مقالی اوتبصرې

مرستندویان دې د اقلیم د بدلون لپاره کار وکړي

 په اوږده وخت کې د هوا پوهنې د ښکارندو په اړوند د معلوماتو راټولولو ته اقلیم ويل کېږي، کوم چې د یوې ځانګړې جغرافيايي سیمې اقلیمي څرنګوالی را څرګندوي،په دې وروستیو کې د همدې مطالعاتو په پایله کې ساينس پوهان ټول په يوه خوله دي چې نړۍ د ګرمېدو پر خوا روانه ده. د کومو په پایله کې چې د ځمکې روان نظم مخ په ګډوډېډو دي.

څرنگه چې مو مخکې د اقلیمي بدلون د ناوړه پېښې نوم ذکر کړ، له دې ټولو دا ځواکمنه ،پراخه او نړیواله ناوړه حادثه ده چې د انساني ژوند او ژوندانه لپاره نوی سرخوږی دی،استراليا کې د ځنګلونو اور اخيستل ،په لیبیا کې خطرناک سیلابونه ،لوی هند کې د تودوخې لوړه کچه ،په هيواد کې تېره وچکالي ،وروستي سيلابونه او نور هغه څه دي چې موږ یې په ښکاره د اقلیمي بدلونونو پایله ګڼلی شو،که څه هم سیمې بېلې دي ،مګر یو څه مشترک دي اوهغه  له اقلیمي تغیراتو سره مبارزه ده.

له اقلیمي بدلونونو سره مبارزه د همدې پېښې ناوړه اغېزو ته په کتو له بل هرڅه مهمه ده ،نړیوالو ته په کار ده چې خپلمنځي اختلافات پریږدي، د وژونکو وسلو د جوړولو ،ازموينو او کارولو له  سیالیو لاس واخلي او په ټوله نړۍ کې دې د عادلانه سولې لپاره کار وکړي.

همدا اقلیمي بدلون به ناورينونو ځپلي ملکونه لا نور هم له ستونزو سره مخ کړي،د پرمختګ لاره به ډب کړي ، ګڼ شمېر هېوادونه به ونه توانېږي چې د پرمختیاوو دوامداره موخو ته ورسيږي.

نو په همدې بنا زموږ د  خاپوړو ټاټوبی افغانستان چې تازه له جګړې څخه  د سولې پر خوا تللی دی ، د اقلیمي تغیراتو له ناوړه اغېزو سره لاس او ګرېوان دی ،دلته که جګړه ختمه شوې ده ،تر یوې زیاتې کچې له ماینونو او ناچاودو توکو  د شتون سیمې پاکې شوې دي ،مګر که چېرته د اقلیمي بدلونونو له ناوړه اغېزو سره مناسبه،موثره او پر وخت مبارزه ونه شي ،نو شوني ده چې پر همدې کچه به انساني او اقتصادي زيانونه له ځان سره ولري. پر همدې بنا هغه ټولنې چې د جګړې په درشل او له جګړې وروسته د انساني کمکونو د رسولو لپاره  رامنځته شوي دي، باید خپل ماموریت د اقلیمي بدلونونو د مبارزې په برخه کې پیل کړي تر څو د خوندیتوب پر لور یو ګام مخکې ولاړ شو .

حبیب الرحمن رحیمي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *