارې، پر مختگونه او لاسته راوړنې د مخالفې يا لږ تر لږه جلا ډلې دغړيو په واك كې او د همدوی د هڅو نتيجه وي؟ ! هغه هم په دومره بې ساري ښه، شفاف او رڼه معيار لكه د اسلامي امارت هغه چې پرې بشپړ نظام د گردې نړۍ پر كچه بې مثاله دی. د همدغه بې مثاله اسلامي امارت د رهبرۍ اړوند چارې، پرمختگونه او لاسته راوړنې كه په هېواد کې دننه يا بهر دي؛ د كورنيو چارو په گډون د نظام اړوند د گڼو وزارتونو، رياستونو او ملكي،دولتي ادارو د هڅو پايلې دي ،چې د دښمنو تبليغاتو او اصطلاحاتو له مخې يې چارواكي بيا د رهبرۍ مخالفې ډلې دي؟؟ !!. همداسې د كورنيو چارو او بل هر وزارت چې ورپورې تړلې چارې، پرمختگونه او لاسته راوړنې يې كه په نړيواله، سيمه ييزه او كورنۍ هره كچه وي؛ د كومې اړوندې برخې د ادارې د هڅو له پايلې پرته بل هېڅ نشي كېدای او د دښمن په اصطلاح يې بياهم چارواكې د ياد وزارت د مخالفې ډلې غړي راوځي چې سالم عقل څه؛ چې پر دوو انساني پښو بار د … عقل هم دا نه مني.
خو دا چې په فكري جگړه كې تمركز پر عام فكر او احساساتو وي، همدغه دوه پر نښه كوي او تبليغات او تبليغاتي كړنې او سوژې يې يواځينۍ او يا لږ له لږه تر ټولو اغېزمنه وسله او وسيله ده ،چې يو وخت تحقق ور كوي او په رښتونې بڼه يې بدلوي؛ كه يو څه هرڅومره له عقله لرې او آن تر انفجاروونكي حده ورسره ټكر هم وي، د يو كلتور برخه گرځېدل يې تربسې ناشونې وي او د نړۍ په هېڅ قاموس كې ځای او آدرس هم ونلري، خو د تبليغاتو له لارې عام فكر گرځېدلی او احساس يې عامېدلی شي، نو ځكه بايد هېڅ هم د عقل، كلتور او كېدو(شونتيا،ځای نيولو)يا نه كېدو پرېكړې ته پرې نښودل شي، بلكې په خپله رښتونې بڼه او پر وخت پر ټول توان رسنيز او تبليغاتي پراخ انعكاس ور كړل شي، چې همدا، اوس او بيا نږدې او لرې راتلونكي كې د دښمنو تبليغاتو او د هغو د اغېزو په مخنيوي كې ډېره مرسته كولی شي او هغه ټولې لاسته راوړنې هم لرلی شي، چې ورپورې تړلې دي. موږ له دښمن تبلېغاتي ماشينه اورو چې زموږ، گران ولس او د اسلامي امارت درانه مشران سخت دريځو او منځلارو ته وېشي، ترڅو لومړی دغه فكر او احساس عام شي او بيا تحقق او رښتونې بڼه پيدا كړي. سره له دې چې د اشغال شل كاله همدغه د تېر اشغالگرو او د اوس تبلېغگرو لېنگي له په اصطلاح حقاني ډلې لړزېدل او لاهم يې حقاني صاحب ټكوي ،چې د جگړې پر ډگر مو زور سره معلوم دی، له عامو وگړو بنديزونه لرې كړئ او بشري مرستې ورسره وكړئ…له نړۍ د مرستو او همكارۍ غوښتنه مو د حيثيتي غرور او خوښې دريځ نه دی، دا دريځ د خپل ولس د هوساينې لپاره نيسو او زغمو يې، له خارجيانو سره په مجلس كې غيرت اجازه نه را كوي چې يوه ټيټه خبره لا ورته وكړم… بياهم د دښمن د وېش له مخې د قربانيو او وحدت دغه سمبول پر اصطلاح په منځلارو كې شمېري او د اسلامي امارت محترم مشرتابه په اصطلاح په سخت دريځو كې راولي چې هره پرېكړه يې له انعطافه سرچينه اخلي او پر انعطاف ولاړه عمومي عفوه يې له ابتكارونو څخه ده، خو هدف پر نور څه سربېره ښايي دا هم وي چې د عام كړي فكر او احساس په وړاندې أخندزاده صاحب لا نور هم نرم كړي او خليفه صاحب بيا له دغه لړزوونكي دريځه لږ را ښكته كړي، خو حاشا و خلا، نو دښمن دې پر خپلو تبليغاتو ځان نه خوشالوي، افغان ولس بياهم هماغه د ښاغلي مجاهد تاريخي ننگونه وريادوي چې له خپل بې مثاله وحدت وروسته د مسلمانې نړۍ د وحدت هوډ څرگندوي او په زغرده وايي چې موږ د وحدت او يووالي الگو يو، نه پاشلې پديده.
قلموال، فرهنگپال او ځوانان دې پوه وي ،چې د عام فكر او احساس د پراختيا په كچه د چارو، پر مختگونو او لاسته راوړنو پراخ تبليغاتي او رسنيز پوښښ كه اوس او پر ښكاره د هغو زېري دي، د دښمن د حتمي تبليغاتو په مخنيوي كې هم ډېره مرسته كوي، د بېلگې په ډول كندهار كې را منځته شوې كومې پېښې ته، چې پكې د كورنيو چارو وزارت اړوند پوليسو، استخباراتو، سرحدي ځواكونو، امنيتي ځواكونو، ځانگړو قطعاتو او…كومې لاسته راوړنې لرلې وي يا د مشرتابه لارښوونو، فرمانونو او امرونو د هېواد په گوټ گوټ كې لاسته راوړنې لرلې وي؛ پر خپل ځای له اړوند آدرسه يې پر وخت پراخ رسنيز او تبليغاتي انعكاس د كابل-كندهار ترمنځ پر اختلاف يا پر يو ډول وېش را څرخېدونكي دښمن تبليغات كه هر وخت هم شوي وي يا كېږي؛ ځواب دی چې له ياد اختلاف،وېش سره شونې نه ده كندهار له كابله او كابل له كندهاره اداره شي او دا به هغه ارزښتمنه گټه وي ،چې د پېښو د رسنيز پوښښ او انعكاس پر مهال ورته هېڅ پام نه وي ور اوښتی او نه له هغه پرته تر لاسه كېدلای شوای.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *