
مرحوم حقاني صاحب د اصلاح دعوت او وحدت الگو !!
جبريل سعد
د گران افغانستان د نوميالي، ننگيالي، وياړلي، غښتلي او وتلي ملي، علمي، دعوي، جهادي، مصلح او د تاريخ د يوې ځانگړې مقطع جوړوونكي شخصيت مولوي جلال الدين حقاني صاحب رحمه الله د مړينې نن پنځمه كليزه ده. د۱۳۹۷هـ ش د وږي مياشتې پر۱۲مه چې د۱۴۳۹هـ ق د ذوالحجې مياشتې له۲۲مې سره برابره وه؛ نوموړي د هېواد د كيڼ ختيځ په خوست ولايت كې له دې لړزاندې نړۍ سترگې پټې كړې. مرحوم حقاني صاحب د علميت له پګړۍ پر سر كولو بيا د ژوند تر وروستۍ شېبې اوږد علمي، دعوي او جهادي تاريخ لري چې په دې وروستيو كې د تاريخ د ځانگړې مقطع په توگه د دوه ټوكه يو پنډ كتاب په بڼه را ټول او چاپ شوي دي او د اورېدو له مخې پكې د نوموړي د ژوند بېلابېل او نږدې ټول اړخونه، د پام وړ او مهمو مواردو څرگندونې او انځوريزو صحنو يې ښودلې خبرې را ټولې او ځاي شوې دي چې ترڅنگ يې اړوند د كورنيو، سيمه ييزو او نړيوالو بېلابېلو څيرو او شخصيتونو تأثرات، خاطرې، ليكنې، اندونه، تحليلونه، ارزونې او نور هم بشپړ را غونډ شوي چې ښايي يواځي پر لومړي تلين يې زما تأثر ترې پاتې وي.
د حقاني صاحب د اوږدې مبارزې په معاصرينو كې د القاعدې بنسټگر شهيد دكتور يوسف عبدالله العزام يواځيني شخص دی، چې د جهادي مكتب له خوا يې ليكنې او تاريخ تر ټولو پنډ او په۶سترو ټوكونو(موسوعةذخائرالعزام)او(دكتور عزام في عيون معاصريه)كې را ټول او د حقاني صاحب د چاپ شوي تاريخ څو برابره زيات دي. لامل ښايي دا چې عزام د يو نړيوال جهادي غورځنگ د بنسټگر او يو عرب مشر(چې پر ثبت او ليكلو تمركز لري)په توگه د جهادي هلو ځلو ترڅنگ اړوند ټول څه پر خپل وخت ليكلي، چاپ ته يې بشپړه پاملرنه او جهادي مكتب درلود او بيا يې له شهادت وروسته هم ياد مكتب ورته كار وكړ، ترڅو هيڅ يې هېر او پاتې نشي، خو د حقاني صاحب بيا تركيز په عملي دعوت-جهاد-مصالحه و، د شهيد عزام په څېر تياري او ورته پاملرنه يې نه درلوده او له وفات وروسته يې هم دغه كتاب لومړنۍ او ښايي يواځينۍ هڅه ده چې را ټول شو، نو ترې هېر، ورك، پټ او څه چې د را ټولوونكو د ذوق له مخې مهم نه و؛ ډېر ښايي پاتې هم وي.
زما د مالوماتو له مخې تر پنځو كلونو زياته موده پرې له ټولو امكاناتو په گټې اخيستنې كار شوی، د بنسټگر په توگه يې د شهيدو او مجاهدو اولادونو او تر احفادو يې د كورنۍ غړو او خپلوانو بشپړ تاريخ هم ده ته ور گرځي چې تر يو ځايه به دغه كتاب پرې غږېدلي وي او د عزام له موسوعې وروسته د يو جهادي او مصلح شخص تر ټولو پنډ او پراخ تاريخ راغلي دي، ځكه نو د ځينو يادو مالوماتو له پاتې كېدو سربېره هم ښايي تر ډېره پر تول پوره وي، په تاريخ كې هغه ځاي ونيسي چې لري يې او د مينه والو، ځوانانو او راتلونكو نسلونو تلوسه، د تاريخ لوستنې لېوالتيا او له خپل تاريخ سره يې مينه ماته او خړوبه كړي،خو خبره يې پر دې ځاي هم بايد ختمه نه وي، د تاريخ پر وړاندې د حقاني صاحب په څېر عظيم شخصيت او د ده د وياړلي تاريخ د لازياتې څېړنې او سپړنې حق، غرامت او پور هر وخت او د هر وخت ليكوالانو، د نظر څښتنانو او علمي-جهادي-دعوي-مصلحو-فرهنگي اشخاصو پر اوږو پروت دي چې اړوند هېر، ورك، پټ او مهم نه گڼل شوي مالوماتونه يې را وسپړي، ويې څېړي او تشه يې ډكه كړي.
الله تعالي، مؤمنانو او ځينو نورو ته د دغې كچې محبوبيت، مقبوليت او پرې اغېزې يې چې مرحوم حقاني صاحب درلودې او پر مټ يې نوموړي هغه څوك او هغه څه و، چې تاريخ يې پرې يادوي؛ د چا د وسې او بسې خبره نه ده، ښايي د الله تعالي د ښې پېژندگلوۍ، عبوديت او ورسره د روحاني اړيكې له وجې هغه ته پر خوښ گرځېدو پرې داسې مواصفات او ځانگړنې پېرزو شوې او لورېدلې وې چې نوموړي په خپل وخت كې پرې بې ساري و. په بشپړ جگړه ييز ماحول او شرائطو، د لوړې جهادي ځوانې روحيې او انرژۍ، هر ډول امكاناتو، واك او ځواك سره يو ځاي اصلاح، دعوت، وحدت او هڅې يې څه ساده خبره نه ده، د اور او اوبو يو ځاي كول دي، بياهم مجاهد يې جهاد، داعي يې دعوت، مصلح يې اصلاح او ډېر بغاوتگر يې حقانيت او شهكاريو ته پر ملا خم وو چې د جهاد سنگر، د سنگر ملگرو، جهادي وړتياوو او ابتكارونو ترڅنگ يې ډېرې دغه ځانگړنې هم اولادونو او لارويانو ته پرېښودې. كه له طالبۍ يې يواځې د هغې د وروستي كال د لويې دورې ټولگيوالو او مدرسې له منځه واخلو؛ د همده د علميت سند د گڼو ځانگړنو پر لرلو تر نورو لوړ و، د فراغت پر كال هملته د استادۍ وياړ يواځې همده ته ور په برخه او امتياز يې وركړل شو.
د استادۍ پر لومړي كال ورته د څو كاله تجربه كار استاد كتابونه وركړل شول او پر دوهم كال يې تر دې هم لوړ كتابونه د ده پر نوم كړل. ورپسې د جهاد، دعوت او اصلاح له پيله د دارالعلوم حقانيې د استادانو او د وخت افغان عالمانو له منځه همدي و چې د فراغت دوهم كال درس يې پرېښود او د كمونيزم مفكورې او را ټوكېدلي الحاد پر وړاندې يې د افغانستان او اسلامي نړۍ عالمانو، شيوخو او مفكرينو سره ژور بحثونه وكړل، د هغوي له منځه هم همدي دلته د كمونيزم پر وړاندې د دعوت، جهاد، اصلاح، ټولنيز خدمت او د ملي او سياسي مركچۍ له بنسټگرو و چې ورته ډول-ډول امادگيو او بيا وسلوال پاڅون كې همدي د مخكښ رول له څښتنانو گڼل كېږي او همدي د روسي ښكېلاك پر وړاندې د جهاد په څو محاذونو كې تر نورو زيات بوخت او فاتح پېژندلي شو. د جهادي قوماندانانو له منځه همدي د۱۴كاله جهاد او قربانيو ارمانونو ته ژمن پاتې شو، خو د نورو سلگونه او زرگونه مجاهدينو په څېر كورنۍ جگړه مارۍ ته په تماشه، ناوسه او ستړي هم نه كېناست، بلكې د ژمنو مجاهدينو له ډلې همده بيا هم د سر او هر خطر په بيه د ښكېلو اړخونو ترمنځ د روغې جوړې هلې ځلې وكړې، همدي له كندهاره د لوي ملاصاحب رحمه الله خوځښت سره بې له ځنډه يو ځاي شو او په واك كې شته هرڅه يې ورته وسپارل.
همدي و چې د صليبي امپرياليزم د يرغل له لومړيو شېبو په شمال كې بندو مجاهدينو د خورا سخت او خطرناك چيلنج پر وړاندې د لوي ملاصاحب دريځ نيولو پورې پر غوټه كړې ژمنه پر ټول ژوند او توان او د خپل غوره خلف پر لرلو او د هغه په شكل تر ننه هم له هغه او رهبري شورا پر بشپړ اطاعت يې مجاهدين او په كور دننه او بهر افغانان پر اسلامي امارت را ټول او متحد كړي، له تشتت او ټوټه كېدو يې ژغورلي او د اصلاح او دعوت ترڅنگ پرې د وحدت الگو هم گرځېدلي، د اسلامي امارت له مخكښو څيرو همدي و چې په جگړه او جگړه ييز چاپېريال او شرائطو كې په ځانگړي مهارت او له وخت او ځاي سره سمو نوښتونو يې اولادونه او تر امرلاندې مجاهدين د اسلامي امارت د مجاهدينو له منځه په نړيواله كچه تر ټولو ځواكمن، خطرناك او ځانگړي ځواك(حقاني شبكه)پېژندل شوي او لوي ملا صاحب پسې همدي و چې د خپل لاس روزلي غوره خلف پر لرلو د اوږدې مودې ناروغۍ او بيا مړينې يې هم هڅې او دريځونه ټكني نكړل، بلكې پر اوږو يې د مسئوليت له ور اچولو سره لا نوښتونه پكې راغلل.
همدي و چې اولادونو ته يې تر بل هرڅه جهادي وړتياوې زياتې خوښولې، وركولې او نه يواځې پر خپلو وړتياوو يې روزل، بلكې تر هغو لوړې يې چې زړه غوښتې او وس يې رسېد؛ پرې روزل يې او بيا يې له دغو وړتياوو سره قربانۍ ته هم وړاندې كول او وړاندې يې كړل، پر ژوند يې لا هغه ارمان پرې پوره شو چې د كعبې په طواف كې يې له خداي ج غوښت او بيا يې خپله له دې نړۍ سترگې پټې كړې تقبلهم الله. په ټوله كې د هغه رحمه الله ژوند او تاريخ مېړانه، ځوانمردي او مردانگي وه او ده، خو په دې پسې او تر هرڅه يې بيا له اړينو ابتكارونو سره د وخت پر غوښتنو پوره، له هماغې كريزما او كريزماتيك شخصيت څخه يې بشپړ برخمن او تقريباً په درسته مانا رښتوني خلف لرل چې پرې له مړينې وروسته يې هم شخصيت او ځانگړنې په فزيكي-ملموس-محسوس ډول ژوندۍ او تلپاتې دي؛ خلف ته د شخصيت او كريزما د لېږد پر مانا او ما ته تر ټولو جالبه ده. فكر كوم لامل دا چې لكه څرنگه چې د اسلامي امارت مشرتابه او نور مشران وخت پر وخت د كشرانو ځان ته را نږدې كولو سپارښتنه كوي؛ مشر حقاني صاحب خپل دغه خلف د ژوند په هر اړخ كې ځان ته نږدې ساتلي، پر مټ يې هغه پر خپل شخصيت او كريزما جوړ كړي او اوس يې د خلف په توگه له هر ډول منفي تغير او اغېزې پرته هغه كولي شي له هر راز شرائطو سره په مقابله كې له هماغه شخصيت او كريزما په استفادې له يادو شرائطو سره ځان عيار كړي، پرې برلاسي واوسي او د خپل دغه غوره سلف هماغه داعيه او موخې بيا هم او تلپاتې وپاللي شي، نو ځان ته د كشرانو په رانږدې كولو كې همدا فلسفه نغښتې